لاس رسیدونکی لینک

 
په نیویارک کې د کرکټ د نوي نړیوال سټېډیم پرانېسته وشوه، ايي سي سي يې هرکلی کړی
تازه خبر

په نیویارک کې د کرکټ د نوي نړیوال سټېډیم پرانېسته وشوه، ايي سي سي يې هرکلی کړی


د ناسا کاونټي انټرنېشنل کرکټ سټېډیم پرانېسته د شورو، چهارشنبې، په ورځ‌ وشوه. سټېډیم ۳۴۰۰۰ کسانو د ناستې ګنجایش لري او ایي سي سي په دې خبره د خوښۍ اظهار وکړو چې د ټي ټونټي ورلډ کپ دپاره یې نوي مېدان ترلاسه کړو
د ناسا کاونټي انټرنېشنل کرکټ سټېډیم پرانېسته د شورو، چهارشنبې، په ورځ‌ وشوه. سټېډیم ۳۴۰۰۰ کسانو د ناستې ګنجایش لري او ایي سي سي په دې خبره د خوښۍ اظهار وکړو چې د ټي ټونټي ورلډ کپ دپاره یې نوي مېدان ترلاسه کړو

د امریکې نیویارک ښار سره نږدې د کرکټ د نوي جوړ شوي نړیوال سټېډیم پرانېسته وشوه، په عالمي کچه د کرکټ سرپرستې ادارې انټرنېشنل کرکټ کاونسل د سټېډیم په افتتاح د خوښۍ اظهار وکړو او د جون په نهمه نېټه به سټېډېیم د ټي ټونټي په ورلډ کپ مېچونو کې د پاکستان او د هندوستان د مقابلې کوربتوب کوي.

د ناسا کاونټي انټرنېشنل کرکټ سټېډیم پرانېسته د شورو، چهارشنبې، په ورځ‌ وشوه. سټېډیم ۳۴۰۰۰ کسانو د ناستې ګنجایش لري او ایي سي سي په دې خبره د خوښۍ اظهار وکړو چې د ټي ټونټي ورلډ کپ دپاره یې نوي مېدان ترلاسه کړو.

د جون په نهمه نېټه به نوی سټېډیم د ټي ټونټي د ورلډ کپ د اتوو مېچونو څخه د پاکستان او هندوستان د د مېچ کوربتوب هم کوي.

امریکا او وېسټ انډیز په شریکه د جون په وړمبۍ نېټه د شروع کېدونکي ټي ټونټي ورلډ کپ کوربتوب کوي. د نیویارک نه ترڅنګ نور مېچونه به په فلورېډا او ټېکسس ریاستونو کې کېږي.

ايي سي سي په ناسا سټېډیم کې د پاکستان او هندوستان د مېچ په اړه د خلکو په دلچسپۍ د خوښۍ اظهار وکړو.
د ايي سي سي چارواکي کرېس ټېټلی خبریالانو ته وویل په امریکا کې دننه او په نړیواله کچه د ټي ټونټی د اینده ورلډ‌ کپ په اړه چې څومره خبرونه نشر کېږی داسې یې کله مخکې نه وو لیدلي.

هغه وویل خوشحاله دي چې د ټي ټونټي ورلډ کپ مقابلې په امریکا کې کېږي. هغه زیاته کړه په امریکا کې د کرکټ مینه وال په انتظار دې چې دا لوبه وويني.

د امریکې په لاس اېنجلس ښار کې په کال ۲۰۲۸ کې کېدونکو اولمپکس مقابلو کې به هم د کرکټ ټي ټونټي مېچونه شامل وي.

د ايي سي سي دپاره په ناسا کې پېچ جوړول یو مشکل کار و خو بیا بې د اېډيلېډ اول مېدان ساتونکي ډېمین هف ته دا ذمه واري وسپارله.

په ۲۰۱۳ کې هف د اېډيلېډ د مېدان وړمبی "ډراپ اېن" پېچ جوړ کړی و.

ډراپ اېن داسې پېچ ته وېل کېږی چې بل ځای کې جوړ شي او بیا په سټېډیم کې ولګول شي. د ناسا د پېچ په اړه وېل کېږي چې د بالر او د بېټر دواړو به ښه وي.

هف د ډراپ اېن پېچ په اړه تشویش رد کړو او ویې وېل بهترین کرکت په ډراپ اېن پېچونو کېږي او دا ډیر کامیاب دي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG