په نیویارک کې مېشته د انساني حقونو نړیوال تنظیم هیومن رایټس واچ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اسرایل د جېنوسایډ یا د نسل وژنې الزام ولګولو او ويې وېل اسرایل قصداً فلسطینیان د اوبو د مناسب مقدار نه محرومه کړي او ممکنه ده چې په سبب يې په زرګونو کسان مړه شوي هم وي.
اېچ ار ډبلیو په دې اړه په خپله وېب پاڼه د ۱۷۹ صفحو یو رپورټ شایع کړی چې وايي تېر کال د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو راهسې اسرایلي چارواکو غزه ته د اوبو رسد اول قطع کړو او بیا يې پې قدغنونه ولګول، بجلي او خشاک قطع کړی شو او بیا پې قدغنونه ولګول شوو. د رپورټ ترمخه د اسرایلي ګامونو په نتیجه کې په غزه کې د صفايي سهولتونه بې کاره شول.
په رپورټ کې دا هم وېل شوي چې اسرایل قصداً د اوبو او د صفايي سهولتونه تباه کړل او یا يې ورته نقصان ورورسوولو او غزه ته يې د اوبو د رسد مخه ونیوله.
د اېچ ار ډبلیو اېګزېکېټیو ډرېکټرې تېرانا حسن په یو بیان کې په اسرایل الزام ولګولو چې د یو کال نه زیات وخت پورې يې فلسطینیان د انساني ژوند دپاره د انتهايي ضروري عنصر نه محرومه کړي دي.
حسن وویل دا غفلت نه دی بلکې د محرومه ساتلو تګلاره ده چې په سبب یې د اوبو د کمي او د بیماریانو نه په زرګونو خلک مړه شوي دي. حسن د اسرایل مبینه ګام د انسانیت خلاف جرم او نسل وژنه وبلله.
اسرایل دغه الزامات ردکړل او د فلسطیني علاقو دپاره د اسرایل د حکومت د هلوځلو د رابطه کارۍ ادارې د اېچ ار ډبلیو څرګندونې د بدنامولو دعوه او سخت دروغ وبلل.
د اسرایل سي او جي ای ټي نومې ادارې وویل غزه ته د پاپونو د دریو کرښو دلارې په مېلنونو ليتر اوبه ورکول کېږي او د اوبو د سلګونو په شمېره سهولتونه چې حماس تباه کړي وو اسرایل مرمت کړي دي.
اسرایلي ادارې په خپل بیان کې وویل د نړیوال قانون سره سم فعالیت کوي او د دې برعکس خبره کول دهوکه ده.
د اېچ ار ډبلیو د بیان او د اسرایل د جواب نه مخکې امدادي کارکوونکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل تېره شپه په غزه کې د اسرایل په حمله لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي.
د اسرایل د تازه حملو خبر په داسې حال کې ورکړی شوی چې د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل امید کوي چې په غزه کې د جنګ بندۍ په اړه معاهده به وشي.
بلېنکن حماس د معاهدې په لاره کې لوی خنډ وبللو او ويې وېل د حماس مشران په دې خبر دې حزب الله او ایران يې اوس کومک ته نه شي راتللی.
د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر وېلیم برنز د شورو، چهارشبې، په غزه کې د اوربند په اړه خبرو اترو دپاره قطر ته ورسېدو. امریکا، د قطر او مصر سره د تېرو څو میاشتو راهسې د امن دپاره کوښښونه کوي.
د ملګرو ملتونو دپاره د اسرایل سفیر ډېني ډېنن د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو سره خبرو کې د ډزبندۍ په اړه د امید اظهار وکړو خو هغه خبرداری وکړو چې په تېرو وختونو کې به حماس په اخیري پړاو نوي مطالبې وکړې چې له امله به څه معاهده ونشوه.
د اسرایل او د حماس جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د جنګ نه شروع شوی دی. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر د ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو چې ځینې راخلاص کړی شوي هم دي خو ځینې لا د حماس په
ولکه کې دي.
د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی. د غزه د صحت چارواکي وايي جنګ دلاسه د ۴۵۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره يې ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.
امریکې، برطانيي، یورپین یونین او ځینو نورو ملکونو حماس او حزب الله ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي، روېټرز او د وي او ای خبریالې مارګرېټ بېشیر د رپورټ نه اخیستل شوي دي
Forum