لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران مزایل د سمندري پوځ خپل ۱۹ عسکر ووژل


د امریکې د سمندري پوځ پنځمه بیړه د سیمې په صورتحال نظر ساتي. ای پي وايي د ایراني مزایل د پېښې په اړه ترې د تبصرې غوښتنه وشوه خو ځواب یې وه نه وېلو
د امریکې د سمندري پوځ پنځمه بیړه د سیمې په صورتحال نظر ساتي. ای پي وايي د ایراني مزایل د پېښې په اړه ترې د تبصرې غوښتنه وشوه خو ځواب یې وه نه وېلو

په خلیج عمان کې ایراني ځواکونو د پوځي مشقونو په مهال یو مزایل وچلوولو چې ایراني مطبوعاتو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په خطا د خپلو ځواکونو په یوه بېړۍ ولګېدلو او ۱۹ د سمندري عسکر یې ووژل او ۱۵ نور یې زخمیان کړل.

په لومړيو رپورټونو کې وویل شوي وو چې د اتوار، یکشنبې، په ورځ شوي پېښه کې یو عسکر وژل شوی. دغه پېښه په داسې حال کې شوي ده چې په سیمه کې د امریکې او ایران ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د ایران حکومتي ټېلې وژن ترمخه دغه پېښه په خلیج عمان کې د جسک بندر سره نژدی او د تهران نه ۷۹۰ مېله په جنوب ختیځ کې رامنځته شوي ده.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه ایراني مطبوعاتو ووېل په مزایل لګېدلي بیړۍ د کنارک نومې جنګي جهاز وو چې په سمندر پوځې مشقونو کې یې برخه اخیستله او د هغه هدف سره ډیر نژدې وو چې عسکرو په مزایلو ویشتلو. ویشتل شوي سمندري جهاز په سمندر کې مشقونو دپاره نخښې پرځای کولی چې د ایراني مطبوعاتو په قول به خطا ولګېدو.

ایراني مطبوعاتو وویل د هالېڼد جوړ کنارک نومې سمندري جهاز وزن ۴۰ ټنه وي او په عمومي توګه د عملې ۲۰ غړي لري. په مزایل د لګیدو وروسته سمندري جهاز یو نژدې بندر ته بوتلل شو. ایراني ځواکونو د بېړۍ تصویران شایع کړل چې پکې د کشتۍ په یوې غاړې د مزایل دلاسه شوی نقصان لیدل کېږي.

ای پي وايي ایران په عمومي توګه په دغه سیمه کې پوځي مشقونه کوي چې د هرمز تنګي سره نژدي علاقه ده. د دنیا د تېلو ۲۰ فیصد برخه د هرمز نه تېریږي.

د امریکې د سمندري پوځ پنځمه بیړه د سیمې په صورتحال نظر ساتي. ای پي وايي د ایراني مزایل د پېښې په اړه ترې د تبصرې غوښتنه وشوه خو ځواب یې وه نه وېلو.

د ایران د مزایل پېښه په داسې مهال شوي ده چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ایران سره د کال ۲۰۱۵ اېټمي معاهده ماته کړې ده او د دواړ ملکونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې په عراق کې په امریکايي ځواکونو د حملې وروسته د ایران پاسداران انقلاپ عسکرو د یو کرېن د مسافرو یو جهاز په مزایل وویشتلو چې پکې په جهاز کې سواره ټول ۱۷۶ کسان ووژل شوو.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG