لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

MeToo# هېش ټېگ مي ټو: د ښځو سره د جنسي زیاتي د کیسوځای


عایشه گلالۍ د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان خلاف د جنسي ځورونې الزامات لگولي دي
عایشه گلالۍ د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان خلاف د جنسي ځورونې الزامات لگولي دي

د پاکستان په گډون په نړي واله کچه د جنسي زور زیاتي ښکار میرمنې په سوشل میډیا د هېش ټېگ مي ټو MeToo# په نامه خپل احساسات شریکوي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړې عایشه گلالۍ هم د هېش ټیگ مي ټو د لارې په خپل ټویټر لیکلي چې د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان ورته جنسي پیغامونه وراستولي وو او کله چې دغه پیغامونه ښکار شول نو هغه پلویانو ته په هغې د تیزابو شیندلو امر وکړو.

#Me Too هېش ټیگ مي ټو ولې پیل شو؟

په ټیوټر د هیش ټیگ "مي ټو" په نوم بحث امریکنۍ ادا کارې الیسا ملینو د اتوار، یکشنبې، په ورځ پیل کړی و هغې غوښتل چې د ښځو سره جنسي زورونو ته د خلکو پام ورواړوي.

الیسا ملینودا بحث ځکه پیل کړو چې د امریکې د فلمي صنعت مشهور ډایرېکټر هاروي واین سټین خلاف گڼ شمیر میرمنو د جنسي تیري او ځورونې الزامات ولگول. ددغه الزاماتو په سر هغه د "اکیډمي اف موشن پیکچزر ارټس اینډ ساینسز" نومې تنظیم نه ویستل شو. یاده اکیډمي د امریکې د فلمي صنعت لوې تنظیم دی چې غړي یې د فلمونو هدایت کاران او فلم سازان وي.

د الیسا ملینو د "مي ټو" هیش ټیگ په جواب کې د زرگونو په شمیره کې زنانه ؤ په جنسي توگه د ځورول کیدو کیسې شریکې کړي.

عایشه گلالۍ د عمران خان په هکله څه وايي؟

د پاکستان د قبایلي سیمي سره تعلق لرونکي د پاکستان تحریک انصاف گوند په ټیکټ د قامي اسمبلۍ غړي عایشه گلالۍ هم د هیش ټیگ "مي ټو" دلاندې بحث کې برخه اخیستي او خپله کیسه یې شریکه کړي ده.

په خپل ټویټر پیغام کې عایشه گلالۍ لیکلي د تحریک انصاف مشر عمران خان په گوند کې دننه زنانه په جنسي توگه ځورولي دي خو په دې اړه تحقیقاتو ته ځان نه وړاندې کوي.

میرمن گلالۍ د اگست په میاشت کې د عمران خان خلاف د جنسي زیاتي الزامات ولگول.

عمران خان او د هغه گوند د عایشه گلالۍ الزامات ردوي.

د پاکستان ایکسریس ټریبیون ورځپاڼه لیکي چې پاکستان تحریک انصاف د عایشه گلالۍ د قامي اسمبلۍ غړیتوب ختمولو لپاره الیکشن کمیشن ته خواست لیږلی دی. هغه د گونډ په ټیکټ د جنوبي وزیرستان څخه د ښځو په ځانگړي نشست د قامي اسمبلۍ غړې جوړه شوې ده.

امریکايي فلمساز واین سټین پرضد جنسي تورونه

د امریکې فلمي هدایتکار هاروي واین سټین پرضد د جنسي تیرو تور لگونکو کې یوه پخوانۍ هنرمنده لویزیټ گایس هم شامله ده.

لویزیټ گایس د واین سټین سره د یو ملاقات ذکر کوي او وايي د لیدو په وخت یې زړه درځیدو، په اخیره کې يې ترې لاس راخلاص کړو او د دروازې په لورې روانه شوه. هغه وايي واین سټین ورته وویل چې درې فلمونو به ورته ورکړي او د هغې د فلمي کیسې منظوري به ورکړي که چرې هغه یوازې د هغه د خود لزتۍ فعل وگوري.

د واین سټین ترجمان دا خبره رد کړي چې زنانه یې په جنسي توگه ځورولي دي. هغه ویلي واین سټین د رضا بغیر زنانه ؤ سره جنسي تعلق نه دی ساتلی.

میرمن ملیسا واین سټین د "ویمن اینډ هالي وډ" په نوم د بلاگ لیکواله ده او وايي د ډیر وخت راهسې په هالي وډ کې د سړو او په خصوصي توگه د سپین پوستکو سړو اجاره داري ده، خو وس پکار ده چې زنانه ؤ ته هم د واک اختیار درجه ورکړی شي، د هر چا اواز واوریدل شي او پکار ده چې په بیانیه کې د هر چا غږ شامل وي.

او هم دا بیانیه ده چې وس د "مي ټو" په دوو ټکو کې په نړۍ او په انټرنیټ اوریدل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG