لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي ايم ايف سري لنکا ته درې بيلين ډالر قرضه منظور کړه


پوهان وايي د ايي اېم اېف قرض به د سیاسي او اقتصادي بحران سره مخامخ سري لنا اقتصاد بهتر کړي
پوهان وايي د ايي اېم اېف قرض به د سیاسي او اقتصادي بحران سره مخامخ سري لنا اقتصاد بهتر کړي

سري لنکا د نهې-سې شنبې په ورځ د انټرنيشنل مانېټري فنډ نه په 2.9 بيلين ډالر پور اخستلو کې بريالۍ شوه او اقتصادپوهان وايي د دې سره به د هېواد د خراب اقتصاد حالت بيرته ښه شي.

د ايي ايم ايف منظوري د يو کال د بد حالت نه وروستو ورکړل شوه چې د ملک 22 ميلين خلک د خوراک، تېل او دوايانو د کمي سره مخ دي او په سړکونو احتجاجونه کوي.

که هر څومره هم د سري لنکا حالات ښه کېدو پله روان دي خو اقتصادپوهان وايي د کېناستلي اقتصاد بيا په پښو ودرول اسان کار نه دی. په پيټرول پمپونو اوږده قطارونه اوس نه ليدل کيږي، په ګنټو ګنټو د بجلې لوډشيډنګ ختم شوی او د پخلي د ګيس کمی هم تر ډېره ختم شوی.

خو ډېره ګراني اوس هم په ميلينونو خلک ځوروي، حکومت د بهرنۍ قرضې بيرته ورکول معطل کړي او د ملک زرمبادله په تاريخ کې تر ټولو ښکته پرېوتلې ده.

د ايي ايم ايف د پور منظورۍ د توقع نه هم ډېر وخت واخست او سري لنکا چې ډېره قرضه ورله چين ورکړې د چين سره د پور د واپسۍ شيډول ته د بيا کتنې هلې ځلې هم وکړې.

د پور حاصلولو وروستو د سري لنکا صدر رانيل وېکراماسينګی په يو ويډوي پيغام کې وويل “نوره سري لنکا د نړۍ په نظر کې ديواليه ملک نه دی. دا پور د نړيوالې ټولنې لخوا يو باور دی چې سري لنکا کولی شي خپلې قرضې بيا ترتيب کړي او عادي ورکړه راکړه وکړي”.

ايي ايم ايف به سملاسي 333ميلين ډالر سري لنکا ته ورکړي او نورې پيسې به په راروانو مياشتو ورپوره کړي. د هېواد صدر ويلي دا لوځنامه به سري لنکا وتوانوي چې د ايي ايم ايف او نورو مالي ادارو نه تر اوه بيلين ډالرو پورې قرضې ترلاسه کړي.

په کولمبو کې د څېړنيزې ادارې سنټر فار پاليسي الټرنيټيو مشر پيکياسوتي سراوناموتو وايي “دا پيسې به ډېرې نه وي خو د دې اهميت په دې دی چې ايي ايم ايف وايي دې هېواد له پور ورکول پکار دي”.

هغه وايي دا به نورو مالي ادارو ته لاره پرانيزي چې رامخکې شي البته په پښو ودرېدل اسان نه دي ځکه چې د ايي ايم ايف پور د شرطونو سره تړلی دی چې ځينې سرکاري خرڅې به کمول غواړي او هغه فيصلې به بيرته اخستل کيږي چې ملک يې موجوده حالت ته رسولی.

حکومت د وړاندې نه د شرطونو سره سم څه ګامونه پورته کړي لکه د انکم ټيکس شرح يې زياته کړې او په بجلۍ او تېلو يې رعايتونه ختم کړي.

څېړونکي وايي حکومت به د ولسي غبرګون سره مخ کيږي کچرې د ځينې سرکاري ادارو د پرايوټايزيشن پرېکړه يې وکړه ځکه چې کله يې مقامي انتخابونه د پيسو د نيشتوالي په وجه ونه کړل نو خلک پرې غصه وو.

حکومت د اداري فساد د مخنيوي د پاره ګامونه اخستلي او ايي ايف وايي د پور په ورکولو کې يو شرط دا هم دی چې اداري فساد به ختموي.

د ايي ايم ايف د سري لنکا د پاره د مېشن مشر پيټر برور خبريالانو ته ويلي “مونږ د فساد ختمولو په اهميت ټينګار کوو او دا به د حکومت د اصلاحاتو د پروګرام د منځ ستنه وي”.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG