لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند وايي پاکستان دې د تورو هېوادونو په فهرست کې شامل کړی شي


د هندوستان د خزانې وزیر ارون جېتلي
د هندوستان د خزانې وزیر ارون جېتلي

د هندوستان د خزانې وزیر ارون جېټلي غوښتنه کړې ده چې پاکستان دې د هغو ملکونو په تور فهرست کې شامل کړی شی چې د وسله والو ډلو د مالي وسایلو مخنیوي په لړ کې یې د نړیوال معیارونو سره سم گامونه نه دي پورته کړي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، ښاغلي جېتلي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل هندوستان به دغه خواست فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس نومې ادارې ته کوي چې دا میاشت یې غونډه کېدونکې ده.

فانېنشل اېکشن ټاسک فورس چې په نړۍ کې د وسله والو او ترهگرو ډلو د مالي سرچینو شنډولو په مد کې کار کوي، د وړاندې څخه یې پاکستان د په "گری" یا خړ فهرست کې شامل کړی دی او د هېواد نه غوښتلي چې د وسله والو ډلو د مالي وسیلو او د پېسو د غیرقانوني انتقال په لړ کې دې نور کوټلي گامونه واخلي.

د هندوستان د خزانې وزیر ارون جیټلي وویل غوړي چې اېف ای ټي اېف دې د پاکستان درجه نوره هم ښکته کړي، یعني په نوملړ کې یې د خړ پرځای توره درجه ورکړي.

د هند د خزانې وزیر د پاکستان په اړه دغه غږ په داسې حال کې کړی دی چې یوه ورځ وړاندې ملگرو ملتونو په پاکستان کې میشته د جېش محمد وسله والې ډلې مشر مسعود اظهر نوم په تور فهرست کې شامل کړو.

مسعود اظهر
مسعود اظهر

جېش محمد د فېبرورۍ په میاشت کې د هندوستان د انتظام د لاندې کشمیر کې په هندي پوځ د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې وه. په حمله کې د ۴٠ نه زیات عسکر وژل شوې دي.

پاکستان او چین په ملگرو ملتونو کې د غربي ملکونو د دې کوښښونو مخالفت کولو چې د مسعود اظهر نوم دې په تور فهرست کې شامل کړی شي خو د ملگرو ملتونو د بندیزونو کمېټۍ د مسعود اظهر خلاف د پاکستان او د چین د خواهش پرته دغه گام واخیستلو. ملگرو ملتونو په کال ٢٠٠١ کې جېش محمد ترهگر تنظیم وبللو.

هند وايي پاکستان وسله والې ډلې د خارجه تگلارې د برخې په توگه استعمالوي. اسلام اباد دا خبره ردوي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د هندوستان خارجه وزارت د مسعود اظهر خلاف د ملگرو ملتونو د فیصلې هرکلی وکړو او وې یې ویل چې د ترهگرۍ د مخنیوي او د ترهگرۍ د ملاتړو خلاف دا صحیح اقدام دی.

د هند د خزاني وزیر ارون جېتلي وویل بنیادي خبره دا ده چې مسعود اظهر نړیوال ترهگر وټاکل شوي. "هغه او د هغه ملک اوس د دې پایلو سره مخامخ دي."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG