لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ميرانشا په مقدمه کې د علي وزير د ضمانت په خواست اورېدنه وځنډول شوه


علي وزير د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی او په کراچۍ کې پرې څلور مقدمې چلېدلي چې په څلورو واړو کې يې عدالتونو ضمانتونه منظور کړي دي
علي وزير د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی او په کراچۍ کې پرې څلور مقدمې چلېدلي چې په څلورو واړو کې يې عدالتونو ضمانتونه منظور کړي دي

د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير پرضد د شمالي وزيرستان په میرانشا کې جوړه مقدمه کې د ضمانت په خواست اورېدنه وشوه او د بلې اورېدنې دپاره پکې د اکتوبر درېمه نېټه وټاکل شوه.

د علي وزیر وکیل شعېب سدوزۍ نن د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [29 ستمبر] وي او اې ډیوه ته وويل، د پېښور هايکورټ د بنو په رجسټرۍ کې د ضمانت په خواست اورېدنه وشوه خو سرکاري وکیل عدالت ته وويل چې د مقدمې تياري یې نه ده کړې ځکه د عدالت نه يې وخت وغوښتو او عدالت بيا د درېم اکتوبر پورې وخت ورکړو.

علي وزير د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی او په کراچۍ کې پرې څلور مقدمې چلېدلي چې په څلورو واړو کې يې عدالتونو ضمانتونه منظور کړي دي.

علي وزير ته په کراچۍ کې په وروستۍ مقدمه کې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد 12نمبر عدالت په 13 ستمبر د ضمانت منظوري ورکړې وه.

هغه وخت چې نوموړی د کراچۍ په جناح کې داخل وو، وروسته يې وکيل قادر خان اېډوکېټ ويلي وو د هغه په وروستۍ مقدمه کې ضمانت منظور شوی خو د ميرانشا په مقدمه کې يې ګرفتاري ښودل شوې ده.

د سږ کال جنورۍ په مياشت کې د سيند صوبايي حکومت د کراچۍ د مرکزي جېل سپرنټنډنټ يا مشر ته ويلي وو، د کال 2020 په یوه قضيه کې د علي وزیر په ضد د شمالي وزیرستان د اډيشنل سيشن جج په عدالت کې د لوډ سپيکر د قانون د سرغړونې لاندې مقدمه روانه ده، هغه دې هلته ولېږل شي او دلته به يې د قضيو اورېدنه د ويډیو لنک د لارې کولی شي خو هغه بيا نه وو بوتلل شوی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي د دوی د معلوماتو ترمخه په علي وزیر پسې د بنو نه پولیس هم راغلي دي خو تراوسه هغه نه دی بوتلل شوی.

شعېب سدوزی وايي، ټرايل کورټ د علي وزیر د ضمانت خواست رد کړی وو ځکه دوی هايکورټ ته د ضمانت دپاره خواست کړی او اوس که هغه په کراچۍ کې په زندان کې وي او که دلته په بنو کې، اورېدنه یې کېدی شي د ضمانت په خواست اورېدنه کې د هغه موجودګي ضروري نه ده.

هغه وویل، دوی هيله لري چې په راتلونکې اورېدنه ضمانت منظور شي.

د میرانشا تاڼې ترمخه د علي وزير پرضد د کال 2020 د نومبر په 15 نېټه دغه مقدمه درج شوې چې پکې 121، 123، 124 A، 404، 506 او 504 مادې لګول شوي دي. د وکيلانو په وېنا دا مادې د بغاوت، رياست او رياستي ادارو د سپکاوي او په ضد يې د خلکو راپارولو په تور کې لګول کيږي.

علي وزير د درملنې دپاره په نهم ستمبر د کراچۍ په جناح روغتون کې داخل کړی شوی او په 26 ستمبر بيا رخصت کړی شوی وو، د پي ټي اېم د کراچۍ مشران وايي اوس يې صحت ښه دی.

د نوموړی پرضد په کراچۍ کې د مقدمو اورېدنې هم روانې دي او د کال 2020 د دسمبر په مقدمه کې چې نوموړی نيول شوی په دغه مقدمه کې د وکيلانو په خبره وروستۍ اورېدنې روانې دي او پرون په 28 ستمبر يې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد 12 نمبر عدالت کې اورېدنه شوې او د ختمي دلايلو اورېدو دپاره پکې په اکتوبر شپږمه نېټه ورکړل شوې ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG