لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وېکسین ډېپلوماسي: هند د افغانستان په شمول ګاونډیو ملکونو ته د کرونا وېکسین ورکوي


هندوستان په یو غېرمعمولي سفارتي اقدام کې، مېلینونه ډوزه (خوراکه) د کرونا وېکسین د مرستې په توګه خپلو د جنوبي اېشیا ګاونډیو ملکونو ته ورکړي دي. دا آسټرازینیکا نومي د کرونا وېکسینونه دي چې په اصل کې برطانیې ورته ترقي ورکړې خو اوس یې کاپۍ په هند کې جوړیږي.

په همدې څو وروستیو ورځو کې، بهوتان، نیپال، بنګله دېش، مالډېو، میانمر، مورېشیز او سېشلز ته د هند نه د کرونا په وېکسینونو بار جهازونه ورسېدل. دا په داسې حال کې ده چې پخپله هند هم خپلو وګړو ته د کرونا وېکسین کولو لړۍ پیله کړې ده او تر اوسه لا ختمه شوې نده.

تراوسه د افغانستان او شري لنکا چارواکو د اسټرازینیکا وېکسین پخپلو ملکونو کې منظور کړی ندی، او چې کله یې منظور کړي، نو بیا د هند نه به افغانستان او شري لنکا ته هم د کرونا وېکسینونه انتقال شي.

بل اړخ ته پاکستان که څه هم د اسټرازینیکا وېکسین منظوري ورکړې ده، مګر هندوستان اوس دپاره دا خیال نلري چې پاکستان ته وېکسین ولیږي.

د هندوستان د خارجه وزارت ویاند انوراګ شري واستوا په یو پرېس کنفرس کې په دې اړه د يوې پوښتنې په جواب کې وویل: «د پاکستان په اړه دومره ویلی شم چې تر اوسه زه آګاهي نلرم چې پاکستان دې د هندي وېکسینونو دپاره کوم درخواست کړی وي.»

د نیپال په سرښار کتمنډو کې د هند نه په جهاز کې راغلي د کرونا وېکسینونه، د صحت مرکزونو ته انتقالیږي
د نیپال په سرښار کتمنډو کې د هند نه په جهاز کې راغلي د کرونا وېکسینونه، د صحت مرکزونو ته انتقالیږي

د بنګله دېش د صحت وزیر زاهد ملک ویلي: «ملګري ملکونه د یو بل سره مرستې کوي. انډیا نن مونږ سره د وېکسینو مرسته وکړه، هماغسې چې زمونږ د آزادۍ په جنګ کې یې راته د مرستې لاس اوږد کړی و. ښه ملګری هغه دی چې په بده ورځ دې څنګ ته ودریږي.»

څېړونکي وایي چې هندوستان د «وېکسین ډېپلوماسۍ» د لاري غواړي په عالمي کچه خپل حیثیت پیاوړی کړي او ترڅنګ یې د چین په مقابله کې هم یو ګام اوچت کړي، ځکه چین غواړي په جنوبي اېشیا کې خپل اثررسوخ زیات کړي.

د جېنډال نړېوالو تعلقاتو د سکول مشر شري رام چاولیا وایي: «دا کار د حیثیت جوړولو او سافټ پاور یا د نرمۍ د لارې د اثررسوخ زیاتولو دپاره دی. هند غواړي چې په عالمي کچه یو رهبر هېواد وګڼل شي.»

هند په دنیا کې د وېکسین جوړولو تر ټولو ستر ملک دی، او تمه ده چې غریبو او متوسطو ملکونه د کروناوایرس ارزانه وېکسینونه تر ټولو زیات له هند نه ترلاسه کړي. د هند یوه لویه کمپنۍ چې سيرم انسټېټیوټ آف انډیا نومیږي، د اسټرازینیکا کمپنۍ سره یې لاس یو کړی چې د کرونا وېکسینونه به جوړوي.

د کرونا وایرس دپاره په نړۍ کې څو ډوله وېکسینونه جوړ شوي، لکه فایزر، ماډرنا، اسټرازینیکا، او نور. مګر په دې ټولو کې اسټرازینیکا وېکسین غریبو او مخ په ترقۍ هېوادونو ته ښه ګڼل شوی، ځکه له یو اړخه ارزانه دي، او له بله اړخه ساتل یې هم آسانه دي. حال دا چې د فایزر یا ماډرنا وېکسینونو د ساتلو دپاره باید د هغو د ساړه ساتلو دپاره مخصوص فرېجونه هم واخېستل شي، او بل دا چې دا نور وېکسینونه ګران هم دي.

هند د مرستې کولو ترڅنګ، دې ته هم آماده شوی چې نورو ملکونو لکه سعودي عرب او برازیل ته، د کرونا وېکسینونه په پیسو خرڅ کړي. هند وایي د وېړیا مرستو او د وېکسین خرڅولو پروګرامونه به لا هم پراخ کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG