لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان، شام او یمن په هیوادونو کې د کروناوایرس نه په مېلینونو کسان مړه کېدی شي، امدادي اداره وايي 


مېلېبریڼد وویل د نړۍ د شته منو ملکو ډله جې ټونټي، مالیاتي ادارې او مرکزي بېنکونه په کړکیچ ځپلیو ملکونو کې د کرونا وایرس د ممکنه خطر په اړه لا په خوب اوده دي
مېلېبریڼد وویل د نړۍ د شته منو ملکو ډله جې ټونټي، مالیاتي ادارې او مرکزي بېنکونه په کړکیچ ځپلیو ملکونو کې د کرونا وایرس د ممکنه خطر په اړه لا په خوب اوده دي

د افغانستان، شام او یمن په ډول په جنګونو کې ښکیل د نړۍ په ۳۴ ملکونو کې د کرونا وایرس له امله یو ارب کسان ناروغه کېدلی او د درې مېلین نه زیات مړه کېدلی شي که چیرې په دغو ملکونو کې د دې وایرس د مخنیوي دپاره بیړني ګامونه وانخیستل شو. دا خبره انټرنېشنل رېلیف کمېټي نومې نړیوالې امدادي ادارې کړې ده.

د ادارې مشر ډېوډ مېلېبرېنډ وویل دغه شمېرې باید چې د بیدارۍ غږ جوړ شي او په دغه رنګ حساسو ملکونو کې کرونا وایرس د مخنیوي دپاره بیړني ګامونه واخیستل شي. هغه زیاته کړه چې په جنګونو او نورو لانجو اخته ملکونو کې د کرونا وایرس دلاسه زیات نقصان لا مخې ته نه دی راغلی. هغه زیاته کړه اوس هم وخت شته چې نړیواله ټولنه په دغو حساسو ملکونو کې کرونا وایرس د مخه نیولو دپاره ګامونه پورته کړي.

مېلېبریڼد وویل د نړۍ د شته منو ملکو ډله جې ټونټي، مالیاتي ادارې او مرکزي بېنکونه په کړکیچ ځپلیو ملکونو کې د کرونا وایرس د ممکنه خطر په اړه لا په خوب اوده دي.

ډیوډ مېلېبرېنډ د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ هم تنقید وکړو چې د ملګرو ملتونو صحت ادارې ورلد هېلت ارګنایزېشن یا ډبلیو اېچ او مالي امداد یې تړلی دی. صدر ټرمپ ویلي کرونا وایرس د خپرېدو په مهال ډبلیو اېچ او د چین د مفاداتو خیال ساتلی دی او په دې اړه به د ډبلیو اېچ او د کردار تحقیقات کوي.

د ملګرو ملتونو د انساني امداد څانګې مشر مارک لوکاک وویل په غریبو ملکونو کې د کرونا وایرس د نور خپرېدو په مهال خلکو سره د خوراک او صحت په برخه کې امداد دپاره د ۹۰۰ بېلین ډالرو مالیت امداد ضرورت وي. د امریکې د طب یونیورسټۍ جانز هاپکنز د شمېرو ترمخه کرونا وایرس دلاسه په دنیا کې تراوسه ۲۱۲۰۰۰ کسان مړه شوي د درې مېلین نه زیات نور ناروغان دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG