لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان بین الافغاني مذاکرات «یوه تاریخي موقع» بللې، خو حکمتیار په دې مذاکراتو نیوکه کړې


د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې د پاکستان په دوره تللی دی، د نهې/سې شنبې په ورځ د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره لیدلي دي. د پاکستان د حکومت د یو بیان ترمخه، په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې د پروسې اړوند مسایلو او د افانستان او پاکستان ترمنځ د تعلقاتو په هکله خبرې شوي دي.

حکمتیار همدا راز په اسلام آباد کې یوې خبري غونډې ته وینا کړې ده او هلته یې ویلي دي چې په دوحه کې روان د سولې مذاکرات، یوازې د «ارگ» یا د افغانستان د صدارتي ماڼۍ د ډلې او د طالبانو ترمنځ د سولې بهیر دی. حکمتیار زیاته کړې ده چې د هغه ډله په دې خبرو کې شامله نده.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا یو بیان جاري کړی او په هغه کې یې ویلي چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان په دوحه کې د سولې خبرې اترې یوه تاریخي موقع ګڼي.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې، پرون د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي له ګلبدین حکمتیار سره ملاقات کړی و او په هغه لیدنه کې هم، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو، په افغانستان کې تلپاتې سولې، او په بین الافغاني خبرو بحث شوی و. د بهرنیو چارو د وزارت له اړخه په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې په یو ملاقات کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي و چې د سیمې امن په افغانستان کې له امن سره تړلی دی او پاکستان به په خلاص زړه سره د افغانستان د سولې عمل کې د مرستیال کردار لوبوي.

دوی زیاته کړې چې د افغانستان د سولې دغه پروسه خرابوونکي به هم په پام کې ساتل وي. د بیان ترمخه، په دې موقع ګلبدین حکمتیار ویلي، پاکستان د دوی دویم کور دی.

یاده دې وي چې ګلبدین حکمتیار څو کاله د افغان حکومت او امریکاییانو سره په جنګ کې و، او په آخره کې یې سوله وکړه. هغه چې کله کابل ته ولاړ، نو هلته یې دا وعده ورکړه چې طالبان به هم سولې ته راضي کړي. مګر د وخت په تېرېدو سره افغانستان کې تشدد زیات شو، او طالبان یوازې هغه وخت د سولې خبرو ته راضي شول چې له خلیلزاد سره یې د پرله پسې ناستو وروسته، له امریکا سره د دوحې لوظنامه لاسلیک کړه او پنځه زره بندیان یې د افغانستان له جېلونو آزاد شول.

په افغانستان کې ځیني څېړونکي په دې نظر دي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د ګلبدین حکمتیار کردار په نشت برابر دی. افغان سیاسي څېړونکی او د پوهنتون استا‌ذ نجیب الله آزاد وایي، د سولې په پروسه کې د ګلبدین حکمتیار رول صفر دی او هغه نور له نظره لوېدلی، په همدې خاطر پاکستان غواړي هغه بیا مهم ښکاره کړي.

د افغانستان د سولې په دغه پروسه کې د پاکستان د کردار په اړه پخواني سفارتکار آصف دراني وي او اې ډیوه ته وویل، «اصله فیصله خو پخپله افغانان کوي، او په کار هم ده چې دوی پخپله فیصله وکړي. او پاکستان و امریکا او نورو هېوادونه دومره کولای شي چې کوشش وکړي ښکېلو اړخونو ته دا ووايي: مهرباني وکړئ تاسو خپلې خبرې اترې جاري وساتئ.» دراني زیاته کړه چې فکر نکوي پاکستان تر دې نه زیات څه وکړی شي او دا به مناسبه هم نه وي، ځکه دا پخپله د افغانانو کار دی.

ګلبدین حکمتیار په داسې حال کې د پاکستان سفر کوي چې د قطر په سرښار دوحه کې بین الافغاني خبرې دوام لري.

یو سیاسي څېړنکار، طاهرخان، وي او اې ډیوه ته وویل، «پاکستان غواړي چې د حکمتیار په شان مشرانو سره رابطې وساتي، ځکه امریکا به هم دا الزام په پاکستان لګولو او افغان حکومتونو او افغان مشرانو هم دا الزام لګولو چې ګني د هغوی په نظر سره، پاکستان د طالبانو حمایت کوي.» طاهر خان زیاته کړه چې د سولې د پروسې په لړ کې دا ښه موقع ده اسلام آباد ته چې هم د افغان حکومت سره او هم له افغان سیاسي مشرانو سره تعلقات وساتي.

یاده دې وي چې په تېرو څو اونیو کې د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د پاکستان حکومت په بلنه اسلام آباد ته سفر وکړ چې هغه سفر هم درې ورځېنی و او په ترڅ کې یې ډاکټر عبدالله د پاکستان له مشرانو سره ملاقاتونه وکړل. ويل کېده چې د افغان سولې اوربند په برخه کې به ښې پایلې ولري، خو له هغې سفر وروسته هم خاص پرمختګونه نه دي تر سترګو شوي او په ځای یې تشدد د ډیریدو په حال دی او په قطر کې هم د سولې مذاکراتي ټیمونو په خبرو کې خاص پرمختګ نه لیدل کیږي.

تر هغه وړاندې، په اګست میاشت کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم د یو شمېر طالب چارواکو سره د اسلام آباد په دوره تللی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG