لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هولبروک : دپاکستان او امريکا دښمن او خطر گډ دی


هولبروک : دپاکستان او امريکا دښمن او خطر گډ دی
هولبروک : دپاکستان او امريکا دښمن او خطر گډ دی

د پاکستان او افغانستان لپاره دامريکائي صدر براک اوباما ځانگړي استازي رچرډ هولبروک ویلي دترهگرۍ په ضد جگړه کې امريکا دپاکستان مرسته کوي او ټوله نړۍ دترهگرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان د اولس او پوځ دقربانيو څخه خبر ده او ستائينه يې کوي.

ښاغلې هولبروک چې د جمعې په ورځ د پاکستان په سفر تللې دی د خالي په ورځ دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني سره په اسلام اباد کې ليدنه کړې ده.
په دغه ليدنه کې دترهگرۍ په ضد روانې جگړې، سيمه ييزو او نړيوالو چارو، دکوليشن سپورټ فنډ او کيري لوگر بل له مخې دامريکا لخوا پاکستان ته په ورکړل کيدونکي امداد او په بيلا بيلو څانگو کې همکارۍ ته په ودې ورکولو اوږدې خبرې شوي دي.
رچرډ هولبروک سره په ليدنه کې وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وويل پاکستان دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دلمړي صف دهيواد کردار ادا کوي خو په دغه جگړه کې دمالي ستونزو سره مخ دى.
په دغه موقع ځانگړي استازي رچرډ هولبروک دترهگرۍ په ضد روانه جگړه کې دپاکستان دکردار ستائينه وکړه اووزيراعظم ته يې دکوټلي امداد پاور ورکړو.
وروسته په اسلام اباد کې درچرډ هولبروک سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وويل په دغه ليدنه کې پاکستان او امريکا ته دپيښو ستونزو جاج واخستل شو او امريکا سره دسائنس اؤ ټيکنالوجۍ او معيشت په هکله خبرې شوي دي.
هغه زياته کړه پاکستان دتيرووختونو څخه سبق زده کړى او مونږ ته به اوس دکيري لوگربل څخه اخوا کتل وي.
هغه وويل امريکا سره دانرژۍ او اوبو په معاملو گټورې خبرې شوي دي.
قريشي وويل دامريکا دبهرنيو چارو وزير هيلري کلنټن به په 9 جولا ئي دپاکستان دوه ورځنى سفر کوي.
همدغه رازځانگړي رچرډ هولبروک وويل امريکا به دپاکستان په پوځي او غير پوځي امدادونو کې اضافه کوي.
ځانگړي استازي وويل پاکستان دانرژۍ او اوبو دسختو ستونزو سره مخ دى او په پاکستان کې دانرژۍ دستونزې هوارى دامريکا په لمړيتوبونو کې دى او پاکستان سره داوبو په ستونزه هم خبرې شوي دي.
دهغه وينا وه دواړه ملکونه دگډ دښمن او گډې خطرې سره مخ دي.
هغه وويل نړيوالو منډايانو پورې دپاکستاني مصنوعاتو رسد يوه مهمه ستونزه ده او نړۍ ته وئيل غواړو چې په پاکستان کې دسرمايه کارۍ موقعې موجودې دي.
هغه وويل دپاکستان معاشى پرمختيا لپاره په هره ممکنه همکاري غور کوؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG