د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران ته د اورول شوې سزا پرضد اسلام اباد هايکورټ ته خواست شوی دی.
په پينځم اګست د اسلام اباد د سېشن عدالت جج همايون دلاور د توشه خانې په قضیه کې عمران خان ته د درېو کالو بند سزا اورولې وه.
عمران خان د اټک په زندان کې بندي کړی شوی دی.
د عمران خان وکیلانو خواجه حارث او بېرسټر ګوهر خا د نهې، سه شنبې، په ورځ د عمران خان سزا د معطل کولو دپاره اسلام اباد هایکورټ ته خواست وکړو.
په خواست کې ويل شوي، عمران خان ته اورول شوې سزا د قانون پرضد ده ،کالعدم دې کړی شي.
په خواست کې د سزا معطل کولو سره د ضمانت خواست هم شوی دی.
د رپورټونو ترمخه د عمران خان وياند روف حسن ویلي، تمه لري زر به د عمران خان ضمانت وشي او پرضد به یې د ټرايل کورټ فېصله کالعدم شي او د هغه نااهلي به هم ختم شي.
اې اېف پي خبري ادارې ویلي، عمران خان په زندان کې په ناسمو او غېر انساني حالاتو کې ساتل کيږي خو د هغه حوصله لوړه ده.
روف حسن ويلي، عمران خان په ځمکه څملي کمره یې وړه ده د نمانځه په کولو کې ورته هم مشکل وي.
روف حسن ويلي، عمران خان د زندان په سي کلاس کې په کمه رڼا کې ساتل کيږي په سخته ګرمۍ کې هغه ته اييرکنډيشن نشته او په کمره کې پنکا لګول شوې ده.
د مسلم ليګ ن مشرې مريم نواز په اېکس يا پخواني ټویټر د عمران خان د پخوانۍ وېنا يوه ويډیو خپره کړې، عمران خان په ويډيو کې په واشنګټن کې يوې غونډې ته په وينا کې د نواز شريف د زندان خبره کوي.
عمران خان په دغه وینا کې وايي، "نواز شريف وايي چې ډوډۍ به د کوره راغواړم، د جېل ډوډۍ ښه نه ده، بیا وايي چې اييرکنډيشن ولګوئ، بيا وايي چې په جېل کې ټي وي پکار دی د 80 فيصده خلکو سره ايير کنډيشن نشته او 60 فيصدو سره ټي وي نشته نو که ته مونږ جېل ته سزا لېږلی یې نو دا خو سزا نه شوه که په جېل کې ټي وي، اييرکنډيشن او ډوډۍ وي نو نيم خلک به په خوشالۍ جېل ته لاړ شي دا خو بيا سزا نه شوه نو زه تاسو ټولو ته په واشنګټن کې ويل غواړم چې واپس لاړم شم دا ټي وي خو د جېل نه لرې کوم".
مریم نواز ویلي، "نه نواز شریف او نه ما کله هم داسې غوښتنې نه دي کړي باوجود د دې چې په زندان کې مو مياشتې او کلونه تېر کړي دي، نن هغه [عمران خان] عدالت ته د دغو اسانتياو دپاره خواست کړی دی".
د ګل، دوشنبې، په ورځ وکیلانو د عمران خان سره وليدل او وروسته یې مطبوعاتو سره په خبرو کې د عمران خان د زنداني حال شکايت کړی چې اسانتياوې ورته نشته.
د رپورټونو ترمخه عمران خان د عدالت لخوا د سزا کېدو وروسته د پينځه و کالو دپاره کومه عهده هم نه شي ساتلی.
Forum