لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اېن اېف سي په اړه د عمران خان بیان د پخوانۍ فاټا خلک مایوسه کړي


په خېبر پښتونخوا کې د ضم شوو قبايلي سیمو خلکو د پاکستان وزیراعظم عمران خان په دې خبره مایوسي څرګنده کړی، چې ګنې صوبې ورسره د قامي مالیاتي ایوارډ نه د پخوانۍ فاټا لپاره درې فیصده برخې ورکولو ته نه دي تیارې.

وزیراعظم عمران خان د ګل/ دوشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا سفر په وخت ویلي، د قبايلي سيمې دپاره چې صوبو په قامي مالياتي اېوارډ (اېن اېف سي) کې د کومې درې فيصده برخې ورکولو ويلي وو هغه وعده یې پوره نه کړله.

د مومندو د سیمې سره تعلق لرونکي د پېښور هايي کورټ یو وکیل اعجاز مومند وي او اې ډیوه ته د وزیراعظم د بیان په اړه په خپل غبرګون کې ویلي:

"قبایل په دې تمه وو چې د اصلاحاتو په اړه چې په ۲۵ نکاتو باندې د عمل نه کولو کومه مایوسي موجود ده هغه مایوسي به وزیراعظم ختمه کړي خو د عمران خان د خبرو نه داسې ښکاري چې انضمام ناکامه شو. "

د مومندو د سیمې نه د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ غړي نثار مومند د ډیوه هېلو وي او اې پروګرام کې په دغې اړه د خبروپه وخت ویلی: " د وزیرعظم دې خبره کې هېڅ وزن نشته چې د خېبر پښتونخوا نه علاوه نورې صوبې قبایلو ته د اېن اېف سي نه درې فیصده برخې ورکولو ته نه دي تیارې."

نثار مومند زیاتوي، په درېو صوبو او مرکز کې د عمران د خوښې حکومتونه موجود دي او که وزیراعظم وايي چې د سند حکومت یې ورسره نه مني نو پیپلز پارټي به چرې هم ددې نه انکار ونکړي، ځکه چې دغه ګوند په پخوانۍ فاټا کې لویې ووټ لري. نثار مومند وايي لومړی باېد مرکزي حکومت پخپله هم څه ګامونه پورته کړي.

عمران خان د اېن اېف سي په اړه د بیان پحقله چې مو کله د سپریم کورټ ستر وکیل او ایني ماهر قاضي انور نه پوښتنه وکړه چې ایا که صوبې د پخوانۍ فاټا د پاره په مالیاتي کمېشن کې درې فیصده برخه نه ورکوي نو په ائین کې د لیک شوې خبرې به بیا څه قانوني حېثیت پاتی شي؟

قاضي انور اېډوکېټ په ځواب کې وویل " وزیراعظم عمران خان د ائین د تحفظ او نفاذ څوګند پورته کړی او دی پابند دی چې ائین عملي کړي."

قاضي انور زیاتوي، د صوبو سره مشاورت ائیني ضرورت دی خو وزیر اعظم پابند دی چې د ائین نفاذ عملي کړي. هغه وویل چې د پخوانۍ فاټا خلک حق لري چې که دوي ته ائیني حقونونه ورنکړی شي چې عدالت ته لاړ شي.

د پخوانۍ فاټا د وکیلانو د تنظیم فاټا لاېرز فورم پخواني صدر اعجاز مومند ډیوه ته وویل چې د اېن اېف سي د درې فیصده برخې ترڅنګ د ۲۵ نکاتو نه عملي کولو په سر د حکومت په ضد قانوني دستاویزات تیاروي چې عدالت کې یې چېلنج کړي، خو حکومتي ادارې ورته د فاټا اصلاحاتو په اړه تصدیق شوي اسناد نه ورکوي.

اعجاز مومند وايي چې د فاټا انضمام په لړ کې د صوبې حکومت څه هم د ستاینې وړ ګامونه نه دي پورته کړی که د پولیس، عدالتونو تعلیم یا نورو سرکاري محکمو د انضمام په اړه څه هم پرمختیاوې شوي دي هغه پېښور هايي کورټ کړي دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG