لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو فعالان: په غیر دولتي موسساتو کې د ښځو په کار د طالبانو بندیز به د مېرمنو معاشي مشکلات زیات کړي


د بشري حقونو فعالان وايي چې د طالب چاواکو له خوا په غېر دولتي ادارو کې د مېرمنو په کار بندېز او په ترڅ کې د دغو موسساتو فعاليتونو درول به نه يوازې هغه کورنۍ سختې اغېزمنې کړي چې يوازې مېرمنو يې معاش په دغو ادارو کې ګټلو بلکې د هېوادوالو په مجوعي ژوند به هم منفي تاثير وکړي
د بشري حقونو فعالان وايي چې د طالب چاواکو له خوا په غېر دولتي ادارو کې د مېرمنو په کار بندېز او په ترڅ کې د دغو موسساتو فعاليتونو درول به نه يوازې هغه کورنۍ سختې اغېزمنې کړي چې يوازې مېرمنو يې معاش په دغو ادارو کې ګټلو بلکې د هېوادوالو په مجوعي ژوند به هم منفي تاثير وکړي

د امريکايي مطبوعاتي ادارې اېسو سيټېډ پريس د يو خبر ترمخه په افغستان کې څلورو نړيوالو مرسته کوونکو ادارو د اتوار، يکشنبې، په ورځ خپل فعاليتونه وروسته له هغې وځنډول چې په هېواد واکمنو طالبانو په غېر دولتي ادارو يا اين جي اوز کې د ښځو پر کار بندېز ولګولو۔

د بشري حقونو فعالان وايي چې د طالب چاواکو له خوا په غېر دولتي ادارو کې د مېرمنو په کار بندېز او په ترڅ کې د دغو موسساتو فعاليتونو درول به نه يوازې هغه کورنۍ سختې اغېزمنې کړي چې يوازې مېرمنو يې معاش په دغو ادارو کې ګټلو بلکې د هېوادوالو په مجوعي ژوند به هم منفي تاثير وکړي۔

د ماشومانو د ساتنې نړيوالې موسسې سېو دي چلډرن، د ژوغورنې نړيوالې کمېټې، د ناروې د کډوالو شورا او د پاملرنې يا کېئر غېر دولتي ادارې ويلي دوی نه شي کولې چې په موثره توګه په افغانستان کې د ضرورتمندو ماشومانو، مېرمنو او نارينه وو ته د دوی په کاري ځواک کې د مېرمنو پرته لاسرسې وومومي۔

په دې اړه د بشري حقونو افغان فعال برهان الدين سيرت وي او ای ډيوه ته وايي په داسې حال کې چې هېواد د اقتصادي بحران سره مخ دی، د غېر دولتي ادارو فعاليتونو تړل کېدو سره به د ولس ستونزې نورې هم سېوا شي۔

ډيوه سره خبرو پرمهال د نوموړي وېنا وه: " د دې فعاليتونو په موجوديت کې بيا هم په افغانستان کې اقتصادي ننګونې دي او شاوخوا 24 ميليونه چې د افغانستان د نيم نفوس نه ډېره برخه جوړه وي دا د لوږې سره مخ دي"

هغه وايي که چرته دغه موسسات چې کاربندېز يې اعلان کړی، دوی خپل کاربندېز ته دوام ورکړي او د دې ترڅنګ نور موسسات دې ته اړ شې چې خپلې برنامې په افغانستان کې کې وتړي نو ډېرې بدې پايلې به له ځان سره ولري۔

ښاغلي سيرت اندېښنه څرګنده کړه او وويل چې: "دې سره به زمونږه ورځ نوره هم بدتره شي او بيا به داسې حالت وي چې حيڅ لاره به نه لرو چې مونږه د دې مشکلاتو نه څنګه بهر شو"

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو له خوا د جينکو پرمخ د پوهنتونو د دروازو د تړل کېدو وروسته طالبانو د خالي په ورځ په دغه هېواد کې په ښځو باندي د غير سرکاري موسسو سره په کار کولو هم بندېز ولګولو۔ طالبان وايي په بهرنیو امدادي ادارو کې کارکوونکو افغانو ښځو، ګني د اسلامي حجاب خیال نه ساتلو۔

د دغو نورو ادارو ترڅنګ د ژغورنې نړيوالې کمېټې په داسې حال کې خپل فعاليت ځنډولې چې د افغانستان بشري وضعيت ناروين ته رسېدلې دی۔

کمېټي په افغانستان کې د کال 1988 راهسې فعاليت کوي او د 3000 ښځينه کارمندانو په شمول په مجموعي توګه 8000 کارکونکي لري۔

په افغانستان کې د يوې غير دولتي ادارې سره کارکوونکې عايشه احمدزې وي او ای ډيوه ته وايي په يو شمېر دولتي ادارو کې د مېرمنو په کار بندېز لګېدو وروسته غېر دولتي ادارې يوازني لاره وه چې مېرمنو پکې د کورنيو لپاره معاش ګټلو۔

هغه وايي د طالبانو دې پرېکړې په نتيجه کې به زياتره مېرمنې خېرات غونډلو او په شاقه کارونو کولو مجبوره شي۔

نوموړې ډيوه سره خبرو په وخت دا هم وويل: " خاص کر هغه مېرمنې چې په کور کې کوم نارينه نه لري او دوی د کور لپاره ګټه کوي، اوس ښځې مجبوره دي چې يا سوال وکړي يا په سړک خېرات راټول کړي يا سبزي خرڅه کړي ځکه چې ډېرې مېرمنې څوک نه لري او د کورنۍ غړي يي په جنګونو او تېرو جګړو کې د لاسه ورکړي دي نو دا خپله ډېر منفي تاثيرات لري د دوی په ژوند باندې، دغه پرېکړا ډيره خېرانوونکې او نه انصاف لرونکې بولو"

افغانستان کې د طالبانو له خوا په مېرمنو د پوهنتونو د زدکړو او بیا د غېر دولتي‌ادارو سره په کار کولو د بندیز پرضد د افغانستان په داخل او په نړيواله کچه سختې نیوکې روانې دي او غوښتنه ترې کيږي چې‌ دغو پرېکړو ته بیا کتنه وکړي خو طالبانو دې پرېکړو ته د بیا کتنې کومه خبره نه ده منلې۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG