لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 څېړونکي د اوبو په موضوع د هند او د پاکستان د مذاکراتو هرکلی کوي


پاکستان په چناب دریاب د ۴۵۰ مېګاواټ بجلۍ د پېداوار دپاره ډېم جوړ کړی. چناب د هندوستان نه پاکستان ته بهیږي
پاکستان په چناب دریاب د ۴۵۰ مېګاواټ بجلۍ د پېداوار دپاره ډېم جوړ کړی. چناب د هندوستان نه پاکستان ته بهیږي

د پاکستان او د هندوستان چارواکو د دواړو ملکونو ترمنځ د بهېدونکو سیندونو د اوبو په مسله خبرې شروع کړي دي چې په پاکستان کې یې څېړونکو هرکلی کړی خو هندي چارواکو ویلي په خبرو کې د پرمختګ امکان کم دی.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د سند دریاب د اوبو او په دې د ډېمونو د منصوبو په اړه د پاکستان او د هند خبرې د نهې، سه شنبې، په ورځ په نوي دلي کې شروع شوي چې په تېرو دریو کلونو کې د دواړو ملکونو ترمنځ لومړي مذاکرات دي.

د هندوستان دریځ

په نوي دلي کې کېدونکو خبرو کې شامل یو هندي چارواکي رویټرز ته ویلي د منځ لاره د لټولو کوښښ به کوي خو د ډیر پرمختګ امکان نېشته. "ډیر داسې شیان دي چې مونږ پې مفاهمت نشوو کولی."

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي پاکستان تشویش لري چې د همالیه په سیمه کې د هندوستان مجوزه ډېم به په سند دریاب کې د اوبو بهېدل زیانمنې کړي چې د پاکستان د زراعت د اوبه خور ۸۰ فیصد برخه پوره کوي.

هندوستان د مجوزه ډېم دفاع کوي او وايي پکل دل نومې ډېم د دواړو ملکونو ترمنځ د ورلډ بېنک په منځګریتوب شوي سندطاس یا انډس واټر ټريټي معاهدې سره سمون خوري.

د اوبو په موضوع د دغه خبرې په داسې حال کې شوي چې د دواړو هیوادونو د دوتر منځ اړیکې د تاوترخوالې شکار دې

پاکستان ویره لرې چې دکړکیچنې کشمیر سیمه کې پر چناب سند د بجلۍ منصوبې ډیمونو پروزو څخه پاکستان د اوبو د کمې سره مخامخ کیدلی شي.

د هندستان وینا ده چې د اوبو د ذخیره کولو او د توانايي د پېداوار دپاره ډېمونه د هند او پاکستان ترمنځ د اوبو د تقیسم دپاره د ورلډ بېنک په منځګریتوب شوي انډس واټرټریټي سره سم دي.

څېړونکي په اوبو د خبرو هرکلی کوي

د څیړونکو وینا ده چې د لوطنامې لاندې هندوستان د بجلې جوړولو د پاره هغه ډیمونه جوړولی شي چې پاکستان د ابو د کمي سره مخامخ نکړي.

د پاکستان د ابو او بجلې د وزارت پخوانی سېکرېټري مرزا حامد حسن وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایی: خو که نا کله هندوستان د دغه ډیمونو داسې نقشې جوړې کړې که چېرې وغواړې نو اوبه ذخیره کولی شي.

د پاکستان پخوانی سفارتکار شفقت کا کاخیل ډیوه ته وویل چې د اوبو په مسله د دواړو ملکونو خبرې په خپله یو مهم پرمختګ دی او که پکې کامیابي وشوه نو د دواړو هیوادونو تر منځ نورو کړکیچنو مسلو ته لاره سمولی شي.

خو ښاغلي کاکاخیل زیاته کړه که چېرې خبرې ناکامه شي نو په نتیجه کې پاکستان ته د اوبو بهیدل زیانمن کېدلی شي او په داسې حال پاکستان د تیکنیکې او قانوني لارو د پاره د نړیوال عدالت ته تللی شي

انډس واټر ټریټې په کال ۱۹۶۰ کې د پاکستان د صدر ایوب خان او د هند وزیراعظم جواهر لال نهرو تر منځ لاس لیک شوې وه- د دغه لوظنامې لاندې د شپږو سیندونو بیاس ، راوي، ستلج، اباسین، چناب او جهلم اوبه د دواړو هیوادوو تر منځ ویشل شوی دې-

د انډس واټر ټریټي لاندې د کمیسون غونډه د کال ۲۰۱۸ داګست په میاشت کې لاهور کې شوې وه-

کال ۲۰۱۹ کی د هندوستان له اړخه د هند د واک لاندې کشمیر ځانګړې حیثیت ختمولو او بیا د دواړو هیوادونو له اړخه د یو بل پر بلو عسکرې تاوترخوالې ورستو دا لومړې غونډه ده چې شوې ده

دغه لوظنامه آیا په داسې حال کې د سیاسي فشار په توګه کارول کیدې شي په دې اړه د ابو او بجلې د وزارت پخوانې سېکتر مرزا حامد حسن ډیوه ته وایي: انډس یوه مضبوطه لوظمامه ده- د دغه لوظمامې ورسته د دواړو هیوادوو تر منځ دوه لوې جنګونه شوې خو د لوظنامې سرغړونه نه ده شوي

د هندوستان وزیراعظم نرندرامودي کال ۲۰۱۶ کې د هند د انتظام لاندې کشمیر کې د هند پر ځواکونو کیدونکې د برید ورستو ویلې وو چې اوبه او وینه پر یوځایی نه شي بهیدلې

هند پر پاکستان د تندروو ډلو جیش محمد او لشکرې طیبه د ملاتړ تورونه لګوې او د پاکستان څخه د دوی په ضد د عملیاتو غوښتنه کوي- پاکستان دغه تورونه ردوې او تور لګوې چې هندوستان د بلوچستان په شمول د هیواد په نورو برخو کې د اړې ګړې ذمه واره دی

د سندطاس تړون

د اوبو د ویش ددې تړون اړتیا په کال۱۹۴۸ کې هغه مهال ولیدل شوه چې دهند او پاکستان د تاوژنو اړیکو له امله هند د خپلو ختیزو سیندونو اوبه په پاکستان وتړلې .

ددواړو هیوادونو ددغه تاو تریخوالي هواري دپاره نړیواله ټولنه رامنځته شوه او په کال ۱۹۶۰ کې هند او پاکستان د سیند تاس په نوم د اوبو د ویش تړون وکړو.

ددې تړون په اساس دا خبره فیصله شوې ده چې د “انډس بیسن” دشپږو سیندونو او دې ته د ورماتو خوړونو داوبونه به څوک او څنګه استفاده کوي؟

د تړون له مخې دسیندهـ،جهلم او‌ چناب دلویدیزو سندونو ۸۰ فیصدي اوبه د پاکستان په واک کې ورکړل شوي چې ۱۳۳ ملین ایکړه فټ جوړیږي او د راوي،بیاس او ستلج په ختیزو سیندونو د هندوستان حق دی .

د سند طاس تړون له مخې هند د لویدیزو سندونو اوبو څخه هم استفاده کولی شي خو د سختو شرطونو پا اساس.

هند په دغو سیندونو دبرېښنا د تولید فابریکې (بجلي ګهر) هم جوړولی شي خو په دې شرط چې د سیند د بهیدو رفتار به پخپل ځایې وي او دسیند د اوبو مخه به بل لوري ته نه تاوهل کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG