لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هندوستان کې زهرجنو شرابو لږ تر لږه 34 تنه مړه کړي او تر 100 په روغتون کې دي


د هندوستان د تامل ناډو ایالت چارواکي وایي د زهرجنو غیرقانوني الکوهلو یا شرابو څښلو له کبله لږ تر لږه 34 کسان مړه شوي او تر 100 زیات نور کسان روغتون ته وړل شوي دي.

د تامل ناډو وزیراعلی ایم کې سټالین د پنجشنبې- زیارت په ورځ رسنیو ته وویل، په دغه سیمه کې په جوړو شویو دغو شرابو کې زهرجن میتنول ګډ شوي وو.

د پریس ټرسټ ‌آف انډیا خبري ایجنسۍ د وزیراعلی سټالین په حواله ویلي، ددې پېښې په تور څو تنه نیول شوي دي او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول جرمونه "ټولنه تباه کوي او په ضد به یې سخت اقدامات وشي."

په هندوستان کې هر کال په سلګونو کسان د ځایي ارزانه شرابو له امله مري. په دې هېواد کې د کورونا وایرس خپرېدو وروسته د ټولبند یا لاکډاون له کبله په لرې پرتو سیمو کې د ځایي شرابو جوړولو زیات شول.

د رپوټونو له مخې د شرابو د قوت یا خمار زیاتولو په خاطر خلک پکې په زیاته اندازه میتنول اچوي چې د ړندوالي، د ځیګر د وژونکو ناروغیو او مړینې سبب کیږي.

د تامل ناډو د ګورنر آر این راوي دفتر پر خپل رسمي ایکس [مخکیني ټویټر] په یو پوسټ کې لیکلي چې ددغو کسانو د مړینې له کبله یې "ژور ټکان" خوړلی او وایي "ډېری نور د پېښې ښکار کسان په مرګوني حالت کې دي."

ګورنر آر این راوي زیاته کړې، "زموږ د ایالت له بېلابېلو برخو هر وخت د غیرقانوني شرابو څښلو له کبله د مړینې رپوټونه ورکول کیږي. دا د غیرقانوني شرابو د جوړولو او څښلو په مخنیوي کې پرله پسې نیمګړتیاوې ښکاره کوي او دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده".

په تامل ناډو کې د شرابو خرڅلاو جرم نه دی خو په تور بازار کې ځايي جوړ شوي شراب په قانوني دوکانونو کې د شرابو په نسبت په ټیټه بیه خرڅیږي.

د هند په ځینو برخو کې د شرابو پلورل او څښل منع دي، چې له کبله یې د شرابو تور بازار وده کړې او زیاتره وخت له دې لارې پلورل شوي شراب د انسانانو د مړینې سبب کیږي.

تېر کال زهرجنو شرابو د هند په ختیځ ایالت بهار کې په یو ځل لږ تر لږه 27 کسان مړه کړل او په 2022م کال کې په ګجرات کې له دې کبله لږ تر لږه 42 کسان مړي شوي وو.

د هند په پنجاب ایالت کې هم د 2020م کال په اګست کې یو شمېر خلکو په غیرقانوني توګه جوړ شوي زهرجن شراب څښلي وو او په درو جلا سیمو ګورداسپور، امرتسر او تارن تاران کې 64 تنه ترې مړه شوي وو.

د 2019م کال په فروري کې هم د هند په اسام کې په غیرقانوني توګه جوړو شوو شرابو لږ تر لږه 133 کسان مړه کړي وو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG