امریکا د هند سره په ګډه د دفاع او ټکنالوجۍ په مد کې د چین اغیز مخه نیولو او د نوي دهلي د روس په وسلو د انحصار کمولو لپاره ګامونه پورته کړي.
د څېړنکارانو په نظر دا د هند او د امریکا د ستريټيجیکو اړیکو په مخکې تلو کې لوی ګام دی.
دواړه هیوادونه به د کوانټم کمپوټینګ، مصنوعي ذهانت، جي وایرلس نیټورک او سیمي کنډکټر په مدونو کې همکاري نوره سیوه کوي. چین په دغو مدونو کې ترټولو وړاندې دی .
په نوي دهلي کې د خارجه پالسیو مطالعې او څېړنې د مرکز نایب صدر هارش پینټ وايې دا د همکارۍ سیوه کولو ګام په داسې وخت کې پورته کړل شوی چې ټکنالوجي د امریکا او چین ترمینځ اړیکو او تر څه حده پورې د نړیوال طاقت په توله کولو کې یو مهمه موضوع جوړه شوې.
دی زیاتوي ددې سره معلومیږي چې امریکا د بحرالکاهل او بحرهند په غاړه پرتو هیوادونو کې هند ته د نوي او لوی لوبغاړي ځاۍ ورکوي .
د دې میاشتې په اوله کې د امریکا او هند په ګډه سنجیده او نوو ټکنالوجیانو په اړه ستر چارواکو په واشنګټن کې ناسته کړې ده د کومې اعلان چې په ټوکیو کې د کواډ غونډې یو څنډې ته د تیر کال مۍ په میاشته کې د امریکا صدر جوبایډن او د هند وزیراعظم نریندره مودي کړی وو.
د امریکا قامي سلامتیا سلاحکار جیک سولیون خبریالانو ته ویلي د ټکنالوجۍ په مقصد همکاري کول د هند او امریکا په اړیکو کې یو بل تاریخي ګام دی.
د چین په مهمو اشیاؤ لکه سیمي کنډکټر باندې د امریکا د انحصار په اړه اندیښنو په خاطر امریکا ګاموته اخستي چې د جدید سیمي کنډکټر ټکنالوجۍ د چین څخه اخستل بند کړي او ددغې جوړول خپل ملګرو هیوادونو ته حواله کړي.
درې کاله وړاندې د همالیه په سرحد د هند او چین ترمینځ د یوې نښتې ورستو اړیکي خرابې شوي او هند غواړي چې خپل ځايي پیداوار په مهمو مدونو کې سیوه کړي لکه سیمي کنډکټر کوم چې په جدید الیکټرانیکي الاتو کې د زړه هیثیت لري.
د امریکا په ویلسن سنټر کې د سویلي اسیا د چارو کارپوهه مایکل کوګلمین وايي ؛په جیوپالیټیکس کې دا نوی ګام غټ رول لري. دی زیاتوي دا لوطنامه څرګندوي چې د امریکا او هند ترمینځ په تیرو لسیزو کې اړیکي تر کومه حده رسیدلي او په نزدیو کلونو کې دويۍ په یوه بل دومره باور پیدا کړی چې د ټکنالوجۍ په سر خبرې کوي،استخباراتي معلومات شریکوي کوم چې واشنګټن په عمومي توګه د خپل ډير نزدیو سټراټیچکي هیوادونو سره شریکول.؛
د لوظنامې بل مقصد په هند کې دفاعي ټکنالوجۍ او د وسلو په جوړولو کې په ګډه کار کولو کې اسانتیاوي پیدا کول دي. نوي دهلي غواړي د خارجي وسلو اخستلو په خاۍ يې خپل هیواد کې د نورو په مرسته جوړې کړي خو امریکا په امریکايي شرکتونو نورو هیوادونو ته دفاعي ټکنالوجۍ په ورکولو بندیز لګولی.
د فرورۍ په لمړۍ نیټه واشنګټن کې د شوې غونډې ترمخه په شورو کې به د جیټ جازونو اینجنې، د توپخانې او عسکري موټرو اوزار د نظر لاندې وي. د امریکا یو چارواکي ویلي امریکا به د امریکايي جنرل الیکټرک کارخانې سره په ګډه د هندي جازونو لپاره د اینجن په هند کې جوړولو باندې غور کوي.
هندي سیړنکار ښاغلی پینټ واي څنګ چې هند او امریکا په ګډه په جدید ټکنالوجۍ کې همکاري سیوه کوي هم دومره به په سټریټیچکي توګه د روس اهمیت هند لپاره کمیږي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې انجانا پاسریشا د رپورټ نه اخیستل شوي دي