د پاکستان د پنجاب صوبې په اټک ضلعه کې د سکول په وېن ډزو کې دوه ماشومان وژل شوي او د ډرايور په ګډون پينځه تنه نور ژوبل شوي دي.
د اټک ضلعې پوليسو ويلي، د صدر تاڼې په ډيري کوټ کلي کې د سکول په وېن ډزې د پخواني دښمنۍ په سر په ډرايور باندې شوي دي.
ويل شوي، پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي، ډرايور او درې نور ماشومان هم ژوبل شوي دي.
د پوليسو په وينا ډزې کوونکي د موقعې څخه تښتېدلې دي.
د اټک ضلعې د پوليسو مشر ډاکټر سردار غياث ګل ويلي، پېښه کې ککړ کسان به نه پرېږدي، او د د نيولو دپاره يې ټيمونه جوړ کړل شوي دي.
د پاکستان صدر اصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شریف په پېښه د افسوس څرګندونه کړې او وزيراعظم په پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو لارښوونه کړې ده.
د پنجاب صوبې وزيراعلا مريم نواز د پېښې نوټس اخستی او د پوليسو نه یې رپورټ غوښتی دی.
تېر کال د مې په میاشت کې په سوات کې د سنګوټه پبلک سکول په ګاډي په ګېټ موجود پوليس اهلکار ډزې کړې او د پوليس مقدمې ترمخه په ډزو کې يوه اته کلنه ماشومه وژل شوې او اووه نورې ژوبل شوې وې.
د 2022م کال د اکتوبر په میاشت کې هم د سوات په چارباغ کې د سکول په ګاډي ډزې شوې د ګاډي ډرايور ژوبل شوی او يو زده کوونکی پکې ژوبل شوی وو.
وورسته پوليسو ویلی وو دغه پېښه د ترهګرۍ نه بلکې د شخصي دښمنۍ وه او ډرايور په کورنۍ شخړه کې وژل شوی وو.
Forum