لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هیومن رایټس واچ: په ٢٠١٨ کې خلک د امرانه حکومتونو خلاف راپورته شول


د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو وروسته، جرمني، ډنمارک او فنلینډ سعودي عرب ته د وسلې خرڅون بند کړو. د جمال خاشقجي په قتل کې د سعودي حکومت لوړ رتبه مامورین ککړ گڼل کیږي
د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو وروسته، جرمني، ډنمارک او فنلینډ سعودي عرب ته د وسلې خرڅون بند کړو. د جمال خاشقجي په قتل کې د سعودي حکومت لوړ رتبه مامورین ککړ گڼل کیږي

د انساني حقونو نړیواله اداره هیومن رایټس واچ وايي په ٢٠١٨ کې د نړۍ په گوټ گوټ کې ولسونو د امریتونو او زورونکو حکومتونو خلاف راپاسېدل چې پکې نه یوازې د غربي نړۍ جمهوریتونه بلکې هغه هېوادونه هم شامل دي چرته چې په روایتي توگه امرانو حکومتونه کړې دي.

په خپل کیلز رپورټ کې هیومن رایټس واچ د سعودي عرب، شام، چین میانمار، یمن او په براعظم افریقا کې د سوډان د حالاتو ذکر کړی دی.

په سوډان کې د زیارت، چهارشنبې، په ورځ په سرښار خرطوم کې په زرگونو خلکو د صدر عمرالبشیر خلاف مظاهره وکړه او د هغه د استعفا غوښتنه یې وکړه. عمرالبشیر په کال نونسوه یوکم نوي کې د یو بغاوت یا د کودتا په نتیجه کې واک ترلاسه کړې دی او د هغه وخت راهسې د یو امر په رنگ حکومت کوي.

د هیومن رایټس واچ کنېت رات وايي په امریت کې د انساني حقونو خلاف ورزي ډیره کیږي ځکه چې امر واکداران په اقتدار کې د پاتي کېدو او پلویانو ته د مراعاتو ورکولو دپاره د بډو رشوتونو نه کار.

هیومن رایټس واچ وايي په ملیشیا او مالدیپ کې ووټرانو کرپټ حکومتونه لرې کړل او په ارمینیا کې د بډو رشوتونو خلاف د ولسي پاڅون په نتیجه کې د هېواد وزیراعظم استعفا ورکړه. په ایتوپیا کې د ولس د زور واکۍ حکومت لرې کړو او داسې وزیراعظم یې منتخب کړو چې د اصلاحات لوظ یې کړی دی.

په مغربي جموریتونو کې په امرانه ډول حکومت کول مشکل کار دی خو لکه د مهاجرت په رنگ ځینو نړیوالو مسلو د داسې قسمه حکومتونو په مقبولیت کې اضافه کړې ده، مثال یې په یورپ کې هنگري او پولېنډ ورکړی کیدی شي. په دواړو هېوادونو کې خلک وايي په بنیادي ازادیو حملې شوې دي. هېومن رایټس واچ وايي په امریکا کې ووټرانو د صدر ډانلډ ټرمپ د ویرې راپارولو تگلاره رد کړې ده.

د هیومن رایټس واچ کنېت رات وايي د امریکې په مډټرم یا د منځنۍ مودې په انتخاباتو کې ووټرانو د صدر ټرمپ نفاق راپارونکې پالیسۍ رد کړې.

د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو وروسته، جرمني، ډنمارک او فنلینډ سعودي عرب ته د وسلې خرڅون بند کړو. د جمال خاشقجي په قتل کې د سعودي حکومت لوړ رتبه مامورین ککړ گڼل کیږي.

خو د انساني حقونو په لړ کې ټول خبرونه د اطمینان وړ نه دي.

هیومن رایټس واچ وايي په چین کې د ویغور مسلمانانو د حقونو خلاف ورزۍ نورې هم زیاتې شوې دي او یو میلین ویغور د بیا تعلیم په نوم نیول شوې دي.

د هیومن رایټس کنیت رات وايي که چېرې بل کوم هېواد داسې کولی نو په پراخه کچه به یې غندنه کېده خو د چین د اقتصادي اثر له امله ورته څوک څه نه وايي.

هیومن رایټس واچ وايي په شام، یمن، میانمار او منځني د ختیځ په نورو هیوادونو کې د جنگونو له امله امرانه حکومتونه په پراخه کچه د خلکو د شهري حقونو خلاف ورزۍ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG