لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان وايي افغانستان ته یې پېنځه لکه د کرونا ضد وېکسین ورکړي دي


د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې ویلي قریباً 23 مېلین افغانان د خوراک د سخت کمي سره مخامخ دي
د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې ویلي قریباً 23 مېلین افغانان د خوراک د سخت کمي سره مخامخ دي

هندوستان ویلي افغانستان ته یې پېنځه لکه د کرونا ضد وېکسین ورکړي دي او په اینده هفتو کې به نور وېکسین او غله افغانستان ته ورکوي.

د وي او ای رپورټ وايي هندوستان د افغانستان سره دغه مرسته په داسې حال کې کړې چې په جنګ ځپلې ملک کې په لکونو خلک د لوږې د خطر سره مخامخ دي.

د هندوستان خارجه وزارت وویل د کرونا ضد وېکسین د خالي، شنبې، په ورځ افغانستان ته ورکړی شول.

د وي او ای رپورټ‌ وايي په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس افغانستان ته د هندوستان دغه دویمه برخه وه.

تېره میاشت هندوستان افغانستان ته یو اشاریه شپږ مېلین ټنه دوا کړي دي.

د هندوستان خارجه وزارت په یو بیان کې وویل هندوستان ژمنه لري چې په اینده هفتو کې افغانستان ته یو مېلین کرونا وېکسین، بشري امداد او نورې ضروري دوایانې ورکړي.

هندوستان وویل په راتلوونکو ورځو کې به افغانستان ته غنم لېږل هم شروع کړي.

هندوستان افغانستان ته د 50000 ټنو غنمو لېږل اعلان کړی و او د وي او ای رپورټ وايي پاکستان د نومبر په میاشت کې د هندوستان دا خواست منظور کړی چې د واهګه دلارې دې افغانستان ته غنم ولېږل شي.

د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې ویلي قریباً 23 مېلین افغانان د خوراک د سخت کمي سره مخامخ دي.

د وي او ای رپورټ وايي هندوستان د بشري امداد دلارې افغانستان سره په رابطه ساتل غواړي او په تېرو شلو کلونو کې هندوستان په افغانستان کې د اربونو ډالرو سرمایه کاري کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG