لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندوستان په هریانه ریاست کې د مسلمانانو او هندوانو په جګړه کې پېنځه کسان وژل شوي


د فساداتو وروسته په ګوروګرام کې پولیس د یو جومات نه بهر تعینات کړی شوي دي
د فساداتو وروسته په ګوروګرام کې پولیس د یو جومات نه بهر تعینات کړی شوي دي

د هندوانو او مسلمانانو د خونړیو جګړو وروسته د هندوستان د هریانه ریاست په ځینو برخو کې د نهې، سه شنبې، په ورځ کرفیو یا ګرځبنديز لګول شوی و، په زرګونو امنیتي ځواکونه ګمارل شوي وو او انټرنېټ معطل کړی شوی و.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره د هندوستان پرېس ټرسټ اف انډیا یا د پي ټي ايي له قوله وايي د هندوانو او مسلمانانو جګړه د ګل، دوشنبې، په ورځ د هریانه په نوح ښار کې د هندو قوم پرست ډلې د جلوس په موقع شروع شوه. د رپورټ ترمخه، په جګړه کې د دوو پولیسو په شمول لږ تر لږه پېنځه کسان ووژل شوو.

د پولیس د بیان ترمخه، په تشدد کې تر ۲۰ پورې پولیس افسران زخمیان شول او په درځنونو موټرو ته اور اچول شوی و.

فسادات د هندوستان سرښار نوي دلي نه په ۳۰ کلومېټر فاصله ګوروګرام نومې ښار ته خپاره شوي وو. په ګوروګرام کې د ګل، دوشنبې، په ماښام یو جومات وسوزول شو او یو امام ووژل شو. پولیس ویلي د تشدد په لړ کې ځینې کسان ګرفتار شوي دي.

که څه هم د نهې، سه شنبې، په ورځ د تازه فساداتو خبرونه مخې ته نه دي راغلي خو چارواکو په احتیاطي توګه د سکولونو او کالجونو د تړلو احکامات جاري کړي دي.

پولیس د نهې، سه شنبې، په ورځ د نوح په لارو کې ګزمې کولې. د ښار زیاتره اوسېدونکي د کورونو دننه وو.

د هریانه وزیراعلا منوهر لال کهټر د سوشل ميډیا په اېکس نومې وېب پاڼه یا پخواني ټوېټر پېغام کې په ریاست کې د تشدد غندنه وکړه.هغه وویل په فساداتو کې د ککړو کسانو خلاف به سخت ګامونه اخیستل کېږي.

د ریاست د کورنیو چارو وزیر انیل وېج وویل تشدد ته لمن وهل شوي وه او پولیس به په دې اړه تحقیقات کوي.

ای پي وايي په هندوستان کې مذهبي فسادات څه نوي خبره نه ده او په کال ۱۹۴۷ کې په برصغیر د انګرېزانو راج د ختمېدو نه پس وخت په وخت فرقه فسادات کېږي خو څېړونکي ګڼي چې د هندوستان د موجوده وزیراعظم نرندره مودي په حکومت کې مذهبي اختلافات زیات شوي او د اقلیتونو په ضد تاوتریخوالی زیات شوی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG