واشنګټن —
د هندوستان په کېرالا ریاست کې د جمعې په ورځ د مسافرو جهاز په هوايي مېدان د کوزیدلو په مهال د حادثې سره مخامخ شو چې پکې ۱۶ مړه او د ۱۲۳ نه زیات زخمیان شول.
د چارواکو په وېنا جهاز په سخت باران کې په مېدان د کوزیدو وروسته په دوو ټوټو کې مات شو.
په پرواز کې زیاتره هغه کسان وو چې د کرونا وایرس له امله بهر ایسار شوي وو او وطن ته ستنېدل.
د کېراله ریاست لوړ رتبه پولیس افسر عبدالکریم اېسوسي اېټیډ پرېس خبري ادارې ته وویل د الوتکې په حادثه کې مړه شویو کسانو کې د ایر انډیا اېکسپریس نومې کمپنۍ پایلټ هم شامل دی.
بوینګ ۷۳۷-۸۰۰ نومې جهاز د دوبۍ نه د کېراله کېلېکټ ښار ته روان و.