لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکه، کینه او بد رد ویل د یو بل سره ښه نه وي: حضرت الله ځاځی


تکړه بېټسمېن حضرت الله ځاځی وايي مینه وال که یې لر دي او که بر دي چې هر ځای کې وي د ټولو نه دا یو خواهش کوي چې کرکه او کینه او بد رد ویل دا د یو بل سره ښه نه وي.

هغه د وي او ای ډیوه سره په یوه ځانگړې مرکه کې اوویل:

"زه خپله د تعصب نه ډېر نفرت لرم چې څوک باید تعصب او نه کړي"

23 کلن گس مټی تکړه افغان بیټسمین دا مهال د پاکستان په سوپر لیگ سیالیو کې د پېښور زلمي لخوا لوبیږي.

هغه وویل هیله کوي چې د پاکستان او افغانستان د قامي لوبډلو ترمنځه هم زر سیالۍ وشي، د ځاځي په خیال د لیگ د سیالیو نه پرته د پاکستان او افغان کرکټ لوبډلو تر منځ هم سیالیو ته اړتیا ده ، هغه اوویل:

"نو دا ښه خبره ده چې دواړه مملکتونه خپل منځ کې سیریزونه ( سیالۍ) ډېرې کړي، دا د سپورټس (لوبو) د ريلېشنز ( اړېکو) چې دا څومره کولی شوي قوي وساتي نو په دې کې به د دواړو کرکټ گټه یې"

هغه وویل خلک غواړي چې د همسایه هیوادونو سره مسابقې وشي.

د وي او ای ډیوه سره په مرکه کې ځاځي وویل د ایرلینډ په ضد یې 162 ناسوزیدلې منډې کړې وې خو د کراچي کنگز په ضد په 26 بالونو 63 رنزونه یادگار اننگز ؤ.

ځاځي د پي ایس ایل په یوه سیالۍ کې د پېښور زلمي لپاره داسې اوږدې اوږدې چکې اووهلې چې د کراچي کینګز په بالرانو یې سرونه وګرځول. د ځاځي د تېز بېټېنګ له سوبه پېښور زلمي یواځې په یوولسو اوورونو کې د کراچي کینګز سکور سرکړلو.

د ډیوه ددې پوښتنې په ځواب کې چې د کوم بالر په ضد په لوبه کې ستونزه محسوسوي نو ځاځي وویل هغه بولران چې دی يې چېلنج ګڼي دا وخت په ټېسټ کې لوبېږي او په ټي ټوینټي کې داسې بولر نه ویني چې ورته په بېټینګ کې ستونزه پیدا کړي.

ځاځی د پي ایس ایل نه پرته د ډهاکه ډاینمایټس، گال گلیډیټرز، راجهستان رایلز او افغانستان د کورنیو لیگونه د پاره هم لوبه کړېده.

تفصیلي مرکه په لاندیني لینک کتلی شئ

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

Recommended

XS
SM
MD
LG