د فلسطیني مسلح ډلې حماس یو چارواکي د جمعې په ورځ د دې خبرې تصدیق وکړو چې مشر یحیا سنوار يې وژل شوی دی.
په غزه کې د حماس مشر خلیل الحیه د جمعې په ورځ په ټېلې وېژن نشر شوي پېغام کې وویل حماس وژل شوي شهید ته پېرزونې وړاندې کوي. الحیه سنوار "مستقل مزاجه، بهادر او زړه ور" وبللو او ويې وېل سنوار "زمونږ د ازادۍ د مرام دپاره خپل ژوند قربان کړو."
الحیه وویل د حماس په ولکه کې اسرایلي یرغمالانو به تر هغه وخت پورې ازاد نه کړي تر څو چې اسرایل په غزه کې حملې نه ودرولي او د سیمې نه يې خپل ځواکونه نه وي ويستلي.
اسرایل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په غزه کې د ۶۱ کلن السنوار د وژل کېدو تصدیق وکړو.
اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د السنوار د وژل کېدو هرکلی وکړو او ويې وېل حماس شروع کړی جنګ لا ختم نه دی خو د السنوار وژنه جنګ د ختمېدو شروعات دي.
د امریکې صدر جوبایډن د جرمني د دورې په مهال د جمعې په ورځ د السنوار وژل کېدل د "انصاف وخت" ووبللو او ويې وېل د هغه په "لاسونو د امریکایان، اسرایلیانو، فلسطینیانو او د نورو ګڼو خلکو وینا وه."
د السنوار وژنه د تایدولو یوه ورځ وروسته، اسرایلي ځواکونو په غزه کې د حماس خلاف د جمعې په ورځ تازه حملې وکړې.
په لبنان کې حزب الله د جمعې په ورځ یو بیان کې اسرایل خلاف جنګ د زیاتولو لوظ وکړو. په بیان کې د السنوار د وژل کېدو په اړه څه نه وو وېل شوي. حزب الله وویل اسرایل خلاف د جنګ نوی پړاو شروع کوي چې عکاسي به يې په اینده ورځو کې په پرمختګونو کې کېږي.
د اسرایل ډيفېسن فورسز، ايي ډي اېف، د جمعې په ورځ اعلان وکړو چې د هېواد د شمالي سرحد دپاره اضافي عسکر رابلي. ايي ډي اېف وویل د دې ګام مقصد حزب الله خلاف جنګ ته دوام ورکول دي او د جنګ هدف ترلاسه کول دي چې حزب الله سره جنګ دلاسه په اسرایل کې بې کوره شوي خلک خپلو سیمو ته ستانه کړی شي.
ايي ډي اېف د جمعې په ورځ ویول د حزب الله یو مقامي مرکز يې تباه کړی دی. اسرایلي پوځ وویل حزب الله به ددغه مرکز نه د اسرایل په شمال کې په ایادیو حملې کولې.
په غزه کې مېشته حماس او په لبنان کې مېشته حزب الله دواړه وسله والې ډلې امریکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.
د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال ونیول. درې نوي کسان اوس هم د حماس په ولکه کې دې. په دې شمېره کې ۳۴ هغه کسان هم شامل دي چې اسرایلي چارواکي وايي مړه شوي دي.
د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی. د غزه د صحت وزارت وايي په جنګ کې تراوسه د ۴۲۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي په غزه کې يې په زرګونو وسله وال هم وژلي دي.
د ای اېف پي خبریال ترمخه، اسرایلي ځواکونو د تېره شپه او د جمعې په ورځ په غزه حملې وکړي. د غزه د شهري دفاع ادارې ترمخه، امدادي کارکوونکو د غزه په شمال کې د هغه کور د ملبې نه د دریو ماشومانو مړي راوویستل چې سحر وختي په بمبارۍ کې لګېدلی و.
اسرایلي پوځ وویل په جبلیه کې يې اپرېشن دوامداره ساتلی دی. په تېرو څو هفتو کې اسرایل په دغه سیمه کې جګړې ته توجه کړې ده چېرته چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ دوو هسپتالونو د ۱۴ کسانو د وژل کېدو تصدیق وکړو.
د ملګرو ملتونو د اندازو ترمخه په غزه کې ۳۴۵۰۰۰ شهریان دا ژمی د سختې لوږې سره مخامخ کېدلی شي.
په غزه کې ملکي خلکو ته د زیاتېدونکي نقصان په سر د اسرایل د جنګ په چلند تنقید کېږي او په تنقید کوونکو کې امریکا هم شامله ده، چې د اسرایل د پوځي امداد د ټولو نه لویه سرچینه ګڼل کېږي.
په غزه کې د حماس ترڅنګ اسرایل د هېواد په شمالي سرحد په لبنان کې د حزب الله خلاف هم جګړه شروع کړې ده. په غزه کې جنګ د شروع کېدو نه وروسته د حزب الله وسله والو هم په اسرایل په حملو لاس پورې کړی او د اسرایلي ځواکونو سره د ډزو تبادلې شروع شوي دي.
حزب الله د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ناوخته وویل د اسرایل خلاف جنګ کې يې نوی پړاو شروع کړی دی او په وړمبي خل يې د اسرایلي ځواکونو خلاف کره حمله کوونکي مزایل استعمال کړي دي.
اسرایلي ځواکونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د لبنان په صور ښار کې حملې کړي دي. دا ښار د حزب الله مرکز ګڼل کېږي.
اسرایلي پوځ وویل د لبنان په جنوب کې په جګړه کې يې پینځه عسکر وژل شوي دي چې ورسره تېره میاشت په لبنان کې د عملیاتو شروع کولو وروسته د اسرایلي ځواکونو د وژل کېدو شمېره ۱۹ ته ورسېده.
د تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې جګړه د شروع کېدو راهسې د ای اېف پي د شمېرو ترمخه په لبنان کې ۱۴۱۸ کسان وژل شوي. ای اېف پي دا تعداد د لبنان د صحت وزارت د معلوماتو په بنیاد ورکړی او وايي دا تعداد د دې نه زیات هم کېدلی شي.
په غزه او په لبنان کې جنګ په شام، یمن او عراق کې د ایران حمایت یافته وسله والې ډلې هم راښکېل شوي دي او د اکتوبر په وړمبۍ نېټه ایران هم په اسرایل نېغ په نېغه د مزایل حمله کړې ده. اسرایل لوظ کړی چې د ایران نه به بدل اخلي.
ملګرو ملتونو دپاره د ایران استازې ډلې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د السنوار وژل کېدل به په سیمه کې مزاحمت نور مضبوط کړي.
Forum