فلسطيني وسله والې ډلې حماس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اسرایل په وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو الزام ولګولو چې هغه کوښښونه کوي چې په غزه کې د ډز بندۍ معاهده ونه شي. اسرایلي وزیراعظم یوه ورځ مخکې ویلي وو اسرایل په پوځي دباو دوامداره ساتي او په خپل ردیځ به کلک ولاړ وي.
حماس په یو بیان کې وویل د نوي ډز بندۍ د معاهدې په اړه مذاکرات غېر ضروري دي ځکه چې ډلې د جولای په ماشت کې د امن هغه تجویز منلی چې امریکې وړاندې کړی دی.
د بیان زیاته کړه چې حماس د نېټن یاهو په جال کې د غورځېدو په اړه خبرداری کوي چې هغه "زمونږ د ولس په ضد جارحیت" د اوږدولو دپاره مذاکرات استعمالوي.
نېټن یاهو د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یروشلم کې خبري غونډې ته وویل اسرایل مخکې د ډزبندۍ تجویزونه منلي وو خو حماس ترې انکار کړی و.
نېټن یاهو دا ټینګار هم وکړو چې د غزه او د مصر ترمنځ ۱۴ کېلوميټره هغه علاقه چې فېلېډېلفي کورېډور یا راهداري نومېږي اسرایل يې په خپل اختیار کې ساتل غواړي.
اسرایلي وزیراعظم وویل په غزه کې د جنګ درې هدفونه وو، د حماس عسکري او د حکومت دارۍ صلاحیت ختمول، د یرغمالانو ازادول او دریم هدف دا و چې اسرایل ته د غزه نه بیا هېڅ کله خطر راولاړ نه شي. "او ټول درې واړه هدفونه، ټول درېواړه، په فېلېډېلفي کورېډور د اسرایل د واک اختیار نه تېرېږي."
په واشنګټن کې د صدر جوبایډن د حکومت لوړ رتبه چارواکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د اختلاف د دوو نقطو نه علاوه معاهده په بنیادي توګه شوې ده. یوه نقطه دا ده چې کوم فلسطينیان به د اسرایل د قېد نه ازادولی شي او د معاهدې په وړمبۍ مرحله کې د اسرایلي ځواکونو ګمارېدل.
د متحده قومونو د امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونسل غړو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ډز بندۍ معاهده په نه کېدلو د مایوسۍ اظهار وکړو.
په غزه کې تېره هفته د شږو یرغمالانو مړي د موندل کېدو په موضوع غونډه چې د اسرایل په غوښتنه رابلل شوې وه، د کاونسل د مشر هېواد سلوېنیا سفیر وویل دا د دې کاونسل ذمه واري ده چې د اسرایل او د حماس جنګ ودروي.
الجزایر غوښتنه وکړه چې سېکیورټي کاونسل دې په وېسټ بېنک کې د تشدد به زیاتېدو هم بحث وکړي چېرته چې د اګست په ۲۷ نېټه د اسرایلي ځواکونو د عملیاتو شروع کېدو راهسې ملګري ملتونه وايي د اووه ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
په سېکیورټي کاونسل کې په دې اړه هم د تشویش اظهار وشو چې په غزه کې د ډز بندۍ دپاره د امریکې، مصر او قطر کوښښونه لا نه دي کامیاب شوي.
په دې اړه امریکايي استازې لېنډا تامس ګرین فېلډ د صبر غوښتنه وکړه. هغې وویل سفارتکارۍ دپاره سخت کار کول پکار وي، په دې کې کوښښونه کېږي او په دې کې وخت لګي. د هغې په فکر سفارتکاري ناکامه شوې نه ده.
امریکايي استازې وویل دا د سفارتکارۍ نتیجه وه چې د تېر کال د نومبر په میاشت کې د عارضي جنګ بندۍ په مهال د ۲۵۰ څخه ۱۰۰ یرغمالان ازاد کړی شول. په اووم اکتوبر په اسرایل حمله کې حماس تر ۲۵۰ کسان یرغمال کړل.
ټامس ګرین فېلډ وویل هم د سفارتکارۍ دلارې کوښښونه کېږي چې باقي پاتې یرغمالان هم ازاد کړی شي او د جنګ مستقل حل راوویستل شي. هغې زیاته کړه چې اسرایلي ولس باید په دې پوهه شي چې د ډز بندۍ وړاندې کړی شوی تجویز د اسرایلي مشرانو دپاره د منلو وړ دی ځکه چې هم دا معاهده د اسرایل امنیت یقیني کوي.
په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي. د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې حماس خلاف عملیات شروع کړي چې د غزه د صحت وزارت وايي له امله يې قریباً ۴۱۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. اسرایلي پوځ وايي په غزه کې د وژل شویو کسانو څخه په زرګونو وسله والو هم شامل دي.
امریکې، برطانيي او ځینو نورو مغربي ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی. د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سېکیورټي کاونسل په غونډه کې د اسرایل استازي دا غوښتنه تکرار کړه چې د کاونسل غړي ملکونه دې حماس ترهګر تنظیم وټاکي.
Forum