لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حماس به نن درې نور یرغمل او اسرایل به 183 فلسطیني بندیان خوشي کړي

هغه درې اسرایل یرغمل چې ټاکل شوې حماس به یې د فرورۍ په اتمه خوشي کړي.
هغه درې اسرایل یرغمل چې ټاکل شوې حماس به یې د فرورۍ په اتمه خوشي کړي.

حماس درې نور اسرایلي یرغمل کسان هم رسنیو ته ور پېژندلي چې ټاکل شوې د ډزبندۍ د یوې برخې په توګه به یې د فرورۍ په اتمه خوشي کړي او دا د دې نخښه ده چې دا تړون د جمعې په ورځ د دې باوجود هم پر مخ روان دی چې امریکایي او اسرایلي ویلي له چارواکو له جګړې وروسته د غزې خلک نورو ځایونو ته منتقل کړي.

ټاکل شوې ده دغه درې کسان چې حماس د 2023م کال د اکتوبر په اوومه د اسرایل په جنوب کې د برید په وخت نیولي او یرغمل کړي وو، د شنبې- خالي په ورځ به له فلسطیني بندیانو سره د پینځمې تبادلې په توګه خوشي شي.

یوه اسرایلي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اې پي خبري ایجنسۍ ته تایید کړه چې د خوشي کېدو لپاره په ټاکل شويو یرغمل کسانو کې درېواړه سړي 52 کلن ایلي شرابي، 56 کلن اوحد بن امي او 34 کلن اور لیوي شامل دي.

په غزه کې له حماس سره د تړلو بندیانو دفتر ویلي، اسرایل د شنبې- خالي په ورځ 183 فلسطیني بندیان خوشي کوي چې د تړون له مخې خپله ژمنه پوره کړي. د تړون د لومړيو شپږ اونیو پړاو شرطونه له حماس ډلې غواړي چې په تدریجي ډول د سلګونو فلسطیني بندیانو په بدل کې ټول 33 اسرایلي یرغمل خوشي کړي.

د فلسطیني بندیانو دفتر ویلي په خوشي کېدونکو کسانو کې 18 یې د عمر قید سزا تېروي، 54 د اوږدې مودې د بند سزاګانې تېروي او 111 د غزې هغه وګړي دي چې د اکتوبر د اوومې له برید وروسته نیول شوي وو.

حماس تر دې دمه 18 یرغمل خوشي کړي دي او په هغوی کې پینځه تایلینډي وګړي هم شامل دي چې پر اسرایل د برید په وخت په اسراییل کې نیول شوي وو. تېره اونۍ هم اسرایل له تړون سره سم 183 فلسطیني بندیان خوشي کړل.

د یرغمل او بندیانو له تبادلې سره سره د خبرو د راتلونکي پړاو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي وړاندیز اندېښنې او پوښتنې را پورته کړې دي چې وايي د غزې د دوو میلینو فلسطینیانو له وتلو وروسته باید امریکا د دې جنګ ځپلې پټۍ کنټرول ترلاسه کړي.

په اسرایل کې د بشري حقونو یوې ډلې د جمعې په ورځ د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو له حکومته غوښتي، د غزې د اوربند عملي کېدو ته دې ژمن و اوسي. دا غوښتنه په داسې وخت شوې چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو د منځني ختیځ او له هغې ور هاخوا پراخو غبرګونونو را پارولي دي.

د بشري حقونو دې ډلې په خپل یو بیان کې ویلي، "ولس د یرغمل شویو کسانو بیرته راستنیدو ته سترګې په لار دي، باید ډاډ ترلاسه شي چې د وروستي کس تر خوشي کېدو پورې د دې تړون ټولې برخې په بشپړ ډول پلي شي".

واشنګټن ډي سي ته د اسرایل د وزیراعظم د سفر په مهال او د ډونلډ ټرمپ تر څرګندونو وروسته اسرایل خپل پوځ ته امر کړی چې "په خپله خوښه" له غزې څخه د دغې سیمې د اوسېدونکو د منتقلۍ لپاره چمتووالی ونیسي.

خو حماس د صدر ټرمپ دغه پلان "په بشپړه توګه د نه منلو وړ " بللی دی. د دې ډلې ویاند حازم قاسم وویل، "د واشنګټن له خوا د غزې د کنټرول په اړه د ټرمپ څرګندونې په ښکاره توګه د دې سیمې د قبضې په معنا دي".

اسرایلي ځواکونه د ډزبندۍ د تړون له مخې د غزې له اکثر برخې وتلي دي، خو په سرحدي سیمو کې لا پاته دي. پوځ فلسطینیانو ته خبرداری ورکړی هغو سیمو ته له ورتګه دې ډډه وکړي چېرې چې پوځ فعالیت کوي او په هغو خلکو یې ډزې کړې چې د تړون له شرطونو د سرغړونې تور پرې لګېدلی.

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د اسرایل له یو ټیلیویژن سره په مرکه کې ویلي، "هدف مو د اوربند د لومړي پړاو عملي کېدل دي". هغه وویل، "دویم پړاو ډېر پیچلی پړاو دی، خو هیله من یم چې هغه هم ترلاسه کړو".

ټاکل شوې وه چې د اوربند د دویم پړاو خبرې د دوشنبې- ګل په ورځ پیل شي، خو ددې خبرو اترو په اړه تر اوسه هیڅ معلومات نه دي خپاره شوي.

د اوربند د دویم پړاو د خبرو اترو مقصد د نورو یرغمل کسانو خوشي کول او د جګړې د دایمي پای ته رسیدو لپاره د لارې هوارول دي.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

XS
SM
MD
LG