لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان غواړي د افغانستان، پاکستان او بنگله دېش یوازې غیر مسلمو ته شهریت ورکړي


ناقدین مجوزه قانون د مسلمانانو په ضدر بولي او وايي د وزیراعظم نرندره مودي حکومت د هندوستان د سېکولر جمهوريت بنیادونه کمزوري کوي، سېکولر یا داسې حکومتي نظام چې بنیاد یې په مذهب نه وي
ناقدین مجوزه قانون د مسلمانانو په ضدر بولي او وايي د وزیراعظم نرندره مودي حکومت د هندوستان د سېکولر جمهوريت بنیادونه کمزوري کوي، سېکولر یا داسې حکومتي نظام چې بنیاد یې په مذهب نه وي

د هندوستان حکومتي گوند، بهارتیه جنتا پارټۍ، پارلېمنټ ته د یو داسې قانون مسوده وړاندې کړې ده چې ترمخه به یې هندوستان د گاونډي هېوادونو څخه په غیرقانوني توگه ورغلو یوازې غیرمسلمو خلکو ته شهریت ورکوي.

د قانون دغه مسوده د گل، دوشنبې، په ورځ پارلېمنټ ته وړاندې کړی شوه او دا لومړي ځل دی هندوستان شهریت دپاره د مذهب شرط ټاکلی دی.

ناقدین مجوزه قانون د مسلمانانو په ضدر بولي او وايي د وزیراعظم نرندره مودي حکومت د هندوستان د سېکولر جمهوريت بنیادونه کمزوري کوي، سېکولر یا داسې حکومتي نظام چې بنیاد یې په مذهب نه وي.

که چېرې پارلېمنټ دغه قانون منظور کړو نو د پاکستان، بنگله دیش او د افغانستان نه د کال ٢٠١۴ د ډسمبر د میاشت څخه وړاندې هندوستان په غیرقانوني توگه ورغلي د هندو، سېک، عیسايي، جېن، پارسي او بدمت مذهب منونکي به د هندوستان د شهریت دپاره اهلیت لري.

د هندوستان حکومت وايي د قانون مقصد دغو ملکونو څخه تلونکو مذهبي اقلیتونو ته تحفظ ورکول دي چې د زورول کېدو نه ځان محفوظ ساتل غواړي.

ناقدین وايي که چیرې د قانون مقصد د اقلیتونو تحفظ دی نو د مسلمانانو نوم پکې ولې نه دی شامل کړی شوی چې د میانمار په رنگ د روهنیگیا مسلمانان پکې زورول کېږي.

د هندوستان د کورنیو چارو وزیر امیت شاه دا خبره په کلکه رد کړه چې د سېټزن شپ امنېډمنټ بل قانون کې د مسلمانانو سره تعصب شوی دی.

بهارتیه جنتا پارټي د مجوزه قانون دفاع کړې ده او وايي چې په قانوني مسوده کې د دریو مسلمان هېوادونو ذکر ځکه شوی چې هلته هندوان او سېکان ویرول کېږی.

د حزب اختلاف کانگرس پارټۍ د پارلېمنټ غړي ادهیر رانجن چودهري وویل دغه مجوزه قانون د هندوستان د اقلیت په ضد دی. مسلمانان د هندوستان تر ټولې لوې مذهبي اقلیت دی او گڼي چې د نرندره مودي په حکومت کې د دوی په ضدر مخالفت زیات شوی دی.

بهارتیه جنتا پارټي، بي جی پي، په پارلېمنټ کې اکثریت لري او ښکاري چې دغه مجوره قانون به پارلېمنټ کې منظور کړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG