لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سست روه معاشي پرمختگ سره مخامخ هندوستان په نوي بجټ کې یو شمېر منصوبې اعلان کړې


په داسې حال کې چې وزیراعظم نرندره مودي د خپل حکومت دوهم دور پېل کوي د اقتصادي پرمختگ رفتار گړندی کولو مشکل ور په غاړه دی. د هند د اقتصادي ودې رفتار په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی
په داسې حال کې چې وزیراعظم نرندره مودي د خپل حکومت دوهم دور پېل کوي د اقتصادي پرمختگ رفتار گړندی کولو مشکل ور په غاړه دی. د هند د اقتصادي ودې رفتار په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی

د سست روه اقتصادي پرمختگ سره مخامخ هندوستان د خارجي سرمایه کارۍ جلب کولو دپاره نوي منصوبي اعلان کړې او د کال ٢٠٢٥ پورې د اقتصاد کچه پنځه کهرب ډالرو ته د رسولو هدف یې وټاکلو.

د هېواد د اقتصادي پرمختگ دغه هدف د هندوستان په نوي بجټ کې وټاکل شو چې د خزانې وزیرې نرمالا ستره رامن د جمعې په ورځ اعلان کړو. د هند نوي واکمن گوند بهارتیه جنته پارټي د انتخاباتو گټلو شپږ هفتې وروسته بجټ پېښ کړو.

مېرمن ستره رامن وویل "مونږ د بنیادي اسانتیاو (انفراسټرکچر) کې، ډېجیټل اکانمي او د روزگارونو په پېدا کولو کې درنې سرمایه کارۍ ته اړتیا لرو."

د هندوستان د خزانې وزیرې وویل حکومت به د بېمې، هوابازۍ او میډیا په مدونو کې نرمۍ ورکوي چې تراوسه پرې د حکومت اجاراداري ده.

په داسې حال کې چې وزیراعظم نرندره مودي د خپل حکومت دوهم دور پېل کوي د اقتصادي پرمختگ رفتار گړندی کولو مشکل ور په غاړه دی. د هند د اقتصادي ودې رفتار په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

د هندوستان د اقتصادي ترقۍ شرح د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې پنځه اشاریه اته فیصد وه خو د دې نه وړاندې د نړۍ په لویو اقتصادونو کې یې د معاشي پرمختگ شرح تر ټولو زیاته وه.

د بجټ نه مخکې د هندوستان حکومت په یو رپورټ کې وویل چې لکه د چین په رنگ د زیاتې سرمایه کارۍ، بچت او د اېکسپورټس یا د صاداراتو په زریعه به اقتصادي پرمختگ کې چټکتیا راولي.

په بجټ کې په شمته منو خلکو د ېټکسونو زیاتولو، ولس ته بجلۍ، کورونو او د صفا خشاک ورکولو ژمنې شوې دي. په هندوستان کې په میلینونو خلک اوس هم د داسې قسمه بنیادي سهولتونو نه محرومه دي.

په بجټ کې د ٣٠ میلین وړو کاروباریانو دپاره د میاشتې د پېنشن اعلان هم وشو.

د خزانې وزیرې نرملا ستره رامن وویل "مونږ د نوي هندوستان دپاره کار پېل کړې دی...د غریبانانو دپاره خېرښېگړه زیاته کړی شوي ده."

که څه هم وزیراعظم نرندره مودي دا امید څرگند کړی دی چې په اینده پنځو کلونو کې به د هېواد د کمې امدنۍ طبقه نوره قوي شي خو ناقدین وايي حکومت اوس هم د خوارکښو او د ځمکې په اړه ځیني سخت قوانین نه دي نرم کړي چې د سرمایه کارۍ په لاره کې لوې خنډان گڼل کېږي.

ستره رامن په تېرو ٥٠ کلونو کې د هندوستان لومړۍ د خزانې ښځینه وزیره ده

د هندوستان حکومت خوشبیني څرگنده کړې ده چې سږ کال به د اقتصادي پرمختگ شرح اووه فیصد وي، په راتلونکو کلونو کې به د اقتصاد کچه درې کهرب او تر د ٢٠٢٥ پورې به د اقتصاد کچه د درې کهرب ډالرو نه هم زیاته شي. اقصاد پوهان وايي د هندوستان د اقتصادي پرمختگ بنیادي ټکی به خارجی سرمایه کاري وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG