لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او هند د ټېکنالوجۍ په برخه کې همکارۍ په زیاتولو متفق شوي دي


سولېون د مودي، د هندوستان خارجه وزیر او خپل هندي هم منصب سره ملاقاتونه وکړل او دواړو ملکونو لوظ وکړو چې دوه اړخیزه تعلقات به نور نږدې کوي
سولېون د مودي، د هندوستان خارجه وزیر او خپل هندي هم منصب سره ملاقاتونه وکړل او دواړو ملکونو لوظ وکړو چې دوه اړخیزه تعلقات به نور نږدې کوي

د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د حکومت دریمه دوره د شروع کولو څو ورځې وروسته د امریکې د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون د هندوستان سفر وکړو او دواړه ملکونه د جدېدې ټېکنالوجۍ په برخه کې همکاري په زیاتولو متفق شول.

سولېون د مودي، د هندوستان خارجه وزیر او خپل هندي هم منصب سره ملاقاتونه وکړل او دواړو ملکونو لوظ وکړو چې دوه اړخیزه تعلقات به نور نږدې کوي.

سولېون سره د ملاقاتو وروسته، مودي د ګل، دوشنبې، په ورځ په اېکس، پخواني ټوېټر، ولیکل چې د نړۍ د ښېګړې دپاره هندوستان امریکې سره سټرېټيجېک همکاري نوره مضبوطولو ته ژمنه لري.

هندوستان ته د سولېون د سفر بنیادي توجه د هندوستان د قومي سلامتیا مشیر ایجت دوال سره د جنورۍ په میاشت کې د دواړو ملکونو دوه اړخیزه حرکت په اړه خبرې کول وو چې هدف یې د جدیدې ټېکنالوجۍ په شمول د دفاع، سېمي کنډکټرز، فایو جي وایرلېس نېټ ورکس او د مصنوعي ذهانت په برخو کې همکارۍ کې اضافه کول دي.

دواړه ملکونه په دغو برخو کې همکاري په داسې حال کې د زیاتولو کوښښونه کوي چې نظر يې په مشترکه حریف چین دی.

په دلي کې د ایزرور ريسرچ فاونډېشن نومې ادارې څېړونکی منوج جوشي وايي د مودي د نوي حکومت به اولنو ورځو کې هندوستان ته د سولېون دوره د دې خبرې اشاره ده چې د جدیدې ټېکنالوجۍ په برخه کې د دواړو ملکونو د همکارۍ رفتار برقرار ساتل غواړي.

دوال سره د سولېون د ملاقات وروسته دواړو ملکونو په یو بیان کې وویل دواړو چارواکو یو نوی تحریک اېنېشيېټیو شروع کړو چې ترمخه به يې امریکا او هندوستان د سېمي کنډکټرز، انتهايي کره هدف وېشتونکي ګوله بارود او د قومي سلامتیا دپاره د الېکټرانک پلېټ فارمونو په برخو کې به همکاري کوي.

د بیان ترمخه، دواړه ملکونه به لاطیني امریکا کې د لېتیم په منصوبه کې سرمایه کاري، په افریقا کط به د معدنیانو په لړ کې همکاري او په شریکه به د جنګي نظامونه تیاروي.

د مودي د حکومت دا ترجیح ده چې په درامداتو انحصار د کمولو دپاره دې د ملک دننه دفاعي پېداوار زیات کړی شي او که څه هم هندوستان د نورو ملکونو نه دفاعي درامدات زیات کړي دي هندو اوس هم د وسلې لویه برخه د روس نه اخلي.

څېړونکی جوشي وايي هندوستان د جدیدې ټېکنالوجۍ په مېدان کې د نورو ملکونو نه وړاندې تګ غواړي او په لړ کې يې د امریکې سره همکاري ګټه ورسره ده. هغه وویل هندوستان غواړي چې امریکايي کمپنیانې په هندوستان کې مرکزونه جوړ کړي.

سولېون د هندوستان خارجه وزیر سوبرامېنین جی شنکر سره هم ولیدل. جی شنکر د مودي په تېر حکومت کې هم خارجه وزیر و او دا عهده ورته د مودي په دریم حکومت کې هم سپارل شوې ده. جی شنکر په اېکس یو پېغام کې وویل دا اعتماد لري چې په نوي حکومت به هم د امریکې او د هندوستان سټرېټيجېک همکاري پرمختګ وکړي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د وایت هاوس د نېشنل سېکیورټي کمیونېکېشنز مشیر جان کربي په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل امریکا او هندوستان د ملګرتیا منفرد تړون لري او هندوستان ته د سولېون سفر به د امریکا او هند تعلقات نور هم مضبوط کړي او د هند او بحرالکاهل سیمه کې امنیت ته به وده ورکړي.

په تېرو څو کلونو کې د امریکې او هند تعلقات زیات شوي دي، په خصوصي توګه د دې تشویش په مهال چې دواړه ملکونو د چین د فعالیت په اړه تشویش لري او څلور کاله د هېمالیه په سیمه کې د دواړو ملکونو په مشترکه سرحد د چین او هندي ځواکونو جنګ شوی دی.

په داسې وخت کې چې سولېون د هند سفر کړی، نکیل ګپتا نومې یو تن د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې په نیویارک ښار کې عدالت ته وړاندې شو. په هغه الزام دی چې د یو بېلتون خوښي سېک مشر د وژلو دپاره يې د اجرتي د لټولو کوښښ کولو.

د امریکې د سرکاری وکیلانو دا الزامات چې د ګرپتونت سېنګ پنو چې د امريکې او کېنېډې غبرګ شهریت لري، د قتل په سازش کې د هند د حکومت چارواکی ککړ دی د دواړو ملکونو په تعلقاتو کې د تاوتریخوالي په اړه يې تشویش راپورته کړی دی.

د دې نه مخکې کېنېډې هم په ملک کې د بېلتون خوښي سېک په وژنه کې د هند د ککړتیا الزام لګولی و چې هند مسترد کړی دی.

په نوي دلې کې څېړونکي وايي دا ډول الزامات به د امریکې او هندوستان تعلقات خراب نه کړی شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG