لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لوېدیځه غاړه کې د ورک اسرایلي ځوان مړی موندل شوی، د تشدد په پېښو کې یو تن وژل شوی لسګونه ټپیان


په یوه ورک شوي اسرایلي ځوان پسې د شنبې- خالي په ورځ په نیول شوې لوېدیځه غاړه کې یو ځل بیا د پلټنې عملیات پیل شوي وو او د اسرایل پوځ وایي نن یې د هغه مړی موندلی دی. 14 کلن بنیامین اچیمیر د جمعې په ورځ سهار وختي د رملا ښار ته نیژدې له ملاچي هشالوم سیمې څخه ورک شوی وو.

د اسرایلي او فلسطیني سرچینو په وینا د پلټنې د. عملیاتو په مهال د فلسطین په کلیو کې د ابادکارو په بریدونو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

په بله فلسطیني خاوره غزه کې لا دمخه د اسرایل او حماس د جګړې له کبله شخړه لوړې کچې ته رسېدلې ده، خو بل لور ته اسرایلي امنیتي ځواکونو او په سلګونو رضاکارانو د دې ورک اسرایلي ځوان د موندلو لپاره لټون پیل کړی دی.

د اې ایف پي د یوه خبریال په وینا تشدد د جمعې په ماسپښین هغه مهال پیل شو کله چې یهودي ابادکارو- چې د تلاشۍ برخه وو- پر المغایر کلي برید وکړ چې د مالاچي هشالوم په لوېدیځ کې دی.

د اې ایف پي خبريالانو ليدلي چې ابادکارو ډزې وکړې او په کلي کې يې ګڼ شمېر کورونه او موټر وسوځول، خو وایي د سیمې اوسېدونکو په ډبرو جواب ورکاوه.

د سیمې مېر یا ښاروال امین ابو العلیه وایي "ابادکارو د ورک شوي اسرایلي هلک د لټون په بهانه پر ښار برید وکړ،" هغه زیاته کړه چې وروسته "د دوی د ملاتړ لپاره پوځ هم راغی."

امین ابو العلیه وایي د یو جومات اذان کوونکي د کلي له اوسېدونکو وغوښتل چې په کورونو کې پاته شي خو وایي پر دې باوجود هم په وسلو او کاڼو سمبالو ابادکارو د فلسطینیانو پر کلیو برید پیل کړ.

د المغایر د سیمې اوسېدونکی عرفات ابو علیا اې ایف پي ته ویلي، اسرایلي پوځ خلکو ته ویلي چې د خپل کلي په څنډو کې سره را غونډ شي. ابو علیا وایي "تر لسو زیات کورونه او 50 موټر سوځول شوي دي."

د فلسطین د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ وویل چې د تشدد په پېښو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او 25 نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین سرکاري خبري ایجنسۍ تېره شپه خبر ورکړ چې د رملا ښار ته څیرمه په ابوفلاح کلي کې د ابادکارو په یوه بل برید کې پینځه فلسطینیان ټپیان شوي دي.

د ژغورنې د هڅو غوښتنه

په فلسطین کې د بشري حقونو د حالت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې رپورټرې فرانسیسکا البانی له ملګرو ملتونو په لوېدیځه غاړه کې د ژغورنې د هڅو غوښتنه کړې خو وایي اسرایلي پوځ د دې کار لپاره لیوالتیا یا توان نه لري:

"په نیول شوې فلسطیني خاوره کې دې د حفاظتي موجودګۍ د پر ځای کولو اجازه ورکړي، چې له څرګند واک سره د ملکي وګړو خلاف د بریدونو مخه ونیسي."

فلسطیني سیاستوال مصطفی برغوتي پر خپل ایکس په یو پوسټ کې د رملا د المغایر کلي د شورا د مشر په حواله لیکلي، چې 1,500 "غیرقانوني مېشتو ابادکارو" یې پر کلي برید کړی او شاوخوا پینځوس کورونو، ودانیو او موټرو ته یې اور اچولی دی.

لوېدیځه غاړه، چې اسرایلو له 1967م کال راهیسې نیولې ده، د تېر کال له پیل راهیسې په پکې د تشدد پېښې زیاتې شوې دي او د تېر کال د اکتوبر په اوومه د اسرایل او حماس د جګړې له پیلېدو وروسته یې نور زور اخیستی دی.

د فلسطیني چارواکو د رسمي شمېرو له مخې په غزه کې د جګړې له پیلېدو راهیسې لږ تر لږه 462 فلسطینیان په لویدیځه غاړه کې د اسرایلي پوځ یا ابادکارو په بریدونو کې وژل شوي دي.

له الحاق یا پیوند شوي ختیځ یروشلم پرته، لوېدیځه غاړه د شاوخوا 490,000 اسرایلي ابادکارانو د اوسېدو ځای دی او دوی په داسې ټولنو کې ژوند کوي چې د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني ګڼل کیږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG