لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې روانو بارانونو سخت زیانونه اړولي، 17 کسان مړه، 23 ژوبل


مرستندویه اداره ریکسیو 1122 وایي په خېبر پښتونخوا صوبه کې د روانو بارانونو له امله 17 کسان مړه شوي اؤ 23 نور ژوبل شوي دي.

د پښتونخوا د مرستندویه دولتي ادارې ریسکیو 1122 ډایریکټر ډاکټر خطیر احمد له لوري د جاري شوي بیان له مخې په مړه شوؤ کسانو کې زیاتره ماشومان دي.

هغه ویلي چې د څو ورځو د پرله پسې بارانونو له امله په پېښور،مردان،ملاکنډ،کوز دیر اؤ باجوړ کې د کچه کورونو اؤ کوټو د کښېناستو یو شمېر پېښې رامنځته شوي دي.

نوموړي دې پېښو کې د مړو شوؤ کسانو شمېره 11 اؤ د ژوبلو شمېره 13 ښودلې خو د ریسکیو 1122 د بیلابیلو سیمو نه د مرکزونو نه مخې ته راغلې شمېرې بیا ښي چې د بارانونو له امله بیلابیلو پېښو کې17 کسان وژل شوي اؤ 23 نور ژوبل دي.

د مرستندویه ادارې مشر ویلي، په یو شمیر سیمو کې د څاروؤ د ودرلو خونې اؤ برنډې هم غورځېدلي چې پکې د خلکو ګڼ شمیر څاروي هم مړه شوي دي.

نوموړي ویلي چې د صوبې بیلابیلو برخو کې دې بارانونو د خلکو کچه کورونو ته هم زیانونه اړولي دي.

هغه ویلي چې د سېلګرۍ مقاماتو کې په واورو کې را ایسار سېلګري هم د مرستندویه ادارې لخوا ژغورل شوي اؤ خوندي سیمو ته ویستل شوي دي.

د ریسکیو 1122 له مخې په کوز دیر کې د یو کور په کوټه خاورین ګټ راخویدلی چې پکې درې کسان وژل شوي اؤ یو تن ژوبل شوی دی.

همدا شان دغه اداره وایي چې د باجوړ په غاښي کنډاؤ ماموند سیمه کې هم د یو کچه کور کوټه ناستې ده چې پکې درې کسان مړه شوي دي.

د یادې ادارې د ملاکنډ مرکز وایي چې په بټ خیله کې د خټکی مقبری تر څنګ د یو کور د کوټې غورځېدو له امله یوه مور اؤ لور مړه شوي اؤ درې تنه نور ژوبل شوي دي.

په اله ډهنډ ډهیرۍ سرو کوټو کې هم د باران له امله د یو کچه کور کوټه راغورځېدلې اؤ د یو کور درې کسان یې لاندې کړي چې یوه مور اؤ لور پکې مړه شوي اؤ بل تن په تشویشناک حالت کې هسپتال ته رسول شوی دی.

په سخاکوټ کې هم د کور کوټه ناستې ده اؤ چې پکې د شیرزمین نومې تن دوه دوه لوڼه مړې شوي اؤ دوه نورې ژوبل شوي دي.

په تخت باني کې بیا د یو کور د کوټې غورځېدو پېښه کې د نهو کالو یوه ماشومه مړه شوې اؤ درې نور ماشومان ژوبل شوي دي.

د بارانونو له امله نورو بیلابیلو پېښو کې هم د شپږو کسانو د ژوبل کېدو اطلاعات مخې ته راغلي دي.

د موسمیاتو محکمه وایي د اوړمې شپې راهسې د صوبی په میداني او غریزو سیمو بغیر د له وقفې بارانونه شورو دي او شمالی سیمه دیر کې 93 ملی میټره تر ټولو زیات باران ریکارډ کړی شوی دی.

همدا شن په کوز دیر کې 83، تخت بهایي کی 80، چترال کې 70،پیښور کې 68 او ملم جبه کې 66 ملي میټره باران شوی.

د موسمیاتو د محکمي د وینا مطابق په کالام او چترال کی تر دوه فوټه پورې واورې شوي او ددې له امله اکثره لرې پرتو سیمو ته غځېدلې لار هم بندې شوي دي.

د موسمیاتو محکمې اټکل کړی چې د اتوار تر ماښامه به د بارانونو دا لړۍ روانه وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG