د هندوستان کرکټ بورډ بي سي سي ای د ای پي اېل ځینو لوبغاړو د کرونا مثبتې نتیجې راتلو وروسته په هندوستان کې د ای پي اېل روانې لوبې ځندولې دي. ای پي اېل په نړۍ کې د کرکټ تر ټولو زیاتې مشهورې لوبې بلل کیږي چې د نړۍ د یو شمېر هیوادونو غوره لوبغاړي پکې د هندي لوبغاړو سره په ګډه لوبیږي.
په روانو لوبو کې تېره ورځ د چینايي سپر کنګ او کلکته نایټ رایډرز لوبغاړو د کرونا ټیسټونه مثبت راغلي وو چې له سببه یې د دوی پرونۍ لوبه وځنډول شوه او دواړه لوبډلې له نورو جدا کړل شوې دي.
د ای پي ایل رسمي ټویټر اکاونټ نه نن په یو ټویټ کې ویل شوي چې د ای پي اېل روانې لوبې یې تر نامعلومې مودې پورې ځنډولي دي. په دغه ټویټ کې وړاندې ویل شوي چې د ای پي اېل ګورننګ باډي او بي سي سي ای په یوه بیړنۍ غونډه کې د دغو لوبو د ځندولو فیصله کړې ده.
تر دې اعلان څو ساعته وړاندې د چینايي سپر کنګ لوبډلې په خپل یو ټویټ کې ویلي وو چې د لوبډلې د بالنګ کوچ لکشمي بالاجي او د یو بل غړي ټیسټ مثبت راغلی او ټول ټیم د نورو نه جدا کړی شوی او له دغې سببه نن د سي اېس کې او راجستان تر منځ لوبه وځنډول شوه.
تر دې وړاندې کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په دوو لوبغاړو د وایرس د پخلي وروسته تېره ورځ د دوی د راجستان سره لوبه هم ځنډول شوې وه.
د کلکتې د لوبډلې سندیپ واریر او ورون چکرواتي د کرونا ټیسټونه تېره ورځ مثبت راغلي وو چې وروسته بیا ټوله لوبډله قرنطین کړی شوې ده.
د ای پي اېل د روانو لوبو لپاره د هندوستان کرکټ بورډ د احمد اباد، ډیلي، ممبۍ، چینايي، بنګلور او کلکته ښارونه ټاکلي وو خو دغه ټول ښارونه بیا تېره میاشت د کرونا وبا نه سخت اغېزمن شوي دي.
که څه هم ټول لوبغاړي په بایو سیکور ببل کې وو خو په هند کې د وبا خوریدو وروسته د اسټریلیا دریو لوبغاړو د وړاندې نه دغه لوبې پرېښې او خپل هیواد ته ستانه شوي وو.