د امریکې صدارتي ټاکنو ته یواځې په شمېر ګنټې پاته دي او دواړه نوماندان مرستیاله صدره کاملا هېریس او مخکینی صدر ډانلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته د رسېدو لپاره د اتوار- یکشنبې په ورځ هم د سختې مقابلې په ایالتونو کې د کمپېن غونډې کوي چې پکې هغه پاته رایه ورکوونکي هم ور خپل کړي چې لا یې فیصله نه ده کړې چاته به ووټ ورکوي.
د ډیموکرېټ ګوند کاملا هېریس د اتوار- یکشنبې په ماښام د امریکې په منځ لوېدیځ کې میشیګن ایالت ته تللې او دا په هغو اوو ایالتونو کې دی چې پکې د دواړو مقابله سخته او یو بل ته نیژدې ده او نه ده څرګنده چې څوک به یې وګټي.
سیاسي حساب ښيي چې که هر یو نوماند د سختې مقابلې په اوو ایالتونو کې په څلورو یا تر دې زیاتو کې کامیابي تر لاسه کړي نو هغه به د امریکې 47م صدر شي.
ریپبلکن امیدوار ډانلډ ټرمپ په دې هڅه کې دی چې د یوې دورې له وقفې وروسته په دویم ځل د امریکې ولسمشر شي.
ټرمپ د کمپېن په وروستیو کې د سختې مقابلې درو نورو ایالتونو ته تللی او په هغو کوچنیو ښارونو کې یې انتخابي غونډې کړې چېرې چې هغه تمه لري په کلیوالو سیمو کې زیات شمېر ووټونه تر لاسه کړي او د کاملا هېریس مخه ونیسي چې هغه په دغو ډیموکرېټ اکثریتي ښارونو کې په لوی توپیر د ګټې تمه لري.
ټرمپ د اتوار- یکشنبې ورځ د پینسلوېنیا ایالت په کلیواله سیمه لیټز کې پیل کړه او له هغه وروسته ماسپښین د شمالي کېرولاینا کینسټن ښار ته لاړ او ورځ یې ماښام د جورجیا ایالت په ماکون کې په یوې غونډې سره پای ته ورسوله.
دا د تېرې سه شنبې- نهې له ورځې راهیسې لومړۍ ورځ وه چې دواړو صدارتي امیدوارانو په یوه ورته ایالت کې کمپېن نه وو کړی. د سختې مقابلې ایالتونو ته د دوی توجه دومره څرګند ده چې د شنبې- خالي په ورځ د دوی الوتکو د شمالي کېرولاینا په شارلټ ښار کې د میدان په لویه برخه کې د دوی دواړو احتجاجي غونډې ښکاره کړې.
مېرمن هېریس د میشیګن په ډیټرایټ ښار کې- چې د امریکې د موټرو د صنعت لوی مرکز دی- د تورپوستو امریکایانو د کلیسا په مراسمو کې برخه اخیستې او له هغه وروسته د موټرو په کمپنیو لیورنویس او پونټیاک کې تم شوې او ماښام یې په ختیځ لانسنګ کې په میشیګن سټېټ یونیورسټۍ کې احتجاجي غونډه کړې ده.
د فلورېډا پوهنتون د ټاکنو د لیبارټرۍ د شمېر له مخې، تر 76 میلین زیاتو خلکو د ټاکنو تر ورځې مخکې لا د ایمېل له لارې یا د رایې ورکولو په مرکزونو کې ووټونه اچولي دي.
تر ټاکنو مخکې د رایو ورکولو وخت د یکشنبې- اتوار او دوشنبې- ګل په ورځو هم د امریکې په اکثرو برخو کې غزېدلی دی. تر ټاکنو مخکې اچول شوي ووټونه د 2020م کال د انتخاباتو په ورځ د اچول شویو رایو نیمایي دي چې شمېر 158 میلینه وو.
ټرمپ او هېریس دواړو د خپل انتخابي کمپېن له پیل راهیسې پر یو بل سختې نیوکې کولې او د کمپېن په وروستیو ورځو کې یې هم هڅه وکړه چې یو بل په راتلونکو څلورو کلونو کې د هیواد د حکومت کولو لپاره د صدر په توګه نامناسب وښيي.
ټرمپ پر خپل «ټروت سوشل مېډیا» باندې رایو ورکوونکو ته وویل، "هره هغه ستونځه حل کېدای شي چې موږ ورسره مخ یو خو اوس زموږ د ملت راتلونکی ستاسو په لاس کې دی". ټرمپ یو ځل بیا پر هېریس نیوکه وکړه او خلکو ته یې وویل:
"تاسو باید د سه شنبې- نهې [د ټاکنو] په ورځ ودرېږئ او تاسو باید کاملا ته ووایاست چې ته همدومره کافي وې، ته نور نه شې کولی، "کاملا هېریس، ته و ایستل شوې!".
کاملا هېریس هم په خپلو احتجاجي غونډو کې د رایه ورکوونکو د قانع کولو هڅه وکړه او ورته ویې ویل چې حکومت به یې د هغوی د ژوند لګښتونه کم کړي، کومه چې د نظرپوښتنو له مخې په ټوله امریکا کې د خلکو تر ټولو لویه اندېښنه ده.
مېرمن هېریس پر ټرمپ تازه نیوکې کړې دي او هغه یې یو "خطرناک" او "توندخویه" کس وباله او پر امریکایانو یې ټینګار وکړ چې د سیاست په اړه د ټرمپ له ګډوډ چلنده مخ واړوي. هېریس د شنبې- خالي په ورځ په شارلټ کې وویل:
"موږ په دغو ټاکنو کې یوه موقع لرو چې د ډانالډ ټرمپ د یوې لسیزې پاڼه واړوو ځکه چې هغه هڅه کوي موږ سره ووېشي او یو له بله مو وویروي. موږ له هغه ستړي یو."
ټرمپ وایي هېریس چې تقریباً څلور کاله د صدر مرستیاله وه باید د شیانو د بیو د لوړېدو او په تورو څو کلونو کې د مېکسیکو له پولې امریکې ته د لکونو کډوالو د را ننوتلو پر سر حساب ورسره وشي.
پخواني صدر ټرمپ امریکې ته راغلي کډوال د هیواد لپاره د سیاسي خطر په توګه یاد کړي چې وایي نتیجې به ولري او زیاتوي چې د دوی راتګ به په ټوله امریکا کې ایالتونو او ځایي حکومتونو ته مالي زیان ورسوي.
د اې بي سي نیوز ټولپوښتنه ښیي چې ټرمپ به د سختې مقابلې په اوو ایالتونو کې په پینځو کې کامیابي تر لاسه کړي، خو واشنګټن پوسټ وايي د دوی د ټولپوښتنې نتیجې ښیي چې هېریس په څلورو ایالتونو کې پر مخ ده. نیویارک ټایمز وايي ټرمپ په څلورو کې مخکښ دی، هېریس په دوو کې او په پنسلوانیا کې یې سیالي برابره ده.
د امریکې صدر د خلکو په عامو رایو نه بلکې د انتخابي یا الیکټرل کالجونو له لارې ټاکل کیږي، چې له 50 څخه 48 ایالتونه خپل ټول الیکټرل ووټونه په ایالت کې دننه ګټونکي ته ورکوي.
خو دوه ایالتونه نیبراسکا او مېن د کانګرس ضلعي تګلارې په کارولو سره دوه الیکټرل ووټونه د ایالت ګټونکي ته ځانګړي کوي او بیا د کانګرس په هره ضلع کې د مشهورو یا عامو ووټونو ګټونکي ته یو الیکټرل ووټ ورکوي.
په هر ایالت کې د الیکټرل رایو شمېر د ابادۍ په بنیاد دی، ځکه نو لوی ایالتونه د ټولې امریکې د ووټونو د نتیجو په اړه پرېکړه کولو کې تر ټولو ډېر اغېز لري او د صدارتي ټاکنو د ګټلو لپاره هر امیدوار د انتخابي یا الیکټرل کالج له ټولو 538 رایو څخه 270 رایو ته اړتیا لري.
Forum