لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ازبکستان کې د 20 ماشومانو مرګونه د هند د ټوخي دوای سره تړل کېږي


 ای اېف پي خبري اداره وايي مېرین بایوټېک ته دریځ معلومولو دپاره لاس رسی نه وشو
 ای اېف پي خبري اداره وايي مېرین بایوټېک ته دریځ معلومولو دپاره لاس رسی نه وشو

د متحده قومونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن د هندوستان د توخي د دوای د استعمال په اړه خبرداری جاري کړی دی. په ازبکستان کې د 20 ماشومانو مرګ د دغه دوا سره تړل کېږي.

ډبلیو اېچ وویل دغه دوا د هندوستان مېرین بایوټېک نومې کمپنۍ تیاره کړې چې "غیرمعیاري" ده او دا ضمانتونه یې نه دي ورکړي چې استعمال به یې محفوظ او معیار به يې ښه وي.

ډبلیو اېچ او د هندي دوا په اړه خبرداری د شورو، چهارشنبې، په ورځ جاري کړو. تېره میاشت په ازبکستان کې چارواکو وویل لږ تر لږه 20 ماشومان د ټوخي د دغه شربت استعمالولو نه وروسته مړه شوي دي. دغه شربت د ډاک ون مېکس په نامه خرڅېږي.

د هندوستان د صحت وزارت د دوا پېداوار ځنډولې او ازبکستان یې په درامداتو پابندي لګولې ده.

ډبلیو اېچ او وویل په ازبکستان کې د هندي دوا کیمیاوي تجزیه شوي او پکې ډایتلین ګلایکول او اېتلین نومې کیمیاوي مادې اجزا موندل شوي دي. د رپورټ ترمخه ایتلین ګلایکول یا اېتلین د انساني بدن دپاره د زهرجنې مادي په توګه کار کوي چې په خوړلو ترې انسان مړ کېدلی هم شي.

ډبلیو اېچ او وویل ممکنه ده چې دغه هندي دوا د سیمې په نورو ملکونو کې هم خرڅېږي. ادارې وویل دغه مصنوعات غیر محفوظه دي او د دې استعمال په خصوصي توګه د ماشونو د استعمال له امله مرګ هم کېدلی شي.

ای اېف پي خبري اداره وايي مېرین بایوټېک ته دریځ معلومولو دپاره لاس رسی نه وشو.

د اکتوبر د میاشت راهسې دا د هندوستان دویمه دوا ساز کمپني ده چې د تحقیقاتو سره مخامخ شوي ده. په اکتوبر کې ډبلیو اېچ او د افریقي په ګېمبیا ملک کې د ماشومانو د مرګونو لړۍ د هند د یوې بلې کمپنۍ دوا سره تړلي وو.

په ګېمبیا کې لږ تر لږه د 66 ماشومانو مرګونه د هندوستان د مېډن فارماسیوټیکلز کمپنۍ د ماشومانو د ټوخي او د زکام دوا سره تړل شوي وو.

په ګېمبیا کې د مړه شویو ماشومانو عمرونه د پېنځو میاشتو نه تر د څلورو کلونو پورې وو او زیاتره د کردې په نظام کې تکلیف نه مړه شوي وو.

هندوستان د دغه کمپنۍ په اړه د تحقیقاتو وروسته وویل دوه د معیار سره سمه وه.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG