لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ۲۰ورلډکپ : هند ـ اسټريليا ته په ۷۳ رنزونو ماتې ورکړه


هند د ټي ټوئنټي ورلډکپ په لمړو درې مېچونو کې پاکستان ، ويسټ انډيز او بنگله دېش ته ماتې ورکړې وه ، او د ټورنامنټ سيمي فائنل ته رسېدلی دی
هند د ټي ټوئنټي ورلډکپ په لمړو درې مېچونو کې پاکستان ، ويسټ انډيز او بنگله دېش ته ماتې ورکړې وه ، او د ټورنامنټ سيمي فائنل ته رسېدلی دی
د بنگله دېش په شېربنگله کرکټ ميدان کې د اسټريليا او هند ترمينځه لوبيدونکي مېچ کې هند اسټريليا په ۷۳ رنزونو ماتې ورکړه ، د اسټريليا پوره ټيم په ۱۶.۲ اوورو کې يواځې ۸۶ رنزونه جوړکړل . هند لمړی بيټنگ کړی ؤ ، او په ټاکل شوؤ ۲۰ اوورونو کې يې په ۷ وکټو ۱۵۹ رنزونه جوړ کړي وو .
د هند او اسټريليا ترمينځ لوبېدونکي مېچ کې اسټريليا ټاس گټلی ؤ ، او هند ته يې د لمړي بيټنگ بلنه ورکړې وه . د هند په بيټنگ کې زيات رنزونه يوراج سنگهـ جوړ کړي په ۶۱ بالونو ۶۰ رنزونه جوړ کړي وو .
د اسټريليا ټولو شپږو باؤلرانو يو يو وکټ اخستی دی .
د اسټريليا په بيټنگ کې زيات رنزونه مېگزويل جوړ کړي او په ۱۶ بالونو په ۲۳ رنزونو جوړولو کې کامياب شوی دی ، په پاتې نورو لوبغاړو کې زيات رنزونه وارنر په ۳۳ بالونو ۱۹ او بي جی هوج په ۱۹ بالونو ۱۳ رنزونه جوړکړل .
د اسټريليا پوره ټيم په ۱۶.۲ اوورونو کې په ۸۶ رنزونو اؤټ شو، او هند په ۷۳ رنزونو دغه مېچ وگټو .
د هند لخوا روي چندرن اشوېن په ۳.۲ اوروو کې د ۱۱ رنزونو ورکولو په سر ۴ وکټې واخستې او د مېچ غوره لوبغاړی وگرځول شو . امېت شرما دوه ، بهوينشور کمار ، موهت شرما او رويندراجدېجا يو يو وکټ واخستو .
هند د ټي ټوئنټي ورلډکپ په لمړو درې مېچونو کې پاکستان ، ويسټ انډيز او بنگله دېش ته ماتې ورکړې وه ، او د ټورنامنټ سيمي فائنل ته رسېدلی دی . او نن يې په خپل څلورم مېچ کې اسټريليا ته هم ماتې ورکړه .
اسټريليا د پاکستان ، ويسټ انډيز او نن د هند نه خپل درېم مېچ وبائلو ، او د ټورنامنټ نه بهر شو ، اسټريليا به خپل اخرنی مېچ د بنگله دېش سره کوي ، او بنگله دېش هم د ټورنامنټ نه بهر شوی دی .
په گروپ ټو کې چې پاکستان ، هند ، اسټريليا ، بنگله دېش او ويسټ انډيز شامل دي ، د هند ټيم سيمي فائنل ته رسېدلی دی ، او د نهې په ورځ د پاکستان او ويسټ انډيز ترمينځ کېدونکي مېچ کې به گټونکی ټيم سيمي فائنل ته ځي .
او د گروپ ون نه جنوبي افريقه سيمي فائنل ته رسېدلی ، نېدرلينډ او انگلېنډ د ټورنامنټ نه بهر شوي ، او په دغې گروپ کې به سري لنکا او نيوزي لينډ کې گټونکی ټيم سيمي فائنل ته ورسي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG