لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګوګل به په هندوستان کې د ۱۰ ارب ډالرو سرمایه کاري کوي


د ګل، دوشنبې، په ورځ په هندوستان کې د سرمایه کارۍ په اړه د ګوګل مشر یا سي ايي او سندر وویل هندوستان کې سرمایه کارۍ د هندوستان په اینده او د ملک په ډېجېټل اقتصاد د ګوګل اعتماد څرګندوي
د ګل، دوشنبې، په ورځ په هندوستان کې د سرمایه کارۍ په اړه د ګوګل مشر یا سي ايي او سندر وویل هندوستان کې سرمایه کارۍ د هندوستان په اینده او د ملک په ډېجېټل اقتصاد د ګوګل اعتماد څرګندوي

ګوګل ویلي په هندوستان کې د انټرنېټ ارزانوولو او نور ګټه ور جوړولو دپاره به په هېواد کې د ۱۰ ارب ډالرو سرمایه کاري‌ کوي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ په هندوستان کې د سرمایه کارۍ په اړه د ګوګل مشر یا سي ايي او سندر وویل هندوستان کې سرمایه کارۍ د هندوستان په اینده او د ملک په ډېجېټل اقتصاد د ګوګل اعتماد څرګندوي.

په هندوستان کې د سرمایه کارۍ پېسې به په راتلونکو پنځو نه تر د اووه کلونو پورې هندوستان دپاره د ګوګل خصوصي څانګې دلارې مصرف کیږي چې زیاتره به د هندوستان د ټېکنالوجۍ په مد کې وي.

سندر پیچايي وویل د ګوګل په سرمایه کارۍ کې د ځايي کمپنیو سره همکاري، د بنیادي اسانتیاو منصوبې او په ایکو اقتصاد کې پېسې لګول شامل دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه وايي په هندوستان کې دا د ګوګل تر اوسه پورې تر ټولو زیاته سرمایه کاري ده. د سرمایه کادۍ توجه انټرنېټ ته رسايي اسانول او د هغو کاروبارونو مرسته کول دي چې انلاین یا د انټرنېټ د لارې هم تجارت کولو غواړي. د دې مقصد دپاره به اېپس یا اېپلیکېشنز او د سافټ ویر نور پېلټ فارمونه استعمالیږي.

ګوګل هدف لري د ۱۰ ارب ډالرو د دې سرمایه کارۍ د لارې د انګلش نه علاوه د هندوستان په نورو ژبو کې هم د انټرنېټ استعمال عام کړي.

ګوګل دا هم امید کوي چې په هندوستان کې سرمایه کارۍ دلارې به د تعلیم، زراعت او د صحت په مدونو کې د بهترۍله امله د ولس خېر ښېګره به هم ترلاسه شي.

د ګوګل مشر سندر پیچايي وویل د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي حکومت او د هېواد وړو او لویو کمپنیو سره همکارۍ ته سترګې په لاره دی چې دا ډول هندوستان نه یوازې د ګوګل د سرمایه کارۍ نه ګټه پورته کړي بلکې د نویو ایجاداتو مشري هم وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG