لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا له هند سره یوه اهمه سټراټیجیکه لوظنامه لاسلیکوي


د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو او دفاع وزیر مارک اېسپر د اتوار/یکشنبې په ورځ د هند دوره پیله کړه چې له هغه هېواد سره د امریکا دوه اړخیزه امنیتي همکارۍ پیاوړې کړي. امریکایي چارواکي په داسې حال کې د هند سره د تعلقاتو د لا مضبوطولو کوشش کوي چې واشنګټن غواړي په انډو-پاسفیک خطه کې د چین لخوا د راپیدا شوي جئیوپولیټیک او اقتصادي چلېنجونو مقابله وکړي.

د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو به د هند نه علاوه، دا ځل شري لنکا، مالډیو، او انډونیشیا ته هم سفر وکړي.

په هند کې، پامپیو او اېسپر د هند او امریکا د ۲+۲ وزیرانو په درېیمه کلنۍ غونډه کې برخه اخلي. د امریکا په خارجه وزارت کې د جنوبي او مرکزي ایشیا د چارو د څانګې مرستیال ډین ټامپسن وویل، "دغه ۲+۲ بحثونه به په عالمي همکارۍ، د کرونا وبا سره په مقابلې، او په اڼدو-پاسفیک خطه کې په چلېنجونو به راڅرخي، لکه په اقتصادي خلائي او انرجۍ برخو کې همکاري، د دوو ملکونو د خلکو ترمنځ تعلقات، او امنیتي او دفاعي همکارۍ."

همدا ډول تمه کیږي چې امریکا او هند به د جغرافیایي معلوماتو په برخه کې د ابتدائي مبادلې او همکارۍ لوظنامه یا بېکا (BECA) لاسلیک کولو ته هم لاره هواره کړي، چې دا به د هند او امریکا ترمنځ وروستنی سټراټیجېک تړون وي چې نتیجه به یې د دواړو ملکونو ترمنځ نږدې امنیتي اړیکې وي.

د امریکا او هند د جګپوړو چارواکو ترمنځ دا خبرې په داسې حال کې مخې ته راځي چې د هند او چین ترمنځ تعلقات زیات خړ پړ شوي دي. د کرونا عالمي وبا په نسبت عمومي قهر و غوسه، چې دا مرض اول له چین نه نړۍ ته خپور شو، او بل پلو د همالیه په سیمه کې د سرحدي شخړې پر سر د چین د جارحانه رویې په هکله هم هند کې فکرمندي زیاته شوې ده.

د هند او چین ترمنځ وروستۍ سرحدي پېښې کې کم از کم شل (۲۰) تنه هندي عسکر او یو نامعلوم شمېر چینایي عسکر وژل شوي دي.

بل پلو، د ړومبي ځل دپاره د امریکا د ګشت زنۍ یو هوایي جهاز په دې وروستیو کې د هند په جزایرو کې د تېل اخیستلو دپاره کښته شوی و، او په دې توګه د هند او امریکا ترمنځ یې په پوځي برخه کې د همکارۍ علامه وښودله.

د ماهرانو په وینا، کله چې هند او پاکستان د بېکا (BECA) لوظنامه لاسلیک کړي، بیا به د هند پوځ ته دا اجازت وي چې د کوم جنګ په وخت کې، د امریکا سټلایټ تصویرونو او حساسو معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړي.

هند په کلونو کلونو، په نړېوالو چارو کې د بېطرفۍ دریځ ساتلی دی، خو څېړونکي وایي چې اوس امریکا د هند سره د همکاریو په برخه کې یو ثابت پرمختګ لیدلی دی چې په وروستیو میاشتو او کلونو کې یو نوي پړاو ته رسېدلی ښکاري.

د امریکا د خارجه وزیر مرستیال سټیو بیګن خبریالانو ته ویلي چې د ۱۹۹۰ کلونو له پیله چې هند او امریکا خپل منځ کې د تعلقاتو په جوړولو شروع وکړه، تر اوسه پورې د دوی تعلقات هېڅکله دومره نه و ښه شوي لکه اوس چې دي.

هند او امریکا خپل ترمنځ د وسلو په تجارت کې همکاري هم پراخه کړې ده. تر ۲۰۰۸ کاله پورې له امریکا نه د هند اخیستل شوې وسلې، قریب په نشت برابرې وې، خو د ۲۰۲۰ کال تر پایه د دې هېوادونو ترمنځ د وسلو د تجارت کچه شل (۲۰) بلینه ډالرو ته رسیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG