لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وايي د ګرفتارۍ خلاف یې مظاهرو کې 40 کسان وژل شوي دي


د وي او ای د رپورټ ترمخه،  د هغه د مقدمې اورونه د شروع کېدو نه مخکې عمران خان په عدالت کې د مغربي مطبوعاتو سره خبرې وکړې او ویې وېل د هغه د ګرفتارۍ نه وروسته په پرتشدد مظاهرو کې 40 کسان وژل شوي دي
د وي او ای د رپورټ ترمخه،  د هغه د مقدمې اورونه د شروع کېدو نه مخکې عمران خان په عدالت کې د مغربي مطبوعاتو سره خبرې وکړې او ویې وېل د هغه د ګرفتارۍ نه وروسته په پرتشدد مظاهرو کې 40 کسان وژل شوي دي

پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي د هغه د ګرفتارۍ خلاف مظاهرو کې تر 40 پورې کسان وژل شوي دي خو مطبوعاتو او عېني شاهدین دغه شمېره کمه څرګندوي.

عمران خان د جمعې په ورځ اسلام اباد هاي کورټ ته حاضر شو او عدالت یې د خوشې کېدو امر وکړو. عدالت دا هم وویل چې پخوانی وزیر اعظم به د می تر ولسمې پورې په ټول هېواد کې په یوه مقدمه کې هم نه نیول کېږي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د هغه د مقدمې اورونه د شروع کېدو نه مخکې عمران خان په عدالت کې د مغربي مطبوعاتو سره خبرې وکړې او ویې وېل د هغه د ګرفتارۍ نه وروسته په پرتشدد مظاهرو کې 40 کسان وژل شوي دي.

عېني شاهدین او مقامي مطبوعات وايي پولس سره جګړو کې لږ تر لږه 10 کسان وژل شوي دي او د 300 نه زیات زخمیان شوي.

روېټرز خبري اداره وايي په احتجاجونو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.

په احتجاجونو کې خلکو د وژل کېدو په اړه د حکومت رسمي شمېرې لا مخې ته نه دي راغلي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه عمران خان د پوځ په مشر جنرل عاصم منیر نېغ په نېغه الزام ولګولو چې د هغه په نیول کېدو کې جنرل منیر ککړ دی. پخواني وزیراعظم عمران خان دا هم وویل چې د پوځ مشر د خپلو ګامونو دلارې د پوځ اداره بدناموي.

د جنرل عاصم منیر په باره کې د عمران خان خبرې په سوشل میډیا هم خپرې شوي دي خو پوځ یا د پوځ ترجمان ورته لا څه جواب نه و وېلی.

د پوځي مشر په هکله د عمران خان د وېنا نه څو شيبې وړاندې د پوځ ویاند میجر جنرل احمد شریف چوهدري د پاکستان یو شخصي ټي وي ته وویل پوځ د خپل مشر جنرل عاصم منیر په مشرۍ کې متحد دی.

عمران خان د دې نه وړاندې هم په پوځ او پوځي افسرانو الزامات لګولي دي. هغه ویلي د پوځ استخباراتي ادارې ايي اېس ايي یو لوړ رتبه افسر د هغه د وژنې سازش کړی.

د عمران خان د الزاماتو په جواب کې پوځ د هغه د ګرفتارۍ یوه ورځ مخکې په یو بیان کې وویل چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر دې د پوځ په قول بې بنیاده الزامات دې نه لګوي او که څه شکایت لري نو عدالت ته دې رجوع وکړي.

عمران خان چې د کرپشن په الزاماتو ونیول شو نو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې احتجاجونه شروع شول او د روېټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه د عمران خان پلویانو د احتجاجونو په مهال په پوځي ودانیو حملې وکړې، د رېډیو پاکستان په پېښور کې دفتر ته او په لاهور کې يې د کور کمانډر یا د پوځ د مقامي مشر کور ته اور اچولی دی.

په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې امن ساتنې دپاره پوځ طلب کړی شو.

د عمران خان د ګرفتارۍ په ضد احتجاجونو کې په پوځي تنصېباتو د حملو په اړه پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو بیان کې سخت ردعمل وښودلو او ويې وېل پوځ به د می نهمه نېټه د تورې ورځ په څېر یادوي.

پوځ په خپل بیان کې وویل چې په منظمه طریقه په پوځي اثاثو حملې وکړی شوې.

"کوم کار چې د ملک ابدي دښمن په پېنځه اوویا کلونو کې و نه کړی شو هغه د اقتدار په حوس کې مبتلا یو سیاسي ډلې چې د جمهوریت جامه يې اغوستې وکړو،" پوځ وویل.

پوځ وویل په خپلو اثاثو د حملو په جواب کې يې د تحمل او زغم نه کار اخیستی او پوځ ته معلومه ده چې د پي ټي ايي ځينې "شرپسند" مشرانو په هدایاتو او احکاماتو دا حملې شوي دي.

وزیراعظم شهباز شریف هم په پوځي تنصیباتو د حملو په سر د عمران خان د پلویانو غندنه کړې او ویلي يې دي چې د پي ټي ايي پلویانو د ښمن په څېر پوځ په هدف کړی.

پوځ دا هم ویلي چې عمران خان د قانون سره سم د کرپشن د مخنیوي ادارې نېب په احکاماتو نیول شوی دی.

د جمعې په ورځ مغربي مطبوعاتو سره خبرو کې عمران خان د عدليې ستاینه وکړه چې د هغه په قول په موجوده حالاتو کې یې خپله ازادي برقرار ساتلې ده.

هغه وویل د جمهوریت او د امریت ترمنځ یوزانۍ کرښه عدلیه ده "دا اوس زمونږ یوانزی امید دی. ګڼی نو دلته د قانون عملداري نشته. دلته په مکمله توګه د ځنګل قانون دی…دلته یو سړی فېصله کوي چې څه او کله به څه کېږي."

پخواني وزیراعظم وویل هغه د عدالت د انګڼ نه وتښتول شو او دا "هله کېږي چې د ځنګل قانون وي او پوځ تښتول کوي…داسې ښکاري چې مارشل لا (د پوځ‌ حکومت) اعلان شوی دی."

وزیراعظم شهبازشریف د جمعې په ورځ د کابېنې غونډې ته وېنا کې وویل ددې باوجود چې په ریاستي ادارو حملې شوي دي، عدليې عمران خان ته اسانتیا ورکړه.

د وي او ای رپورټ وايي پولیس د پي ټي ايي د مرکزي مشرانو په شمول د ګونډ ۲۵۰۰ پورې حمایتیان نیولي دي. پولیس ویلي نیول شوي کسان په اړي ګړي او ریاستي املاک ته په نقصان رسوولو کې ککړ دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG