لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند د پولیو پاک، خو پاکستان او افغانستان يې خوندي ځایونه دي: ډبلیو اېچ او


د صحت نړیوالې ادارې یا ډبلیو اېچ او ترمخه ۱۲ کاله وړاندې هندوستان په ګرده نړۍ کې د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ ۷۰ سلنه کیسونه لرل. خو په تیرو ۱۲ کالو کې بیا د پولیو ناروغۍ پرضد د هندوستان کامیابي یا ګټه د یاد هیواد لویه ګټه ده.

اداره وايي هندوستان به سږ کال د پولیو واېرس نه د پاکیدلو پېنځم کال لمانځي چې یوه لویه کامیابي ده. د ډبلیو اېچ اوچارواکي وايي د هندوستان دغه کامیابي څرګندوي دغه ناڅاپه خوریدونکي ناروغي سره د سختو حالاتو د مضبوطې سیاسي ژمنې سره ختمیدی شي.

په هندوستان کې د صحت نړیوالې ادارې لخوا د پولیو د مخنیو د کمپاېن په وخت (کال ۱۹۸۸) په هندوستان کې د پولیو ناروغانو شمیره په یو کال کې د درې نیم لکه نه ۳۳ ته را کمه شوه.

د صحت نړیوالې ادارې د ویاند کرېسټین لېنډمیر وايي پولیو اوس هم په دریو هیوادونو پاکستان، افغانستان او ناېجیریا کې شته چې هر کال ګڼ شمیر ماشومان د ټول عمر لپاره معذوره کوي.

ښاغلی کرېسټین لېنډمیر زیاتوي: ٫٫ په افریقا کې دکال ۲۰۱۶م راهسې د پولیو خوریدونکی واېرس نه دي ښکاره شوی او مونږ هیله مند یو چې د افریقا سيمه په دغه لړ کې کامیابۍ اړخ ته روانه ده. خو د بده مرغه پاکستان او افغانستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چرته چې کله هم د پولیو مخه کله هم نه ده نیول شوې.٬٬

د ډبلیو اېچ او د ویاند تر مخه پاکستان او افغانستان په ګډه د پولیو واېرس یو خوندي ځاې ګڼل کیږي او ځکه د ډبلیو اېچ او د پولیو د مخنیوي د پروګرام زیاتې مرستې او پام هم دغه دواړه هیوادونو ته دی. او په دغه دواړه هیوادونو کې د پولیو د مخنیوي لپاره روایتي او نوې طریقې کارول کیږي.

په دغه طریقو کې په یادو هیوادونو کې د کډوالو تګ راتګ څارنه کول، سختو یا وروسته پاتې سیمو ته ویکسین رسول هم شامل دي. د نوموړي په وینا په راتلونکې کې به څاڅکې ورکونکي داسې تربیه کیږي چې کور په کور وګرځي او هغه ماشومان ولټوي چا ته چې د پولیو د مخنیوي ویکسین نه دي ورکړل شوي.

د صحت نړیواله اداره وايي چې پولیو واېرس پولو ته هیڅ احترام نه لري او نه د پولو یا سرحدونو خیال ساتي. اداره زیاتوي چې پولیو تر هغه وخته نه شي ختمیدلی ترڅو چې اخیري ماشوم ته هم دغه څاڅکې نه وي ورکړل شوي.

پاکستان کې د پولیو تازه حال

په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د ادارې ترمخه د روانې میاشتې په ۲۱مه نېټه د خېبر پښتونخوا په خېبر ضلعې او کراچۍ کې د پولیو دوه تازه پېښې مخې ته راغلي او د دې سره په پاکستان کې روان کال د پولیو د پېښو شمېره شپږو ته ورسېده.

د پولیو وايرس پرضد کار کوونکې اداره وايي د پوليو جراثيمو په بشپړ ډول ختمولو لپاره ضروري ده چې د پوليو پرضد څاڅکو په هر کمپاين کې ټولو ماشومانو ته د پولیو مخنیوي څاڅکي یا قطرې ورکړی شي. د دې نه وړاندې د پاکستان په باجوړ، بنو، هنګو او لاهور کې هم د پوليو پېښې مخې ته راغلي دي.

افغانستان کې د پولیو تازه پېښې

په روان کال کې بیا په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پیښې د کندهار په ولایت کې رپورټ شوي دي. تیر کال (۲۰۱۸) په افغانستان کې د پولیو ۲۱ پیښې رپورټ شوې وې چې پکې ۱۵ یواځې په کندهار ثبت شوې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG