لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د ۱۰۰و نه زيات پخواني افغان پوځيان او پوليس وژلي دي


د بشري حقونو د څآر اداره وايي طالبانو د اولسي بخښنې يا معافۍ پرته د سلو نه زيات پوليس او د استخباراتي ادارو کاروکونکي وژلي او يا يې په زروه بېدرکه کړي‌ دي.‌

په نیويارک کې مېشت د بشری حقونو د څآر ادارې تازه رپوټ خپور کړی چې پکې ويلي د اګست په ۱۵مه د افغانستان واک اخستلو وروسته طالبانو په نزدې څلورو ولايتونو کې د سلو نه زيات د امنيتي ادارو پخواني چارواکي ورک کړي‌ د ي.

د ۲۵ مخونو دغه رپوټ چې نوم يې دی، "معافي ستاسو د پاره نه ده، د طالبانو د واک لاندې په افغانستان کې سزا ګانې او بې درکه کول"،پکې د ۴۷ ملي اردو ځواکونو، پوليسو، استخباراتي ځواکونو او ملېشا عسکرو وژل او ورکول نوشته کړل شوي دي. د رپوټ تر مخه دغه چارواکي طالبانو ته تسليم شوي وو يا طالبانو نيولي وو.

طالبانو د بشري حقونو تنظیم لخوا ورکړل شوي رپوټ ته لا ځواب نه دی ویلی. خو داسې ډول نور رپوټونه او ادعاوې یې اکثره رد کړي دي.د بشري حقونو د څآرتنظيم په غزني، هلمند، کندهار او هلمند کې د ۱۰۰ نه د زياتو کسانو د وژل کېدلو په اړه کره معلومات راټول کړي دي.

د اېشيا د پاره د بشري حقونو د څآرد تنظيم ډاېرېکټرې پېټريشا ګوزمن ويلي،"د طالبانو د مشرتابه لخوا د عامې معافۍ اعلان ځايي کمانډران د پخواني افغان امنيتي عسکرو د وژلو او ورکولو، نه دي ودرولي. نوموړې وايي: " ‌د دې تشدد ذمه واري په طالبانو راځي او هغوي ته پکار ده چې د امنيتي عسکرو په وژنه او ورکولو کې ککړ ځايي‌ کمانډران سزا کړي او د وژل شوي کسانو کورنيو سره مرستې اوکړي."

د بشري حقونو د څآر تنظيم د افغانستان په څلورو ولايتونو کې د څلوېښتو کسانو نه په دې اړه نېغ په نېغه پوښتنې کړي او د ۲۷سره يې په ټېلي فون مرکې کړي چې پکې عېني شاهدان، د وژل شو کسانو خپلوان، دوستان ، د پخواني حکومت چارواکي، خبريالان او طالبان هم شامل دي. يو طالب چارواکي ويلي په دغه تشدد کې ککړ کسانو ته به ضرور سزا ورکړل کېږي.

د طالبانو مشرانو تسليم شوي افغان عسکرو ته امر کړی چې د خپلې دفاع په خاطر دې ځآنونه د طالبانو سره رجسټر کړي، خو رپوټ وايي‌ ځايي طالب کمانډرانو د دغې عمل په وخت يو شمېر پخواني افغان عسکر او پوليس يا خو وژلي او يا يې په زوره ورک کړي دي.

د بشري حقونو د څآرتنظيم پخپل تازه رپوټ کې زیاتوي، طالبانو د پخواني حکومت د عسکرو د نوکرۍ رېکارډ هم ترلاسه کړی او د هغې نه يې د افغان پوځ او پوليسو معلومات ترلاسه کړي دي.

په رپوټ کې د کندهار د استخباراتي ادارې اېن ډي اېس يو کارکونکې باز محمد مثال ورکړل شوی چې څنګه د ستمبر په آخيري‌ ورځو کې طالبانو هغه د خپل کور نه نيولی وو او بيا يې خپلوانو مړی موندلی. په رپوټ کې ويل شوي چې طالبانو د شپې په وخت د پخواني حکومتي‌ چارواکو په کورنو چاپې وهلي او هغوي يې وژلي يا ورک کړي دي.

د کندهار يو اوسيدونکي د بشري حقونو د څآرتنظيم ته ويلي: " د طالبانو لټون بوګنونکی وي او په دې بهانه د پخواني امنيتي عسکرو په کورونو چاپې وهي چې ګنې هغوي نه وسله اخلي او چې کوم خلک ورک دي هغوي د شپې نيول شوي وو، چې کورنۍ يې تپوس هم نه شي کولی"

Women Protest in Kabul
Women Protest in Kabul

په دوي کې ډېر د خپلو خپلوانو لخوا طالبانو ته ښوول شوي چې ورته دهړکې ورکړل شوې وې. په دوي کې يو مثال د هلمند د پوځ د پخواني صوبايي مشر عبدالرازق هم دی چې په هلمند کې د طالبانو د استخباراتي ‌دفتر لخوا نيول شوی خو د مړ ژوندي هېڅ پته يې نه لږي.

د طالبانو دې عمل پخواني حکومتي چارواکي ويرولي دي.

طالبانو په ننګرهار ولايت کې هغه افغانان په هدف کړي دي چې د داعش خراسان ډلې سره په مرستو تورن وو.‌ ملګري ملتونه وايي‌ طالبان د عدالت نه پرته سزا ګانې ورکوي او خلک وژني خو وايي‌ زياتره سزاګانې په فرقه ايزه يا د قبيلې په بنياد ورکړل شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG