لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان نیولو ته د امریکا غبرګون: د کوم سیاسي مشر پلوي نه کوو، خو د قانون او اېین احترام دې وشي


Police fire tear gas shells towards Pakistan Tehreek-e-Insaf (PTI) party activists and supporters of former Pakistan's Prime Minister Imran during a protest against the arrest of their leader, in Karachi, May 9, 2023.
Police fire tear gas shells towards Pakistan Tehreek-e-Insaf (PTI) party activists and supporters of former Pakistan's Prime Minister Imran during a protest against the arrest of their leader, in Karachi, May 9, 2023.

پاکستان کې د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د نیولو وروسته که یو خوا د پاکستان په وړو لویو ښارونو کې احتجاجونه پېل شوي، د امریکا په شمول د نړۍ یو شمېر هیوادونو او نړیوالو ادارو هم خپل غبرګونونه ښودلي.

د امریکا واېټ هاوس او خارجه وزارت په خپل جلا جلا غبرګونونو کې ویلي، د هیواد قانون او اېین تر څنګ دې د جمهوري اصولو خیال وساتل شي.

د سپینې ماڼۍ یا واېټ هاوس لخوا په غبرګون کې ویل شوي ٫٫ امریکا پاکستان کې د کوم سیاسي ګوند یا مشر او یا د چا د مخالفه مشر په اړه کومه رایې نه لري، مونږ غوښتنه کوو چې په ګرده نړۍ کې دې د قانون او جمهوري اوصولو احترام وشي.٬٬

په بیان کې وړاندې وېل شوي چې د دغې په اړه نور معلومات د پاکستان حکومت ورکولی شي.

د امریکا خارجه وزیر انټوني بلنکن د عمران خان د نیولو وروسته په خبل غبرګون کې ویلي ٫٫ د پاکستان په اړه مې رپورټونه کتلي دي. مونږ غواړو چې پاکستان کې دننه څه هم کیږي، د اېین او قانون لاندې دې وشي.٬٬

د وي اوای اردو سره د خبرو په وخت د امریکايي کانګرس غړي برېډ شرمین هم د عمران خان نیولو ته سخت غبرګون ښودلی او د عمران خان نیول یې یو بد ګام بللی. برېډ شرمین ویلي د عمران خان نیول د انصاف پرځاې یوه پوځي کودیتا ښکاري.‌

برېډ شرمین ویلي ، تمه لرم چې د عمران خان حال به د هغه پلویانو، کورنۍ، وکیلانو او نړۍ ته په ویډیو وښودل شي چې ټول وویني چې هغه خوندي دی. نوموړي زیاته کړې چې د امریکا او پاکستان د ښو اړیکو پلوي دی خو د حکومت لخوا د مخالفیونو پرضد داسې ګامونه د اندېښنې وړ خبره ده.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سلاحکار زلمي خلیل زاد هم د عمران خان د نیول کیدو وروسته پرله پسې ټوېټونه کړي او د عمران خان نیول یې د افسوس وړ بللي او زیاته کړې یې ده چې داسې نښې شته چې عمران خان به د پارلیمان لخوا نا اهله وګرځول شي.

زلمي خلیل زاد په خپلو ټویټونو کې خبرداری ورکړی د داسې ګامونو سره به د پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزې نورې هم ډېرې شي او نړیوالې مرستې به نورې هم کمې شي. نوموړي ویلي، د پاکستان د حالاتو د لاسه د وړاندې نه ځینو هیوادونو په دغه هیواد کې د سرمایې لګولو منصوبې ځنډولي دي او تر اوسه د ايي اېم اېف لخوا د مرستو ورکول هم نه په ډاګه شوي.

په واشنګټن ډي سي کې د څېړنیزې ادارې وډرو ولسن انټرنېشنل سنټر څیړنکار ماېکل کوګلمین هم د عمران خان د نیوولو وروسته په یو ټوېټ کې لیکلي، په پاکستان کې یو اوږده او ویرونکې لانجه نوره هم وغځیده. نوموړي په خپل ټوېټ کې وړاندې لیکلي ٫٫ د عمران خان پلویانو ویلي وو، د هغه نیول سره کرښه ده. پولیس وايي عمران خان د بډو رشوتونو یا کرپشن په تور نیول شوی. خو عمران خان اوس اوس بیا تور لګولی وو چې تیرکال یې د وژنې په هڅو کې د یو لوې امنیتي افسر لاس وو.٬٬

د بشري‌ حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشل لخوا د عمران خان نیولو ته په غبرګون کې د ادارې د جنوبي اېشیا دفتر لخوا په ټوېټ کې ویل شوي، د عمران خان د نیولو وروسته د هغه د پلویانو او امنیت ساتونکو تر منځه نښتو وروسته د انساني حقونو د سرغړونو اندېښنې سېوا شوي.

ادارې په خپل ټوېټ کې د چارواکو نه غوښتنه کړې چې د صبر نه دې کار واخلي او هر ګام باېد د قانون سره سم پورته شي. ادارې د عمران خان د ګرفتارۍ او احتجاجونو د شروع کېدو نه پس د موبایل، انټرنېټ او سوشل ميډیا په بندېدو تشویش څرګند کړی دی.

د پاکستان ټیلي کمیونکېشن اټهارټي اعلان وکړ چې په ټول پاکستان کې به د کورنیو چارو وزارت په وینا، د انټرنټ سروسز بند وي. آن تر دې چې انټرنټ سروسز به د پاکستان په انټرنشنل ائیرپورټونو کې هم بند وي. په دې اړه څه وجوهات نه دي ښودل شوي او نه یې دا علان کړی چې دا سروسز به څه وخت بېرته بحاله کړی شي.

د پاکستان د مخکیني وزیراعظم عمران خان تر نیول کېدو وروسته د هغه د ګوند پلویان په پینډۍ کې د پوځ پر مرکز جي ایچ کیو او په لاهور کې د کور کمانډر پر کور ورغلي دي او د ملک په لویو ښارونو کې له قهره ډک احتجاجونه کوي چې پکې لږ تر د یو تن د وژل کېدو او د پولیسو په ګډون د شاوخوا پینځلس تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG