د پاکستان د بهرنیو چارو وزيره حنا رباني کهر د خپل درې ورځنې سفر په مهال نن د برتانیه د بهرنیو چارو وزیر سره لیدل کتل کوي.
مېرمن کهر په خپل یو بیان کې وئيلي دي پاکستان سيمه کې دامن او ثبات لپاره هڅه کوي.
د برتانيې په اکسفورډ يونيورسټۍ کې پاکستاني ټولنې ته وينا کې خارجه وزيرې وويل برطانيې تل په پاکستان کې دجمهوري حکومتونو ملاتړ کړى او او برتانيې دحالاتو په نظر کې نيولو سره د گڼو هيوادونو امداد بند کړى خو د پاکستان امداد يې نور هم سيوا کړى.
هغې وويل په بلوچستان به امريکا کې بحث په يو صورت کې به هم ونۀ مني او دغه ستونزه یې د پاکستان کورنۍ معامله گرځولې.
مېرمن کهر وويل پاکستان د ترهگرۍ په ضد جگړه کې زياتې قربانۍ ورکړي.
حنا رباني کهر وويل لږه موده وړاندې برطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون اسټريټجک مذاکرات پيل کړي وؤ ددغو مذاکراتو مخ په وړاندې بوتللو لپاره دا برطانيې ته رسيدلې.
نوموړې وويل دجمهوري حکومت دگټورو گامونو په نتيجه کې دپاکستان معيشت دښه والي په لور روان شوى. د خپلې دغه درې ورځني سفر په مهال به هغه دامريکا خارجه وزيرې هيلري کلنټن سره هم ليدنه کوي.