لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حماس وايي یوه یرغمل شوې ښځه د اسرایل په برید کې وژل شوې ده


د حماس ډلې پوځي څانګې د شنبې- خالي په ورځ وویل یوه یرغمل شوې اسرایلۍ ښځه د غزې پټۍ په شمال کې د نښتو پر مهال د اسرایلي ځواکونو په برید کې وژل شوې ده.

د حماس ډلې د عزالدین القسام د څانګې ویاند ابو عبیده وویل، له څو اوونیو وروسته بریالي شول چې د یرغمل شوې ښځې له ساتونکو سره بېرته اړیکه ونیسي.

د هغه په وینا د اړیکې له نیولو وروسته معلومه شوه چې یرغمل شوې ښځه د غزې د شمال په هغه سیمه کې وژل شوې چې د اسرایل پوځ پکې عملیات کول.

د اسرایل پوځ ویلي چې د حماس د ډلې د دې دعوې په تړاو پلټنې کوي.

د اسرایل دفاعي ځواک پر خپل ایکس لیکلي، پرون ماښام حماس “ترهګر تنظیم” هغه ویډیو خپره کړه چې دعوه کیږي یوه یرغمل ښودل شوې وژل شوې ده:

“موږ پلټنه کوږ او په دې مرحله کې موږ نه شو کولای دا تایید یا رد کړو. د ای ډي ایف استازي د هغې له کورنۍ سره په تماس کې دي او ټول تازه معلومات ورسره شریکوي”.

ابو عبیده د یرغمل شوې ښځې شناخت نه دی څرګند کړی او د هغې د وژل کېدو د څرنګوالي او کره وخت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د تېر کال د اکتوبر په اومه پر اسرایل باندې د حماس په برید کې 1،200 کسان ووژل شول او د دغې ډلې وسلوالو شاوخوا 250 کسان یرغمل کړل.

په دغو یرغمل شویو کې 97 کسان لا هم په غزه کې له حماس ډلې سره یرغمل دي او د 34 کسانو وژل تایید شوی دی.

د حماس له دغه برید وروسته اسرایل پر غزې باندې د غچ اخیستلو بریدونه پیل کړل.

د حماس تر کنترول لاندې په غزه کې د روغتیا چارواکي وايي د اسرایل په بریدونو کې تر اوسه له 43،850 زیات کسان وژل شوي، چې وایي اکثریت یې ولسی خلک دي.

یادونه: د رپوټ ډېر معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG