لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کشمیر کې چاودنې پنځه پاکستاني عسکر ووژل


د هندوستان او پاکستان ترمنځ د واهگه په سرحدي لار د دواړو ملکونو عسکر
د هندوستان او پاکستان ترمنځ د واهگه په سرحدي لار د دواړو ملکونو عسکر

د پاکستان پوځ ویلي د پاکستان د انِتظام دلاندې کشمیر کې په یوه چاودنه کې یې پنځه عسکر وژل شوې او یو زخمي شوی دی.

د پوځ د مطبوعاتو څانگې ايي اېس پي ار په یو بیان کې وویل چاودنه په چمپ سېکټر کې د لاین اف کنټرول نه څو میړه لرې وشوه. لاین اف کنټرول یا اېل او سي کشمیر په دوو برخو کې ویشي. د یوې برخې انتظام د پاکستان او د بلې برخې انتظان د هندوستان په لاس کې دی.

د پاکستان پوځ وویل د چاودنې نوعیت معلومولو دپاره تحقیقات روان دي او الزام یې په هندوستان ولگولو. "دا پېښه د هندوستان د ریاستي ترهگرۍ ثبوت دی چې د ډزبندۍ د دوه اړخیزې معاهدې او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده."

په سمدستي ډول هندوستان د پاکستان دغې دعوې ته ځواب نه دی ویلی خو هنوستان وايي پاکستان د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر کې د هندي ځواکونو خلاف جنگېدونکو وسله والو ملاتړ کوي. پاکستان دا خبره ردوي.

دواړه هېوادونه اکثر په کشمیر کې په یو بل د ډزو تورونه لگوي خو د کال ٢٠٠٣ راهسې دواړه په لاین اف کنټرول د ډزبندۍ د لوظنامې احترام کوي.

د فېبرورۍ په میاشت کې د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر په پلوامه ښار کې په هندي پوځ د حملې وروسته په اېټمي وسلو سنبال دواړه ملکونه جنگ ته نژدې شوي وو. د پلوامه په حمله کې د ۴٠ پورې عسکر ووژل شو. په پاکستان کې میشته وسله والې ډلې جېش محمد د حملې ذمه واري په غاړه واخیسته او وروسته یې د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې هوايي برید وکړو. هند وویل د برید هدف د جېش محمد مرکز و چې پکې گڼ شمېر وسله وال ووژل شو. په بالاکوټ کې د حملې وروسته پاکستان د هندوستان یو جنگي جهاز وغورځولو.

د نښتو په مهال هندوستان د پاکستان په خلاف مزایلې متحرک کړې وې او پاکستان هم ځوابي اقدامات اخیستلي وو. خو د امریکې او نورو نړیوالو قوتونو په مداخلت گاوډني هېوادونه د جنگ څخه منع کړل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG