لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حماس غوښتلي امریکا دې په اسرایل فشار واچوي چې ډز بندۍ ته راضي شي

په مرکزي غزه کې د دیر البلح سیمه کې د اسرایلي بمبارۍ وروسته یو منظر
په مرکزي غزه کې د دیر البلح سیمه کې د اسرایلي بمبارۍ وروسته یو منظر

اسرایلي ځواکونو په غزه کې تېره شپه شروع کړي بمباري د جمعې تر ورځ پورې دوامداره وساتله او فلسطيني وسله والې ډلې حماس غوښتنه کړې چې امریکا دې په اسرایل "حقیقي" فشار واچوي چې ډز بندۍ ته راضي شي او د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو ویلي د اوربند څه معاهده نه ده کېدونکي.

د ای اېف پي خبري ادارې خبریال د جمعې په ورځ د غزه ښار په مشرقي برخه کې د درنې چاودنې خبر ورکړو.

د غزه د شهري دفاع ادارې د جمعې په ورځ وویل د غزه په جنوب مشرقي برخه کې یو کور د اسرایل په فضايي حمله کې ولګېدو چې له امله يې شپږ کسان ووژل شوو او ګڼ شمېر نور زخمیان شول.

اسرایل او حماس په یو بل د ډز بندۍ د نیشت والي الزامات لګوي او په غزه کې د شپږو یرغمالانو مړي د موندل کېدو وروسته په اسرایلي وزیراعظم دباو زیات شوی چې ډز بندي وکړي او د حماس د ولکي نه باقي پاتې یرغمالان ازاد کړي.

په قطر کې مېشته د حماس مشر مرکچي خلیل الحیا د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په امریکا غږ وکړو چې په نېټن یاهو او د په اسرایلي حکومت دې دباو واچوي او د اسرایل په "حق کې د پټو سترګو تعصب" دلاسه ورکړي.

د حماس دغه غوښتنه پس له دې مخې ته راغلې چې امریکايي چارواکو ویلي وو د سولې معاهدې نږدې ده.

خو نېټن وویل څه معاهده نه ده کېدونکي. هغه امریکايي مطبوعاتو ته وویل د "بدقسمتۍ نه مونږ نږدې نه یوو" خو هر څه به کوي چې دوی (حماس) داسې مرحلې ته ورسوي چې معاهده وکړي.

نېټن یاهو ټینګار کوي چې اسرایل دې د مصر او غزه ترمنځ د فېلاډېلفي کورېډرو یا د فېلاډېلفي راهداري نومې سیمې واک اختیار د ځآن سره وساتي چې د اسرایل په قول حماس ته د وسلو د سمګلېنګ مخه ونیول شي.

حماس د سیمې نه د اسرایل د مکمل انخلا غوښتنه کوي او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ يې وویل د نېټن یاهو دریځ د معاهدې مخه نېسي.

حماس وايي د نوي معاهدې په اړه خبرې غېر ضروري دې ځکه چې ډله میاشتې مخکې د امریکي صدر جوبایډن وړاندې کړې معاهده منلې ده.

حماس د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو بیان کې وویل د نېټن یاهو په جال کې د غورځېدو په اړه خبرداری کوي چې هغه زمونږ د ولس په ضد جارحیت د اوږدولو دپاره مذاکرات استعمالوي.

واشنګټن د یو داسې تجویز وکالت کوي چې وايي هدف یې د اسرایل او حماس ترمنځ په مختلفو نقطو باقي باتې اختلافات ختمول دي. د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن ویلي د سولې په تجویز ۹۰ فیصد اتفاق شوی دی.

بلېنکن د هېټي د سفر په مهال وویل اوس دواړه فريقېن پابند دي چې په باقي پاتې مسلو سره متفق شي.
دا هفته د اسرایل په مختلفو ښارونو کې یرغمالانو د ازادۍ دپاره احتجاجونه وشول. ناقدین نېټن یاهو د یرغمالانو د مرګونو ذمه وار بلي وايي هغه د ډز بندۍ معاهدې دپاره رعایتونو ته تیار نه دی.

قطر چې د مصر او د امریکې ترڅنګ د ډز بندۍ په کوښښونو کې مصروف دی، ویلي يې دي د اسرایل دریځ حقایق درغ د ثابتولو کوښښ دی او د دروغو په تکرارولو د ولس رای ګمراه کوي.
د قطر خارجه وزارت وویل داسې ګامونه به د امن دپاره کوښښونه بالاخېر ووژني.

د اسرایل او حماس جنګ په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی. حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او حماس تر د ۲۵۰ پورې نور کسان یرغمال نیولي وو. د اسرایل پوځ وايي ۹۷ یرغمالان اوس هم د حماس په ولکه کې دي. په دغه شمېره کې ۳۳ هغه یرغمال هم شامل دي چې په اړه يې وېل کېږي مړه شوي دي. د تېر کال د نومبر په میاشت کې د یوې هفتې د ډز بندۍ په مهال یوشمېر یرغمالان او د اسرایل د قېد نه فلسطنیان ازاد کړی شوي وو.

په غزه کې د حماس خلاف د اسرایل په جوابي پوځي عملیاتو کې د غزه د صحت وزارت وايي د ۴۰۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي. وزارت وايي وژل شویو کسانو څخه زیاتره ښخې او ماشومان دي. اسرایلي پوځ وايي په زرګونو وسله وال هم په وژل د غزه په وژل شویو کسانو کې شامل دي.

په غزه کې د جنګ شروع کېدو راهسې په مقبوضه وېسټ بېنک کې هم په تشدد کې اضافه شوې ده، اسرایل په سیمه په پراخه کچه عملیات شروع کړي او د فلسطینیانو او د یهودي ابادکارانو ترمنځ د تشدد پېښې هم زیاتې شوي دي.

د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګېلانټ وویل پکار ده چې اسرایلي ځواکونه په وېسټ بېنک کې د وسله والو خلاف په پوره قوت عملیات وکړي.

اسرایل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په وېست بېنک کې يې هدفي عملیات کړي دي. د وېسټ بېنک د صحت وزارت وویل د اسرایل په یوه حمله کې په یو موټر کې پينځه کسان ووژل شوو چې عمرونه يې د ۲۱ نه تر ۳۰ کلونو پورې وو.

د وېسټ بېنک د صحت وزارت ترمخه په ۲۸ اګست په سیمه کې د اسرایل عملیات د شروع کېدو راهسې اسرایلي ځواکونو د ښخو او ماشونو په شمول ۳۶ فلسطینیان وژلي دي. زیاتره فلسطینیان د وېسټ بېنک په جنین ښار کې وژل شوي. یو اسرایلي عسکر په جنین کې وژل شوی دی.

بلخوا د متحده قومونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په غزه دوو لکو ماشومانو ته د پولیو ضد وړمبی وېکسین ورکړی شو. په غزه کې د جنګ په مهال په تېرو ۲۵ کلونو د پولیو وړمبی کېس رپورټ شوی او ماشومانو ته د عارضي جنګ بندۍ په مهال د پولیو وېکسین ورکړی شوو.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG