لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ په بشر پالې ایمان مزاري پولیسو ته رپوټ کړی دی


د وایس اف امریکا اردو څانګې خبر ورکړی چې نن د می په اوویشتمه د اسلام اباد هاي کورټ ستر قاضي اطهر من الله د بشري حقونو د فعالې او قانون دانې ایمان زینب مزاري خلاف د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د سپکاوي په مقدمه کې د ایمان مزاري وقتي ضمانت منظور کړی او د ریاست او د مقدمې مدعي نه ېې غوښتي چې د جون په نهمه دې په عدالت کې جواب جمع کړي.
ایمان د بشري حقونو د پخوانۍ وزیرې او تحریک انصاف ګوند د ېوې مشرې شیرین مزاري لور هم ده.

د پاکستان پوځ نن د جمعې په ورځ د ایمان مزاري په ضد د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د سپکاوي رپوټ لیکلی ؤ.

په ایمان مزاري مقدمه د اسلام اباد په رمنا تاڼه کې پوځي افسر لیفټیننټ کرنل سید همایون افتخار کړې . د فوځ د نماینده دریځ دی چې د ایمان مزاري د پوځ په مشر د تورونو مقصد په پوځ کې بغاوت جوړول او د ادارې مشر ته ګواښ کول وو.

سید همایون افتخار وايي، ایمان مزاري د مۍ په 21مه د مازیګر د پینځه او شپږو بجو تر منځ په اسلام اباد های کورټ کې د پاکستان پوځ او د پوځ د مشر (چیف آف آرمی سټاف) سپکاوی کړی و.
په ایف آيي آر کې ویل شوي ایمان مزاري قصداً د پوځ مشر په نښه کولو، دا ګام د پوځ خلافت نفرت پیدا کوي چې سخت جرم دی.

د ایمان مزاري مور شیرین مزاري د مې په 21مه په اسلام اباد کې د خپل کور مخې پولیسو نېولې وه.
ایمان مزاري دغه پېښې ته اغوا وېلې وو او پړه یې د پوځ په مشر باجوه ور اچولې وه. د اسلام اباد های کورټ د ایمان په غوښتنه د شیرین مزاري د سمدستي خوشې کولو امر کړی ؤ.

د ایمان وکېلې زینب جنجوعه عدالت ته وویل چې ددې موکلې مور بې درکه کړې شوې وه او ددې خلاف په تشو خبرو مقدمه جوړول زیاتی دی.

د ایمان زینب مزاري وکیلې زینب جنجوعه وائس اف امریکه ته ویلي د دې پېښې په وخت د ايمان مزاري مور ورکه وه چې ایمان یې اندېښمنه ​کړې ​وه.
جنجوعه وايي اوس د دې پېښې د عدالت نه پلټنه روانه ده او معلومه به شي چې د هغې وېره رښتيا وه او که نه.

جنجوعه وویل، "د دې قضیې پس منظر ته په پام سره، موږ باور لرو چې په دې ایف آی آر کې تورونه بې اساسه او ناوړه دي."
نوموړي پاکستاني خبریال او د جیو ټیلي وژن خپرونې کوربه حامد میر په ټویټر ددې مقدمې په حقله ليکلي دي چې دا عجيبه اتفاق دی چې په 2017م کال کې په همدې پوليس سټيشن کې زما په ضد د ورته پېښې ايف آئي آر درج شوی وو. یاده پېښه اووه کاله وړاندې د اسلام آباد نه سل کلوميټره لرې شوې وه, هغه وخت د رمنا پوليس سټيشن موجود هم نه وو.
ځیني کسانو البته د ایمان په ضد د مقدمې هر کلی هم کړی او وايي د پوځ په ضد بې بنسټه تورونه نه دي پکار.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG