لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سري لنکا کې د ګرځبندیز باوجود د حکومت په ضد احتجاجونه شوي دي


د سري لنکا وزیراعظم ماهېندا راجاپکسی د ګل، دوشنبې، په ورځ د خپلې چوکۍ نه په داسې حال کې استعفا ورکړه چې د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د هغه د پلویانو او مخالفینو په جګړه کې لږ تر لږه درې کسان مړه شول او د 150 نه زیات زخمیان شول
د سري لنکا وزیراعظم ماهېندا راجاپکسی د ګل، دوشنبې، په ورځ د خپلې چوکۍ نه په داسې حال کې استعفا ورکړه چې د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د هغه د پلویانو او مخالفینو په جګړه کې لږ تر لږه درې کسان مړه شول او د 150 نه زیات زخمیان شول

د هېواد د وزیراعظم مستعفي کېدو نه یوه ورځ وروسته په سري لنکا کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د ګرځبندیز باوجود په سلګونو کسانو د حکومت په ضد مظاهرې وکړې.

د سري لنکا وزیراعظم ماهېندا راجاپکسی د ګل، دوشنبې، په ورځ د خپلې چوکۍ نه په داسې حال کې استعفا ورکړه چې د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د هغه د پلویانو او مخالفینو په جګړه کې لږ تر لږه درې کسان مړه شول او د 150 نه زیات زخمیان شول.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د نهې، سه شنبې، په ورځ احتجاج کوونکي دې سري لنکا سرښار کولمبو کې د صدر ګوتابیا راجاپکسی د دفتر مخې ته جمع شوي وو او غوښتنه یې کوله چې صدر دې د خپل ورور په شان مستعفي شي.

د رپورټ ترمخه د تېرو څو هفتو راهسې د صدر د دفتر مخې ته په زرګونو کسان مظاهرې کوي خو د ګرځبندیز او د سختو امنیتي اقداماتو له امله د نهې، سه شنبې، په ورځ د مظاهره چیانو شمېره سلګونو کسانو ته راکمه شوي وه.

د ای پي رپورټ وايي مخالفین د سري لنکا صدر ګوتابیا راجاپکسی او د هغه ورور مستعفي وزیراعظم ماهېندا راجاپکسی د هېواد د اقتصادي مسلو ذمه وار بولي. د حکومتي اعلان ترمخه د وزیراعظم استعفا په رسمي ډول ومنل شوه. د نهې، سه شنبې، په ورځ مظاهره چیانو د صدر د استعفا غوښتنه هم کوله.

په سري لنکا کې د ورستي صورتحال په اړه خپل رپورټ کې ای پي وایي د جنوبي اېشیا په دې ملک کې د یوې میاشت نه زیات وخت راهسې سیاسي تاوتریخوالی دوام لري او د حکومت په ضد احتجاجونه د ښارونو نه کليوالو سیمه ته غځېدلي دي.

رپورټ وايي په احتجاجونو کې د هر قوم او مذهب خلک شرکت کوي او د وزیراعظم پلویانو هم پکې ګډون کړی او د هغه او د صدر د استعفاګانو غوښتنې یې کړي دي.

ای پي د څېړوونکو له قوله وايي چې سري لنکا کې احتجاجونه په داسې حال کېږي چې ملک د اقتصادي بحران ښکار شوی دی، د پېیو (شودو) په شان د بنیادي ضرورت شیانو واردات یا درامدات کم شوي دي، د خوراکي شیانو کمی لیدل کېږي او د تېلو بېعې لوړې شوي دي. ای پي وايي د بنیادي ضرورت شیان اخیستلو دپاره خلک په ګنټو په قطارونو کې ودرېږي او ډاکټران خبرداری کوي چې هسپتالونه د دوایانو قلت سره مخامخ کېدلی شي.

د اقتصادي کړکېچ له امله ای پي وايي د سري لنکا حکومت د اووه بېلین ډالرو غېر ملکي قرض ادایګي هم نه ده کړې. ای پي وایي وزیراعظم راجاپکسی به په شروع کې د سري لنکا د اقتصادي مسلو ذمه واري په کرونا وبا او په اوکراین د روس په یرغل او تېلو په بېعو کې په زیاتوالي پورې کوله خو چې ولس یې مطمین نه کړی شو نو بیا یې ځینې غلطۍ ومنلې او ویې وېل پکار وه چې د نړیوالې مالیاتي ادارې ای اېم اېف نه یې زر د قرض اخیستلو ګام پورته کړی وی.

رپورټ وايي د سري لنکا حکومت د مارچ په میاشت کې د ای اېم اېف سره مذاکرات شروع کړي دي خو قرض ترلاسه کولو کې به لږ تر لږه شپږ میاشتې لګي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG