لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېچ ار ډبلیو: د افغان خبریالانو دپاره د کابل نه بهر وضعیت ډیر خراب لیدل کېږی


د اېچ ار ډبلیو ريپورټ وايي کابل نه بهر د خبریالانو وضعیت د پلازمینې دننه په ځانګړې توګه د ښځو په پرتله ډیر خراب ښکاري
د اېچ ار ډبلیو ريپورټ وايي کابل نه بهر د خبریالانو وضعیت د پلازمینې دننه په ځانګړې توګه د ښځو په پرتله ډیر خراب ښکاري

د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ په خپل وروستي ریپورټ کې ویلي طالب چارواکو په ولسوالیو او ولایتونو کې د افغان رسنیو پر وړاندې پراخ سانسور او تاوتریخوالی ترسره کړی چې په افغانستان کې یې د انتقادي راپور ورکولو بهیر خورا محدود کړی دی.

د اېچ ار ډبلیو ريپورټ وايي د کابل نه بهر د خبریالانو وضعیت د پلازمینې دننه په ځانګړې توګه د ښځو په پرتله ډیر خراب ښکاري.

راپور زیاتوي چې په ولایتونو کې خبریالانو د طالبانو د غړو او د هغوی د هغو همکارانو چې د خبرونو د خپرولو هڅه یې کوله، ګواښل، بندی کول او وهل ټکول یې بیان کړي دي.

ډیری ژورنالیستان مجبور دي چې ځان سانسور کړي او یوازې د طالبانو بیانونه او رسمي پیښې راپور کړي. ښځینه خبریالانې تر ټولو سخت جبر سره مخ دي.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲ مه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټۍ یوې غونډې ته وویل چې خبریالان باید د خبر تر خپریدو مخکې ملي ګټې، اسلامي ارزښتونه او ملي یووالی په پام کې ونیسي.

هغه وويل، چې د رسنيو د ستونزو د هواري لپاره به يو نوى کمېسيون جوړ کړي او چارواکي به د پخواني حکومت د رسنيو قانون پلي کړي. هغه دغه راز له جزئياتو پرته وويل، چې ښځې کولاى شي د اسلامي او ملي اصولو په رعايتولو سره په ازاده توګه په رسنيو کې کار وکړي.

په افغانستان کې خبريالان وايي چې طالبان د افغانستان د رسنيو له قانون او د بيان د ازادۍ او رسنيو په برخه کې د بشري حقونو له نړيوالو معيارونو څخه په سرغړونې سره د دوي کارونه په جدي توګه محدودوي.

اداره وايي د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په ټول افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا یې مسلک پریښی دی او سلګونه رسنۍ تړل شوې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۷ ولایتونو کې له ۲۴ خبریالانو او نورو رسنیو کارکونکو سره خبرې کړي چې له کابله بهر یې د حالاتو په اړه معلومات ترلاسه کړي. دغو ولايتونو کې خبريالان وايي، طالبان په فعاله توګه د دوی خپرونې څاري او مجبوروي یې چې د خپلو راپورونو منځپانګه له خپرېدو مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ له رياست سره شريکه کړي. ډیری خبریالانو ویلي چې د طالبانو استخباراتي چارواکي په منظم ډول د رسنیو له موسسو سره لیده کاته کوي ترڅو هغوی ته ووایي چې څه خپروي او خبرداری ورکوي چې د طالبانو له تګلارو سره په ټکر کې نه وي او یا د طالبانو د چارواکو د تاوتریخوالي په اړه راپور ور نه کړي.

همدا راز ډیری خبریالانو چې ورسره مرکې شوي ویلي چې طالب چارواکو دوی یا د دوي همکاران ځورولي، وهلي او یا یې بندیان کړي او ځیني وختونه یې په ساعتونو یا ورځو له ځانه سره ساتلي.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، رسنۍ شمول د تفریحي پروګرامونو په ګډون د ډیری نورو پروګرامونو له خپرولو منع کړی شوي. همداراز رسنۍ نشي کولی د یو لړ موضوعاتو په اړه راپور ورکړي لکه د اپیمو یا تاریاک د تولید، د اردو او پولیسو کړنو، لاریونونو، او نور هغه څه چې د طالبانو چارواکي یې خورا مهم ګڼي.

حتی هغه راپورونه چې د طالبانو له واک څخه مخکې خپاره شوي وو د څیړنې لاندې دي. په کندهار کې د رسنیو مسوولینو ویلي، چې دوی له خپلې وېبپاڼې څخه د اپیمو په اړه یو راپور لرې کړی دی.


  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG