د امریکايي صدر جوبایډن زوي هنټر خلاف ټوپک په غېرقانوني توګه د اخیستلو په الزام مقدمه کې د منصفانو ډلې یا جیوري د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي بیان ورکړو.
دا وړمبی ځل دی چې د امریکې د یو موجوده صدر په زوي په مجرمانه الزام مقدمه چلېږي.
په هنټر الزام دی چې د وسلې اخیستلو په کاغذونو کې يې دا ذکر نه و کړی چې په نشه سخت اخته دی او کوکېن نومې نشته استعمالوي.
د هنټر خلاف ډ ډېلاوېیر ریاست په وېلمېنګټن ښار وسله په غېر قانوني توګه د ساتلو په الزام هم مقدمه ده. چې د کال ۲۰۱۸ د اکتوبر په میاشت کې يې د ۱۱ ورځو دپاره غېر قانوني وسله لرلې وه.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اېف بي ايی اېجېنټې اېرېکا جېنسن عدالت ته خپل بیان کې وویل تحقیق کوونکو د یو لېب ټاپ کمپيوټر نه د تصویرانو په شمول داسې ثبوتونه ترلاسه کړي دي چې د نشۍ توکو استعمال ښښي. د بایډن کورنۍ د بندنامولو په غرض د ريپبلېکن پارټۍ په کوښښونو کې دغه لېپ ټاپ بنیادي حېثیت لري.
د صدر بایډن ښځیه جېل چې د صدر د کورودانې په حېث وړمبۍ مېرمن هم بلل کېږي، د شورو، چهارشنبې، په ورځ لکه د نورو ورځو په شان په عدالت کې موجود وه. په هنټر د مقدمې په لړ کې صدر بایډن ویلي په خپل زوي فخر کوی.
صدر بایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د دویم جنګ عظیم د یادولو په دستورو کې شرکت دپاره په فرانس کې و. په هنټر مقدمه د صدر بایډن دپاره د سږ کال د صدارتي انتخاب د کېمپېن نه د توجه لرې کولو سبب هم ګڼل کېږي.
بایډن د نومبر په میاشت کې کېدونکي انتخاب کې د صدارت د دويمې دورې امیدوار دی او ممکنه ده چې مقابله يې د ريپبلېکن پارټۍ متوقع امیدوار او پخواني صدر ډانلډ ټرمپ سره وشي.
د هنټر خلاف مقدمه د شروع کېدو نه څو ورځې مخکې د نیویارک یو عدالت په کاروبار کې د درغلۍ په الزاماتو ټرمپ مجرم وټاکلو.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د وېلمېنګټن سرکاري وکیل د هنټر بایډن د یاداشتونو کتاب بیوټيفل تنګز یا ښکلي شیان څخه د هغه په غږ کې هغه برخه واوروله چې هغه په کې وايي چې څنګه يې نشه شروع کړه.
د هنټر بایډن وکیل وویل کله چې هنټر وسله اخیستله نو په نشه نه و اخته شوی او د هغه یولسو ورځو په مهال چې ټوک ورسره وو نو هغه د ځان سره نه دی ګرځولی، نه په کې ګولۍ اېښودل شوې وې او نه يې استعال کړی دی.
هنټر ویلي د ۲۰۱۹ راهسې بیا نشه نه ده کړې.
که چېرې په هنټر جرم ثابتېږي نو ۲۵ کاله د قېد سزا ورته اورول کېدی شي.
Forum