لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هانګ کانګ د جمهوريت د شپږو خپلسري جلاوطن فعالانو پاسپورټونه منسوخ کړي.


نتن لا په خپل فيس بک پاڼه ليکلي د حکومت دا ګام غير ضروري و ځکه چې هغه ته په برتانيه کې په کال 2021 کې سياسي پناه ورکړل شوې ده.
نتن لا په خپل فيس بک پاڼه ليکلي د حکومت دا ګام غير ضروري و ځکه چې هغه ته په برتانيه کې په کال 2021 کې سياسي پناه ورکړل شوې ده.


د هانگ کانګ واکمنو د جمهوريت د پاره مبارزه کونکو هغه شپږو فعالانو پاسپورټونه منسوخ کړي چې په برتانيه کې يې خپلسري جلاوطني اختيار کړې ده.

په يو بيان کې چې د شورو، چهارشنبې په ورځ خور کړل شوی دا کسان د نتن لا، کرېسټوفر منګ سيوټيټ، سايمن چېنګ، جوني فوک کاچي او ټوني چويي مينګ په نوم پېژندل شوي او ورته قانون نه منونکي مجرمان ويل شوي چې په برتانيه کې پټ دي.

په بيان کې ويلي شوي “دا شپږ تنه په ډاګه داسې هلې ځلې کوي چې ملي امنيت په خطر کې اچوي او داسې ويناګانې کوي چې هانګ کانګ ته کنځلې دي”.

حکومت خلک خبرداره کړي چې که چا هم د دې تنانو سره مالي ورکړه راکړه وکړل، جايدادونه يې په کرايه ورکړل لا يې ورسره ګډ کاروبار وکړو نو اوه کاله جيل به ورته ورکول کېدلی شي.

نتن لا په خپل فيس بک پاڼه ليکلي د حکومت دا ګام غير ضروري و ځکه چې هغه ته په برتانيه کې په کال 2021 کې سياسي پناه ورکړل شوې ده.

دا پاسپورټونه د ملي امنيت د هغه قانون ترمخه منسوخ شوي چې د ښار مقننه د هانګ کانګ د بنيادي قانون د 23 مادې لاندې په مارچ کې منظور کړی. دا يو وړوکی ايين دی چې په کال 1997 کې عملي شوی کله چې دا ښار برتانيه چين ته بيرته ورکړی و.

نوی قانون د غدارۍ، بغاوت، جاسوسۍ، د رياست د رازونو غلا کولو، خارجي لاس وهنې او اثر انداز کېدو، وراني کولو او د کمپيوټرو او نورو اېلېکټرانېک نظامونو د استعمال په اړه دی چې ملي امنيت په خطر کې اچوي.

د 23 مادې قانون د چين په دې ساحلي ښار څلور کاله وړاندې د لګولو هغه محدوديتونو نه وړاندې ځي چې په ضد يې يو کال وړاندې جمهوريت پلوه غټې ولسي مظاهرې شوې وې او ښار يې جړقولی و.

دې قانون هر هغه څوک سزا کړي چې ګڼل کېده په هانګ کانګ کې يې ترهګري کوله، بېلتون پاله وو، د رياست اختيار يې نه منلو او لا يې د خارجي قوتونو سره ساز باز و.

د دې قانون د پلي کېدو وروستو په سلګونو جمهوريت پلوه تنان نيول شوي، مقدمې پرې شوي او جيل ته لېږل شوي او دا ښار چې په تېر کې د ژوند ډک و تړل شوی دی.

هانګ کانګ د ديارلسو جمهوريت پلوه تنانو په اړه معلومات او نيولو په سر د 128,000 ډالرو انعام ايښودی چې دغه ياد شپږ کسان هم پکې دي.

په خبر کې ځينې معلومات د ای پي، رايټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخستل شوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG